په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د تماس ډلې لا هم د طرزالعمل پر سر اختلاف لري او کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.
د دوو خواوو سرچینې وايي، ممکن ژر دا خبرې بې نتیجې پای ته ورسېږي.
یوې سرچینې، چې په قطر کې د روانو خبرو په اړه معلومات لري او د دواړو خواوو له غړیو سره ویني، تاند ته وویل«ډېر احتمال شته چې ژر خبرې یومخ ناکامې پای ته ورسېږي او پلاوي د خبرو له ځایه ووځي.»
خو د دواړو خواوو د پلاوو غړي له رسنیو سره په رسمي خبرو کې لا هم وايي چې هیله لري ژر یوې موافقې ته ورسېږي.
دوی دا خبره هم نه تاییدوي چې ګنې خبرې یې د ناکامېدو په درشل کې دي.
د دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي، طالبان اصرار کوي چې د خبرو په طرزالعمل کې دې ولیکل شي چې د امریکا او طالبانو موافقه به د خبرو اساس وي، حکومتي پلاوي د دې وړاندیز مخالفت وکړ خو په پای کې یې وویل چې د لویې جرګې د پرېکړو او د امریکا او طالبانو د موافقې په رڼا کې به خبرې کوي خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ.
د اختلاف بل مورد دا دی چې که په کومه مسله کې له ستونزې سره مخامخ کېږي نو باید کومې فقې ته مراجعه وشي. دولتي پلاوی وايي، د اسلام هغه اساسات چې ټولې فقې پرې سلا دي او دغه راز نړیوال کنوانسینونه باید په پام کې ونیول شي خو طالبان وايي چې یوازې دې حنفي فقه په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې اصلي او لانجمنې خبرې لا نه دي بیل شوي.
د دواړو خواوو د تماس د ډلو خبرې دوې اوونۍ پخوا پیل شوې او تمه کېده چې طرز العمل او اجنډا به په یوه ورځ کې بشپړه شي.