
د دوحې بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، جدي هڅې روانې دي چې له طالبانو سره د مذاکراتو د طرزالعمل اختلافي موارد حل شي.
د افغانستان د سولې چارو وزارت خبرپاڼه وايي، د تماس ګډې جرګګۍ نن یکشنبه غونډه لرله چې د سولې مذاکراتو پر کړنلارې يې بحث کړ او وايي د اختلافي مواردو د حل په برخه کې “پرمختګ” شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې خبرو کاري کړنلاره به ډېر ژر بشپړه شي.
دوحه کې د سولې خبرو سره هم مهاله، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړې او تاوتریخوالي په اړه رپوټونه زیات شوي او دواړو خواوو پر یو بل مرګوني بریدونه کړي.
خبرو کې د ځنډ لامل څه دی؟
د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځینو غړو بي بي سي ته ویلي وو، ټاکل شوې وه تېره ورځ د اختلافي مواردو د حل لپاره د دواړو خواوو ترمنځ عمومي ناسته او پریکړه وشي.
خو د یاد پلاوي یو غړی وايي، د دې لپاره چې طالبان په خپلو کې لا ډېر بحث ته اړتیا لري، دا ناسته ونه شوه.
خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، په دې اړه څه نه شي ویلای.
د افغانستان د سولې د وزارت ویانده ناجیه انوري چې په دوحه کې ده وايي، هڅه روانه ده چې اختلافي موارد حل شي.
بله خوا نن له غرمې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاو په خپلو منځو کې ناستې درلودې.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني چې د ناروغۍ له کبله له دغه پلاوي سره نه وه، نن دوحې ته ورغلې او له مذاکراتي ټیم سره یوځای شوې ده.
د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې د اغلې ګیلاني په ګډون څلور مېرمنې شاملې دي چې د ښځو د کمرنګه ګډون له امله یو شمېر خلکو پر دې پلاوي نیوکې کړي.
افغانستان کې جګړې زور اخیستی
په دوحه کې د سولې له خبرو سره هم مهاله، په دې ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړې او تاوتریخوالي په اړه رپوټونه زیات شوي دي.
په کندهار کې یوې سرچینې ادعا کړې چې طالبانو د افغان ځواکونو یوه مرکز ته تونل کېندلی و چې تېره شپه یې پکې چاودنه کړې.
د سرچینې په خبره په دې پېښه کې ۷ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۲۵ نور طالبانو له ځان سر بیولي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی د داسې کوم برید په تړاو رپوټونه ردوي.
ښاغلی بارکزی مني چې طالبانو په تخته پل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې څلور پولیس او درې وسله وال پکې وژل شوي.
خو امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، نفوذي کسانو پر خپلو ملګرو برید کړی او اوه کسان یې وژلي او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړي.
د شنبې پر ورځ هم په پکتیا، پکتیکا، بلخ، نیمروز او کندز کې دواړو خواو پر یو بل مرګوني بریدونه کړي.