وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12274
منبع خبر: بي بي سي

ملا خیرخواه:

داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي

6 میزان 1399

بیرق وطالبان.jpg

په دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي،‌ داسې ښکاري چې مقابل لوری (د افغان دولت پلاوی) قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پروسه وځنډوي.


له (نن ټکی اسیا) شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ملا خیرخواه همد راز هغو اختلافي ټکو ته هم اشاره کړې چې له کبله یې تر اوسه دواړه خواوې د مذاکراتو پر طرز العمل نه دي سره سلا شوې.


نوموړی وایي، د افغان دولت مرکچي‌ پلاوی داسې مسایل رسنیو سره شریکوي‌ چې لا پرې هوکړه نه ده شوې،‌ او ناسمې خبرې کوي.


د ده په وینا، همدې چلن دوی ته شک ور پیدا کړی چې مقابل لوری (د دولت مرکچي‌ پلاوی) نه غواړي‌ چې مسایل حل شي.


طرز العمل جوړولو کې د اختلاف دوه اساسي‌ ټکي


 ملا خیرالله خیرخواه ټینګار کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خپلمنځي هوکړه د روانو بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساس دی، خو مقابل لوری،‌ یعنی د افغان دولت پلاوی ټینګار کوي چې په دې مذاکراتو کې باید هغه تړون ته اشاره ونشي.


ملا خیرخواه وایي،‌ که چېرې مقابل لوری دا اساسی ټکی نه مني چې دوحه کې روان مذاکرات د طالبانو او امریکا د تړون بر بنسټ‌ کېږي نو بیا خبرو ته هېڅ‌ اړتیا نشته.


د دویم اختلافي ټکي په اړه ملا خیرخوا ویلي،‌ طالبان غواړي چې که چېرته د مذاکراتو پر مهال کوم اختلاف یا د نظر توپیر رامنځته کېږي نو باید د حل لپاره یې حنفي مذهب ته رجوع وشي.‌


خو نوموړی ادعا کوي چې د افغان دولت مرکچي پلاوي شیعه مذهبه غړي غواړي‌ چې په دې برخه کې جعفري فقهې یادونه هم وشي.‌


د طالبانو د مرکچي پلاوي‌ دا غړی وایي،‌ حنفي مذهب له پېړیو راهیسې افغانستان کې شته، او روانو مذاکراتو کې پر دې مذهب د دوی ټینګار یوازې تر همدې مذاکراتو محدود دی.


نوموړی وایي، که چېرته هوکړه کېږي‌ او راتلونکي‌ کې پر اساسي قانون خبره کېږي‌ نو هلته بیا د نورو مذاهبو وګړي‌ کولی شي چې پر دې موضوع بحث وکړي.


د افغان دولت مرکچي پلاوی څه وایي؟


افغان حکومت او یا هم په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي تر دې دمه د طالبانو دې وروستیو څرګندونو او ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.


خو دوه ورځې وړاندې د دولت د مرکچي پلاوي غړي امین احمدي له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، په مذاکراتو کې د طالبان چلن، غوښتنې او د خبرو لهجه ناسمه ده.


ښاغلي احمدي ویلي وو، طالبان د بهرنیو چارواکو او رسنیو پر وړاندې ښې او نرمې خبرې کوي، خو کله چې د دولت مرکچي پلاوي سره خبرو ته کېني نو بیا سخته ژبه کاروي.


د طرزالعمل برخه کې د دوو اختلافي ټکو په اړه ښاغلي احمدي طلوع نیوز ته ویلي وو، د حنفي یا جعفري مذهب برخه کې اختلاف کم شوی دی، خو د افغانستان خلک اوس یو داسې پړاو ته رسېدلي چې باید د مذهب پر اساس ونه ویشل شي.


د دویم اختلافي ټکي (دا چې د بین الافغاني مذاکراتو اساس د طالبانو او امریکا هوکړه ده) په اړه امین احمدي وویل، طالبان اصلاً د افغانستان اوسني نظام ته په داسې یو نظر ګوري چې له حقیقته لېرې دی، یعنی اوسنی نظام نه مني، او خپل ځان د اوسني نظام ځایناستی بولي.


ښاغلي احمدي ویلي وو، د افغان دولت مرکچي پلاوی د امیر المومنین له لقب پرته نور داسې یو جوړجاړی غواړي چې ټول طالبان پکې ځانونه او خپلې کورنۍ شامل او خوندي وبولي، خو د امیر المومنین تر لقب لاندې چا ته ټول واک نشي سپارلی.


 په تېرو څو ورځو کې افغان پوځي چارواکو او همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان تور لګولی چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.  


په تېرو څو ورځو کې افغان پوځي چارواکو او همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان تور لګولی چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.‌


جنرال سکاټ مېلر وایي، دوحه کې خبرې ښې روانې دي،‌ خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.‌


همدا راز افغان پوځي چارواکي وایي، طالبان غواړي د تاوتریخوالي په ډېرولو سره د مذاکراتو پر مېز برلاسي شي.


خو ملا خیرالله خیرخوا وایي، تاوتریخوالی په اصل کې د مقابل لوري لخوا ډېر شوی او دوی یوازې د افغان پوځ هوایي بریدونو او چاپو ته غبرګون ښیي.


په قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله په سیمه ییزه کچه د ملاتړ ترلاسه کولو، په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره هم هڅې روانې دي.


ټاکل شوې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.


دغه راز تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي.‌


عمران خان د جمعې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د تیلیفوني‌ خبرو پر مهال افغانستان کې د اوربند ملاتړ څرګند کړی و.

طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.
موادمخدر.jpg

نتایج یک سروی:

کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است

14 ثور 1400
  اداره ملی احصاییه و معلومات و دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) در یک اعلامیه مشترک اعلام کرده‌اند که کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا