وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12194
منبع خبر: آزادي راډیو

د ناټو راپور:

طالبانو مالي او نظامي خپلواکي ترلاسه کړې او یا ورته نږدې شوي

30 سنبله 1399

ناتو در افغانستان.jpg

 د ناټو د یوه محرم او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له لوري د یوه برابر شوي راپور پر بنسټ، د طالبانو پراخېدونکی مالي قوت کولای شي دغه ډله چې له جګړې وروسته افغانستان کې د ونډې لپاره مذاکرات کوي، د نړیوالې ټولنې له فشاره خوندي وساتي.


دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې “طالبانو مالي او پوځي خپلواکي ترلاسه کړې او یا هم ترلاسه کولو ته یې نژدې شوي دي”، دا هغه سناریو ده چې دغه سخت دریځه (افراطي) سني ډله به ورسره وکړای هغه اصلي ژمنې ماتې کړي چې د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا په منځګړیتوب کړې دي.


د ناټو په محرم راپور کې له لوړپوړو طالبانو، افغان چارواکو او بهرنیو کارپوهانو سره د مرکو په استناد راغلي: “مالي خپلواکي به طالبانو ته دا وړتیا ورکړای شي چې د حکومتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو ملاتړ ته له اړېدو پرته، خپله بلواګري په خپله له مالي پلوه سمبال کړي.”


راپور کې راغلي: “دا به له شک پرته، د [القاعده] په شمول له تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې بیمه کړي.”


د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو خپل مالي قوت د مخدره موادو د غیر قانوني سوداګرۍ، د کانونو د غیر قانوني کېندنې او د صادراتو د عوایدو له درکه زیات کړی او په تخمیني توګه یې په تېر مالي کال کې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۰مه پای ته ورسېد، ۱،۶ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.


د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو زیاتېدونکي عواید د دغې ډلې د نوي او ځان غوښتونکي پوځي مشر ملا یعقوب له لوري څارل کېږي، یعقوب د طالبانو مالي مسئولیت هم په غاړه اخیستی دی.


په راپور کې راغلي چې د طالبانو د پخواني معنوي مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب دغه شان هڅه کوي چې د دغې سخت دریځې (افراطي) ډلې مشري ترلاسه کړي.


د ناټو محرم راپور زیاتوي: “د ملا یعقوب هدف ځان بسیاینې ته د افغان طالبانو رسول دي، یعنې د خپل پوځي کنټرول لاندې سیمو کې له بالقوه عوایدو ګټه اخیستل چې وکړای شي بهرني مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ ته له اړتیا پرته عمل وکړي.”


په دغه راپور کې چې خبریالې او څېړونکې لین او داونل چمتو کړی، خبرداری ورکړ شوی چې د طالبانو د مالي قوت پراختیا کولای شي: “دغه ډله له هغو احتمالي فشارونو خوندي کړي چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو د نه پرې کولو په صورت کې پرې راځي.”


د دغه خبرداري په دوام راغلي “تر هغو چې په دې برخه کې نړیوال اقدام کېږي، طالبان به له ثابتې بودجې او د سیمې هېوادونو له ملاتړ سره، د یوه ډېر مالي وسمن سازمان په توګه په خپل ځای پاتې وي.”


راپور دغه شان زیاتوي: “له افغانستانه د امریکا په وتلو او کابل کې واک ته د طالبانو له احتمالي رسېدو سره به د یوه بې ثباته کوونکي ځواک په توګه د دغې ډلې رول نه یوازې په سویلي اسیا، بلکې په ټوله نړۍ کې پياوړی شي.”


د کارپوهانو په باور، که څه هم ملا یعقوب د سولې د هوکړې ملاتړ کوي، خو روښانه نه ده چې د طالبانو په مشرتابه کې به بدلون د سولې پروسه باندې څه اغېز ولري.


د ناټو دغه محرم راپور په خلیجي هېواد قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سپټمبر د ۱۲مې نېټې د رسمي خبرو له پیل مخکې، چمتو شوی و.


د دغې هوکړې پر بنسټ، نړیوال ځواکونه د طالبانو له لوري له تروریزم سره د مبارزې د تضمین، د دایمي اوربند د ژمنې او له افغان حکومت سره واک کې د ګډون بدل کې، د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.


 


ملا یعقوب، تر هغو چې طالبانو د هغه د پلار- ملا عمر مړینه اعلانوله، عملاً یو نا پېژندل شوی کس و.


 


د اطلاعاتو پر بنسټ، ملا عمر دوه کاله مخکې له دې اعلانه په پاکستان کې مړ شوی و.


له هغې وروسته، ملا یعقوب ورو ورو د طالبانو لیکو کې مطرح شو.


دی په هماغه کال وروسته له دې چې د خپل پلار د ځای ناستیتوب هڅو کې ناکام شو، په پیل کې د دغې ډلې مرستیال مشر او په وروستیو کې د پوځي مسئول په توګه په ډېره ځواکمنه دنده وګومارل شو.


ملا یعقوب وتوانېد تر پام وړ کچې د سترو مالي شبکو کنټرول ترلاسه کړي، هغه په ۲۰۱۶ کال کې د دغې ډلې د مشرتابه له تصویب وروسته، د عوایدو د ډېرولو لپاره یوه مالي کمېټه جوړه کړه.


د ناټو په راپور کې راغلي چې د ملا یعقوب په مشرتابه طالبان: “د افغانستان ډکو کاني سیمو ته لېږدېدلي او د دغې ډلې په خپل اعتراف، مالي برخه یې د دوی له تمې پورته کچې ته رسولې ده.”


د عوایدو عمده لارې یې “د مالیاتي لارو چارو ښه کول، له عمده پلورونکو برخې سره د اړیکو له لارې د صادراتي بازارونو جوړول او له ډبرو سکرو او مالګې نیولې د یاقوتو او زمردو په څېر قیمتي ډبرو د بېلابېلو صادراتي اقلامو سوداګري” ده.


د پاکستان په جنوب لویدیځ ښار کوټه کې له مېشتو دریو لوړ پوړو طالبانو سره چې ویل کېږي د دغې ډلې له مالي څانګې سره تړاو لري، د دغه راپور د لیکوالې د مرکو پر بنسټ، له هغه راهیسې چې ملا یعقوب د طالبانو ډلې د مالي چارو مسئولیت اخیستی، دغه ډله توانېدلې خپل عواید له نژدې یو میلیارد ډالرو، ۱٬۶ میلیاردو ډالرو ته زیات کړي.


د ملا یعقوب په څار د ټولو شویو عوایدو لېست چې د طالبانو د غړو له خوا ورکړ شوی ښيي چې دغې اورپکې ډلې تېر مالي کال کې ۴۶۴ میلیونه ډالره د کان کیندنې، ۴۱۶ میلیونه ډالره د مخدره موادو، ۲۴ میلیونه ډالره له بهرنیو هېوادونو او وګړو، ۲۴۰ میلیونه ډالر نور له صادراتو، ۱۶۰ میلیونه ډالره له مالیاتو او ۸۰ میلیونه ډالر د املاکو له درکه ترلاسه کړي دي.


د طالبانو د ۱٬۶ میلیارد ډالري عوایدو خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له ارقامو سره چې په مې میاشت کې اعلام شوي، ورته ده.


کمېټې ویلي چې دغه عواید له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ۱٬۵ میلیارده ډالرو ته زیات شوي دي.


له دې درکه د طالبانو عواید په ۲۰۱۶ کال کې له ۳۵ میلیونه ډالرو په ۲۰۲۰ کال کې ۴۶۴ میلیونه ډالرو ته زیات شوي دي.


د طالبانو له یوه غړي سره د مرکې پر بنسټ، چین او متحده عربي امارات له دغې ډلې د خامو موادو له سترو پېرونکو وو.


د تریاکو غیر قانوني قاچاق د طالبانو د عوایدو یوه بله اصلي سرچینه ده.


د نړۍ ۹۰ سلنه هیروئین د افغانستان سوېل کې د طالبانو له خوندي سیمې، هلمند وادۍ ترلاسه کېږي.


طالبان له کوکنار کرونکو مالیات اخلي، هغوی دغه شان د سیمې هېوادونو ته د مخدره موداو په قاچاق کې چې له هغه ځایه بالاخره اروپا او شمالي امریکا ته رسېږي، ښکېل دي.


اپه دغه راپور کې ملا یعقوب ته د نژدې کسانو د خبرو پر بنسټ راغلي: “د سازمان د مالي چارو د کنټرول او پراختیا لپاره د ملا یعقوب هڅې په دې معنی دي چې طرحې یې کولای شي د دغې ډلې عواید په کال کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي.”


د طالبانو د میلیارد ډالري سوداګریزې امپراتورۍ ترڅنګ، دغې ډلې ته بهرني ملاتړ هم بنسټیز ارزښت لرلی دی.


د ناټو محرم راپور وايي، ملا یعقوب هڅه کوي چې د مالي ځان بساینې له لارې دغه اتکا پای ته ورسوي.


راپور وايي: “طالبانو خپل مالي امکانات یوه خپلواک سیاسي او پوځي بنسټ ته د اوښتو په هیله زیات کړي دي.”


د طالبانو اصلي ملاتړی، پاکستان له اوږدې مودې اورپکو ته په پناه ورکولو او هغوی سره په مرستې تورن دی.


له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ۱۹۹۰مې لسیزې ته ورګرځي، هغه مهال چې اورپکو ته ‎یې وسلې، روزنه او اطلاعات برابرول.


پاکستان له هغو دریو هېوادونو و چې د طالبانو رژیم ‎یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده.


وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو، ګڼ شمېر طالبانو پاکستان ته پناه یووړه.


ناظران وايي، پاکستان په افغانستان کې خپلو اوږدمهالو ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره طالبانو ته د بیمې په سترګه ګوري، چې دا اهداف په کابل کې د یوه پاکستان پلوي حکومت رامنځته کول او د هند د اغېز کابو کول دي چې له کابل سره نژدې اړیکې.


بل ګاونډي هېواد ایران هم تایید کړې چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو ټینګار کوي چې دغه اړیکې یې په افغانستان کې د ایراني اتباعو له خوندیتابه د ډاډمنېدو او د سولې خبرو ته د دغې ډلې د هڅولو په هدف دي.


خو امریکا بیا ایران طالبانو ته د بېلابېلو مرستو په برابرولو تورنوي، هغه تورونه چې ایران تل رد کړي دي.


په هغه راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې خپور شو، د امریکا د دفاعي اطلاعاتو اژانس (ډي،ای،اې) ویلي چې ایران طالبانو ته مالي، سیاسي، روزنیز او تجهیزاتي ملاتړ برابر کړی دی.


روسیې هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې یې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د جنګیالیو د ګډ ګواښ له امله‎ په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي دي، خو امریکا روسیه له طالبانو سره په تسلیحاتي مرسته تورنوي چې مسکو دا تورونه بې‎بنسټه بللي دي.


په تېرو دوو کلونو کې، مسکو د طالب مشرانو او د افغانستان حکومت د سیاسي مخالفینو په وربللو سره، د افغان سولې په اړه د دوو نړیوالو کنفرانسونو کوربه و.


په جولای میاشت کې، امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د روس پوځ یوې اطلاعاتي څانګې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یا نورو ناټو غړو هېوادونو د ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام وړاندیز کړی دی.


مسکو او طالبانو دغه راپورونه چې د ناتایید شویو اطلاعاتي ارزونو پر بنسټ وو، رد کړي دي.


په ورته وخت کې، طالبان له پاکستان، ایران او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په شمول له خلیجي هېوادونو پام وړ مالي ملاتړ ترلاسه کوي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۸ کال یو راپور وايي: “خلیج سیمه لاهم د طالبانو لپاره اړین موقعیت شمېرل کېږي څو د مخدره موادو عواید د افرادو د شبکو، شرکتونو، جوماتونو او مدرسو، دغه‎راز ګڼو خیریه بنسټونو له لارې پرېمینځي (تورې پیسې قانوني یا سپینې کړي).”


د بي بي سي د ۲۰۱۸ کال د یوه راپور پر بنسټ، بهرنۍ مالي مرسته د طالبانو د عوایدو عمده برخه جوړوي او ان ښايي په کال کې ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.


په ۲۰۰۸ کال کې “د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان، سي،ای،اې د یوه محرم راپور” په استناد، طالبانو ۱۰۶ میلیونه ډالره له بهرنیو سرچینو “په ځانګړې توګه له خلیج دولتونو” ترلاسه کړي دي.


د طالبانو د مالي قوت پراختیا د ملا یعقوب له لوري هغه دریځ ته د رسېدو د هڅو یوه برخه ده چې بالاخره به د طالبانو مشرتابه ته په رسېدو کې مرسته ورسره وکړي.


دغه راپور وايي: “ملا یعقوب په ماهرانه او فرصت غوښتونکې توګه په ‘کویډ-۱۹’ د طالب مشرانو د اخته کېدو موضوع پر دغې ډلې د خپل کنټرول د لا پراخولو له پاره کارولې ده.”


د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو مشر ملا هبت‎الله او د دغې ډلې مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج‎الدین حقاني په کورونا ویروس اخته شوي وو.


طالب چارواکي د فارین پالیسي خپرونې هغه راپور چې د طالبانو د نوم پټو سرچینو له قوله جوړ شوی او په‎کې راغلي چې ملا هبت‎الله اخندزاده په ‘کویډ-۱۹’ اخته شوی او احتمالاً له هېواده بهر د درملنې پر مهال مړ شوی دی، ردوي.


د ناټو په محرم راپور کې راغلي: “ملا یعقوب اوس‎مهال پوځي او مالي ځواک دواړه ولکه کړي او که د دغې ډلې د ځینو شوراګانو او مشورتي ټولنو د تمې خلاف دغه وضعیت وساتلی شي، کولای شي د همدې میلادي کال تر پایه رسماً د طالبانو په لوړه مشرۍ ومنل شي.”


د ملا عمر د مشر زوی په توګه د ملا یعقوب مخورتوب هم د جګړې ډګرونو کې د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ د هغه پوړۍ، دریځ، او ځای لوړ کړی دی.


راپور وايي، خو د مشر کېدو لپاره د ملا یعقوب هڅې کولای شي په دغې ډله کې د واک جګړه توده کړي او په ډېر احتمال سره به دغه وضعیت د تاوتریخوالي لامل شي او “د افغانستان له حکومت سره د سولې پروسه به له پامه وغورځوي.”


کارپوهان ملا یعقوب نسبتاً معتدل ځواک ګڼي چې د مذاکراتو له لارې د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی.


دی د ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو ډلې یو بنسټ ایښودونکی او د ملا عمر پخوانی مرستیال دی، له ملاتړه برخه‎من دی.


ملا برادر چې کلونه د پاکستان په یوه زندان کې تېر کړي، د طالبانو سیاسي مشر دی او له امریکا سره په مذاکراتو کې یې د دغې ډلې د سولې د مرکچي پلاوي مشري کوله، هغه مذاکرات چې د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې پیلامه شوه.


خو راپور خبرداری ورکوي چې د ملا عمر له «پخواني ساتونکي» نه یوه ډېر فرصت غوښتونکي او ښایي خورا سخت زړي کس ته د ملا یعقوب اوښتل د نسلي یا سِني بدلون نښه ده.”


د ناټو راپور خبرداری ورکوي، مالي ځان ویساینه به طالبانو ته دا ډاډ ورکړي چې “(بهرنی) فشار پرې اغېز نه شي کولای” او زیاتوي چې جنګیالي کولای شي هغه ژمنې ماتې کړي چې د امریکا محوریت لاندې یې د سولې خبرو کې کړې دي.


له امریکا سره د طالبانو د سولې په هوکړه کې د ژمنو له ډلې، یوه هم دا ده چې د القاعده په شمول ترهګرې ډلې دې د افغانستان خاوره د برید پلانولو له پاره د خوندي پټنځای په توګه ونه‌کاروي.


خو د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جولای میاشتې په یوه راپور کې راغلي، القاعده لا هم له طالبانو سره “نژدې اړیکې” لري او زیاته کړې یې ده چې دغه تروريستي ډله “هره ورځ د طالبانو د هغه ټیټ پوړو غړو ملاتړ او له هغوی سره یوځای کار کوي چې د افغانستان حکومت د کمزورولو مټې یې نغښتې او په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو او لوېدیځو نښو د برید روانه تلوسه لري.”


د ملګرو ملتونو د جون میاشتې یو راپور وايي، القاعده او طالبان “د ملګرتیا، د ګډې مبارزې د مخینې، ایډیالوژیکي خواخوږۍ او خپلمنځي ادغام پر بنسټ نژدې پاتې کېږي.”


راپور زیاتوي چې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال طالبانو له القاعده سره “منظمې سلا مشورې” کولې او هغوی ته‎یې “ضمانتونه ورکړي چې‌ ګډو تاریخي اړیکو ته به درناوي کوي.”


د ناټو محرم راپور دغه‎راز وايي چې طالبانو د القاعده په شمول په نورو سازمانونو کې د خپلو دودیزو متحدینو په همکارۍ چې د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري رسماً تروریستي ډلې پېژندل شوي له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي.


راپور زیاتوي: “طالبانو په خبرو او عمل کې ښکاره ښودلې چې له [القاعده] او نورو جهادي سازمانونو سره د اړیکو شلولو لېوالتیا نه‎لري.”


“لنډه دا چې، افغانستان یو ځل بیا د واک له هغسې تشې سره مخامخېدلی شي چې [القاعده] یې په کارولو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه پر امریکا بریدونه وکړل.”


راپور وايي، د دې لپاره چې افغانستان په “بې‎دولتي حاکمیته خاورې چې تاوتریخجنه جهادپالنه‎یې سیمه او پاتې نړۍ وګواښي” بدل نه‎شي ناټو باید په پیل کې “د طالبانو د ثروت تولیدوونکو فعالیتونو ضد اقدام وکړي.”


راپور دغه‎ راز د اتلانتیک د دواړو غاړو له ائتلاف نه غوښتي چې د طالبانو ټولې څېرې او په هغوی پورې تړلي کسان د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست لیرې نه‎کړي، بلکې هغه سوداګریزې مؤسسې او کسان چې د طالبانو د مالي چارو لپاره اسانتیا برابروي هم په دغو بندیزونو کې شامل کړي او په ورته وخت کې د افغانستان پر غیر قانوني محصولاتو د نړیوالو بندیزونو ملاتړ وکړي.

هلمند.jpg

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی

24 میزان 1399
طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.
ترمپ و طالبان.jpg

طالبان:

هیله لرو ټرمپ ټاکنې وګټي؛ ټرمپ: ستاسو ملاتړ ته اړتیا نه لرم

20 میزان 1399
طالبانو ویلي، د ډونالډ ټرمپ صحي وضعیت ته اندېښمن دي او هیله لري چې د ژر روغېدو تر څنګ راتلونکې ټاکنې هم وګټي؛ خو د سپینې ماڼۍ یو ویاند د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ټرمپ د طالبانو ملاتړ ته…
مسجدی سخنگوی وزارت مالیه.jpg

سخنگوی وزارت مالیه افغانستان در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

سرنوشت موترهای یک کلید دست افغانستان در شورای امنیت تا یک هفته دیگر مشخص خواهد شد.

20 میزان 1399
 وزارت مالیه  افغانستان اعلام کرد که غالبا تا یک هفته  دیگر موضوع صدور یا عدم صدور اسناد به موترهای یک کلید دست  افغانستان در شورای امنیت حل خواهد شد.
انفجار در جلال آباد.jpg

سخنگوی والی ننگرهار:

انفجار موتر بم‌گذاری ‌شده در ننگرهار؛ ۱۵ کشته و ۴۰ زخمی

12 میزان 1399
مقام‌ها در ولایت ننگرهار می‌گویند که در نتیجۀ انفجار موتر بم‌گذاری شده در ولسوالی غنی‌خیل، ۱۵نفر کشته و ۴۰ تن دیگر زخمی شده اند.
بیرق وطالبان.jpg

ملا خیرخواه:

داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي

6 میزان 1399
په دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي،‌ داسې ښکاري چې مقابل لوری (د افغان دولت پلاوی) قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پر…

  • کندز کې امنیتي سرچینه: طالبانو بریدونو کې ۸ سرتېرو ژوند بایللی

  • 27 میزان 1399
    کندز ولایت کې امنیتي سرچینه د ۸ سرتېرو چې په کې سیمه ییز پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شامل دي، له ژوند بایللو خبر ورکوي.

  • گلبدین حکمتیار به پاکستان می‌رود

  • 27 میزان 1399
    مقام‌های پاکستان از سفر گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان به این کشور خبر داده‌اند.

  • د هلمند جګړې اوومه ورځ؛ د نښتو له سیمو ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

  • 27 میزان 1399
    افغان حکومت او امنیتي چارواکي وايي، د جګړې پر اوومه ورځ هم د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو کې او لښکرګاه د لویې اکمالاتي لارې په اوږدو کې جګړه روانه ده.

  • د افغان دولت او طالب پلاوو له یوې میاشتې وروسته دوهمه عمومي ناسته وکړه

  • 24 میزان 1399
    د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ټول غړي د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره غونډې ته سره کېناستل.

    نبیل:

  • طالبان قطر می‌دانند حمله به هلمند توسط طالبانی نزدیک به ایران انجام شده است

  • 24 میزان 1399
    درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی افغان و طالبان چهارشنبه 14 اکتبر در شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند در جنوب افغانستان وارد پنجمین روز شد، اما رحمت‌الله نبیل رئیس سابق امنیت ملی این کشور می‌گوید، طالبان قط…

    پولیس پکتیکا:

  • یک عضو مهم شورای کویته در کمین پولیس کشته شد

  • 24 میزان 1399
    پولیس پکتیکا اعلام کرده است که یک عضو مهم شورای کویته در پی کمین پولیس در ولسوالی جانی‌خیل این ولایت کشته شده است.

    سخنگوی پولیس بدخشان:

  • در ۲۴ ساعت گذشته ۱۳ تابوت نیروهای امنیتی به بدخشان منتقل شده است

  • 24 میزان 1399
    پولیس بدخشان می‌گوید که ۱۳ تابوت متعلق به نیروهای امنیتی در ۲۴ ساعت گذشته به ولایت بدخشان انتقال داده شده است.

  • پولیس کابل در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را بازداشت کرده

  • 24 میزان 1399
    پولیس کابل گفته که در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را در اقدامی پیشگیرانه مرتبط با جرایم جنایی بازداشت کرده، اما شماری از آنان با گرفتن ضمانت رها کرده است.

    یک مقام سازمان ملل:

  • ایمن الظواهری هنوز با طالبان روابط نزدیک دارد

  • 27 میزان 1399

    د افغانستان ټولګټو وزارت:

  • طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي

  • 24 میزان 1399

    اندرابي پولیسو ته:

  • که مجرم مقاومت وکړ، په سر يې وولئ

  • 20 میزان 1399

    حکومت افغانستان:

  • طالبان در دو هفته ۶۵۰ حمله انجام داده اند

  • 12 میزان 1399

    عبدالله عبدالله در گفت‌وگوی ویژه با ۸صبح:

  • از حوزه‌ی جمهوریت باید صدای واحد بلند شود

  • 5 میزان 1399

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری