د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي په پيژندپاڼو کې د مور نوم لیکل اختیاري دي او په راتلونکي کې هم کومه ستونزه نه زیږوي.
د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي په پیژند پاڼو کې د مور د نوم لیکلو په اړه تخنیکي چارې پیل شوې او وايي هڅه یې دا ده چې د روانې میاشتې په اوږدو کې دغه لړۍ په عملي ډول پیل شي.
د دغې ادارې رییس احمد جاوید رسولي نن یوې خبري غونډې ته وویل، پيژندپاڼه غوښتونکي ته واک ورکړل شوی چې د خپلې مور نوم په تذکره کې ولیکي او کنه.
خو د نوموړي په خبره، د پېژندپاڼې په مالوماتو کې به د مور د نوم لیکلو ځای وي.
په پیژند پاڼه کې د مور نوم لیکل هغه جنجالي موضوع وه چې له شاوخوا درې کلونو هیسې یې د ښځو یو شمېر فعالانو، د پارلمان ځینې غړو او شمېر بنسټونو غوښتنه کوله.
روانه میاشت افغان ولسمشر په پیژندپاڼو کې د مور د نوم لیکلو په تړاو فرمان توشیح کړ او ویلي و چې په تذکرو کې دې د نورو مالوماتو تر څنګ د مور نوم هم ولیکل شي.
نږدې یو میلیون برېښنايي پېژندپاڼې اخیستل شوې دي.
خو دغه بدلون له ځان سره په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګون هم لاره.
ځینو د مور نوم لیکلو هرکلی وکړ، خو نورو بیا ویل یوازې په پیژند پاڼه کې د مور نوم د هغوی حقونه نه شي پر ځای کولی باید اړینو حقونو ته یې پاملرنه وشي.
د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي تر اوسه په ټول هېواد کې له یو میلیون نه زیاتو کسانو ته بریښنايي پیژند پاڼې ویشل شوې او دغه شمېر کې چې د مور نوم نه دی لیکل شوی کومه ستونزه نشته او که څوک یې د لیکلو غوښتنه وکړي حل لار یې شته.
د ادارې مشر احمد جاوید رسولي وايي په ایران کې د پیژند پاڼو د دوو مرکزونو په ګډون په ټول افغانستان کې ۴۷ فعال مرکزونه لري او په پام کې ده چې دا شمېر په هېواد او له هېواده بهر نور هم زیات کړي.
برېښنايي پېژندپاڼه کې پر شخصي مالوماتو سربېره د قوم، ملت او دین ځانګړنې هم درج کېږي.
دې پېژندپاڼه کې د افغان، اسلام او قوم کلیمې درجولو په سر هم جنجال څو کاله اوږد شو او بالاخره پرېکړه وشوه چې پېژندپاڼه کې پر اسلام سربېره د قوم او د ملت نوم(افغان) ولیکل شي.