وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12211
منبع خبر: بي بي سي

تخار او کندوز کې جګړه؛ د ۹ ځواکونو او ۱۷ طالبانو د وژل کېدو دعوه

31 سنبله 1399

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دښت کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.


ځايي سرچینې وايي، جګړه د ولسوالۍ د یو کیلومترۍ په واټن نواباد کلي کې لا هم روانه ده.


تخار کې یوې امنیتي سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته وویل، دې برید کې تراوسه د ملي اردو شپږ سرتېري او درې پولیس وژل شوي او درې پولیس او یو سرتېری هم ټپي دي.


له بلې خوا د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وايي، وسلوالو طالبانو بېګا له څو لورو د کندوز ښار پر دریمه امنیتي حوزه بریدونه وکړل.


د نوموړي په خبره، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۵ طالبان ووژل شول.


هغه زیاتوي چې طالبانو امام صاحب ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو، خو ځوابي برید کې ۱۲ طالبان ووژل شول.


نوموړی وايي، دې بریدونو کې یوازې یو مخلي پولیس ټپي شوی دی.


وسلوالو طالبانو له په دې اړه څه نه دي ویلي.


د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه 


وروستو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مختلفو سیمو کې نښتې او بریدونه کېږي.


پرون کندوز کې ځايي چارواکو ومنله، په هوايي برید کې لسګونه طالبانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جګړې له ټولو ښکېلو لورو بیا د تاوتریخوالي کمول غواړي.


زلمی خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکي، تېرو څو ورځو کې تاوتریخوالی ډېر شوی او له امله یې د ولس په ګډون ډېر افغانان وژل کېږي.


نوموړی دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو ته په اشاره وايي:


“اړینه ده چې ټولې خواوې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي.”


د سولې خبرې 


په دا مهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوحه د سولې مرکچیانو ګډې جرګګۍ د یکشنبې په ورځ هم غونډه درلوده.


د افغانستان د سولې چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دې ناسته کې د سولې مذاکراتو پر کړنلاره بحث وشو او د اختلافي مواردو د حل په برخه کې “پرمختګ” شوی.


‏د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي: “په دې ناسته کې بيا هم د راتلونکو مجالسو د کاري اصولو په اړه بحث وشو. هيله ده چې د پاتې ټکو په اړه ګډ تفاهم رامنځ ته او بعدي ناستې پيل شي.”


اختلافي ټکي 


نږدې لس ورځې مخکې دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې او له هغه راهیسې تراوسه دواړه لوري د خبرو د ایجنډا، چوکاټ او اصولو پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.


ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د اختلاف یو ټکی هم د خبرو بهیر کې حنفي مذهب د بحثونو د اصولو په توګه اساس ټاکل دي.


د افغانستان اساسي قانون سني حنفي او جعفري شیعه د دغه هېواد د رسمي مذهبونو په توګه په رسمیت پېژني.


د افغانستان ډېری وګړي سنیان دي، خو لږکي شیعه مذهبه هم لري.

طالبان امضاء تفاهمنامه.jpg

طالبان:

امریکايي چارواکو سره د سولې بهیر پر چټکوالي وغږېدو

17 حوت 1399
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، طالب مرکچیانو له امریکايي چارواکو سره د سولې د بهیر پر چټکوالي خبرې وکړې.
طالبان سابق.jpg

در آستانۀ فصل تازه طالبان برای ۱۴ ولایت والی معرفی کردند

16 حوت 1399
در آستانۀ فصل تازه که احتمال دارد نبردها شدت بگیرند، کمیسیون نظامی طالبان برای چهار ده ولایت والی و معاون والی، برای هفت ولایت رییس کمیسیون نظامی و برای پنج ولایت دیگر مسؤول قطعه‌های نظامی معرفی کرده…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

محمد اشرف غنی:

انتقال قدرت از طریق انتخابات اصل غیرقابل معامله است

16 حوت 1399
محمد اشرف غنی، رییس جمهور افغانستان تلویحاً با “طرح حکومت مشارکتی” در این کشور مخالفت کرد و گفت که انتقال قدرت از طریق انتخابات “یک اصل غیر قابل معامله است”.
خلیلزاد طالبان کابلی.jpg

زلمي خلیلزاد د ولسمشر بایډن واکمنۍ کې له طالبانو سره خپله لومړۍ ناسته کړې

16 حوت 1399
د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل تر سفر وروسته دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
حکمتیار ۲۴.jpg

حکمتیار:

طالبان در صورت تشکیل حکومت جدید، به آتش‌بس مشروط توافق کنند

16 حوت 1399
گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی از طالبان می‌خواهد که در صورت استفعای حکومت و تشکیل حکومت جدید، به آتش‌بس مشروط توافق کنند.
غنی و عطا.jpg

عطاء محمد نور:

د امریکا نوې طرحه ښه ارزوم ځکه۲۰ کلنه لاسته راوړنه په کې خوندي ده

16 حوت 1399
د افغان ولسمشر د ټاکنو د دورې متحد او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمدنور د زلمي خلیلزاد له خوا وړاندې شوې طرحه ښه ارزوي.

  • افغان ځواکونو کندز کې د طالبانو د شرابو ګدام له منځه وړی

  • 17 حوت 1399
    افغان ځواکونو د کندز ولایت د ښار اړوند “بز قندهاري” سیمه کې د طالبانو په یو مرکز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۸ طالبان وژلي، ۴ یې ټپیان کړي او همداشان یې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو تر څنګ د یادې ډل…

  • افغان ځواکونو ۲ ولایتونو کې ۴۱ طالبان ووژل

  • 17 حوت 1399
     افغان ځواکونو د کندهار او فاریاب په یو شمېر سیمو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۱ طالبان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

  • در حمله طالبان در بلخ 12 نیروی امنیتی جان باختند

  • 17 حوت 1399
    منبع امنیتی خبر دادند که جنگجویان طالبان 12 عضو نیروهای امنیتی را در ولایت شمالی بلخ کشتند.

  • یک پولیس زن در هلمند بر اثر حمله افراد مسلح ناشناس به‌شدت زخمی شد

  • 17 حوت 1399
    مقام‌های محلی در ولایت هلمند تأیید می‌کنند که یک افسر پولیس زن از سوی افراد ناشناسی زخمی شده است.

  • د انعکاس راډیو ټلوېزیون مستعفي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي

  • 17 حوت 1399
    د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرون‌یې له دندې استعفا کړې وه.

  • پیکر جنرال نبی عظیمی از اوزبیکستان به کابل انتقال داده شد

  • 17 حوت 1399
    پیکر جنرال نبی عظیمی، معاون اسبق وزارت دفاع ملی روز شنبه، شانزدهم حوت از اوزبیکستان به کابل انتقال داده شده است.

  • پرونده‌ی سلطان طلای افغانستان روی میز مقام های قضایی تاجیکستان

  • 17 حوت 1399
    پرونده‌ی قاچاق بسته پانزده‌ میلیون دالر وهشتاد کیلوگرام طلای مربوط به معاون نخست مجلس نمایندگان، پس از بررسی‌های دادستانی تاجیکستان روی میز دادگاه این کشور قرار گرفته است.

    امنیتي سرچینې:

  • کندهارکې ماین چاودنې دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 17 حوت 1399
     په کندهار ولایت کې ماین چاودنې یو پولیس وژلی او یو بل یې ټپي  کړی دی.

    امریکا:

  • افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له نویو لارو کار اخلو

  • 17 حوت 1399
    امریکا ویلي دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمايي.

    غني پاکستان ته:

  • خپلواک افغانستان ومنئ

  • 16 حوت 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
     

    1

    2

    3

    4

    5

    6
    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    عبدالله له مک کري سره د سولې د نوې طرحې په هکله خبرې وکړې
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری