
د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، د ګلبدین حکمتیار هغه خبره چې د ده په هکله یې ویلي چې ګواکې، ایرانی تابعیت لري، ‘تش دروغ ‘ دي.
د ولسمشرۍ دویم مرستیال دفتر نن جمعه په دې هکله یوه اعلامیه خپره کړې چې ګلبدین حکمتیار یې پکې مخاطب کړی او وايي:
‘‘اوس چې د ټول عمر له وسله والې مبارزې وروسته د اسلامي جمهوریت تر سیوری لاندې راغلی باید جمهوریت ته درناوی وکړي او له نفاق اچولو ډډه وکړي. ‘’
ښاغلي حکمتیار تېره ورځ د افغانستان له ملي ټلویزیون سره یوه مرکه کې پر ښاغلي دانش نیوکې کړې او هغه یې د دوه ګوني تابعیت درلودونکی بللی.
ښاغلی حکمتیار په بامیان ولایت کې د افغانستان د تېر په هکله د ښاغلي دانش څرګندونو ته په اشارې سره وايي:
‘‘ده پښتنو ته سپکاوی کړی، زموږ د ملت مشرانو ته یې سپکاوی کړی، دی چې خپله له مذهبي پلوه پر موروثي امامت باور لري، دی چې دوه تابعیته لری، یو تابعیت یې ایرانی دی، څنګه د سیمې په کچه تر ټولو لوی جمعیت لرونکی قوم کوچنۍ قبیله بولي؟ ‘’
بل لور ته ښاغلی دانش وايي، د کډوالۍ پر مهال یې تل پر خپل افغان تابعیت ویاړلي او هېڅکله یې د ‘نورو په څېر د نورو هېوادونو پر پاسپورټ سفر نه دی کړی. ‘
ګلبدین حکمتیار په شپیتمه لسیزه کې په پاکستان او بیا په اویایمه لسیزه کې په ایران کې ژوند کاوه.
محمد سرور دانش تېره اونۍ بامیان ولایت ته له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډ سفر کې د وینا پر مهال طالبان د افغانستان پخوانیو نظامونو ته ورته ‘استبدادي او او دیکتاتورانه ‘وبلل. نوموړي ویلي و:
‘‘امارت نظامي دی، د خلکو له خوښې او رضا پرته او له رایې پرته د یوه کس پر خوښه متکي دی. دغه نظام له یوه بشپړ دیکتاتوري او استبدادي نظام سره هېڅ توپیر نه لري. ‘’
ښاغلي دانش دغه راز ویلي:
‘‘طالباني نظام د سدوزیو او محمدزیو له سلطنت سره چې د امارت یا سلطنت په نامه یې له ۱۱۲۶ ش تر ۱۹۷۸ ز (۱۳۵۷ ش پورې له ۲۳۰ کالو ډېر پر افغانستان حکومت وکړ، د روح او محتوا له پلوه هېڅ توپیر نه لري. ‘’
د ښاغلي دانش دې څرګندونو په افغانستان کې پراخ او توند غبرګونونه راوپارول.
ډېری کسانو دا د ښاغلي دانش ناسمه پرتله وبلله او د افغانستان تاریخ ته یې سپکاوی وباله.
ښاغلي دانش له خپلې وینا یوه برخه راخیستې چې وايي: ‘‘د یوې قبیلې یوې کوچنۍ ډلې په موروثي، دیکتاتوري او استبدادي ډول پر افغانستان حکومت کړی ‘’ او په وینا یې دا هغه واقعیت دی چې ښاغلي حکمتیار هم څو ځله تکرار کړی دی.
نوموړي دغه راز د ښاغلي حکمتیار هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې وايي ‘‘دی شیعه مذهبه دی او له مذهبي پلوه پر موروثي امامت باور لري، ‘’ ویلي دا څرګندونې د شیعه مذهب په هکله د نوموړي بې خبري ښيي او دغه ډول څرګندونې د اسلام یوه ستر مذهب ته ‘سپکاوی ‘ بللې دي.