وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12187
منبع خبر: بي بي سي

کورونا وېروس:

افغانستان ملي عوایدو کې ۱۸ میلیارده افغانۍ زیان کړی

30 سنبله 1399

 افغان دولت سږ کال د کورونا وېروس کړکېچ له امله تر اوسه ۱۸میلیارده افغانۍ په ملي عوایدو کې زیان کړی دی. د دغه هېواد د مالیې وزارت وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او دولتي ادارو له لورې د عامه چوپړونو د درېدو له امله یې دغه زیان کړی دی.


چارواکي وايي چې تېر کال په همدې موده کې یې ۱۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو خو اوس دغه شمېرې ۱۱۵ مییلیارده دي. د مسؤلانو په وینا دغه زیان شوی او جبران یې نا ممکن دی خو د اقتصادي چارو ځینې پوهان وايي چې که حکومت یو لړ اصلاحاتي پروګرامونه پلي کړي، ښايي د دغه زیان کچه راټيټه کړي.


د افغانستان د مالیې وزارت وايي د مالیې د را ټولونې په برخه کې ستونزې، په ګمرکاتو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ټکنۍ کېدو او د حکومتي ادارو د تړل کېدو له امله چې د چوپړونو په بدل کې یې له وګړو پیسې اخیستلې، دغه زیان اوښتی دی.


دغه وزارت د روان مالي کال لپاره د ۲۰۸ ملیارده افغانیو عوایدو راټولولو هدف ټاکلی وو خو د کورونا وېروس د بندیزونو او محدودیتونو له امله اړ شول چې خپله تګلاره بدله کړي او دا هدف یې ۱۷۷ ملیارده افغانیو ته راټیټ کړی دی.


 


د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي چې اوس حالت تر یوه بریده عادي شوي دي خو بیا هم د شوي زیان جبرانول امکان نه لري.


مالیې وزارت د کورونا وېروس د پېښو له راکمېدو او محدودیتونو له پام وړ کمېدو سره هیله من شوی چې د عوایدو راټولولو وضعیت تر یوه بریده عادي شوی دی خو زیاتوي که همدا عادي حالت همداسې هم روان وي، د مالي کار تر پایه به یې ۳۱ میلیارده افغانۍ زیان کړی وي.


افغانستان یو واردونکی هېواد دی او ډېر عواید هم له همدې لارې ترلاسه کوي، خو د کورونا وېروس له خپرېدو سره ګاونډیو هېوادونو ډېره برخه سرحدي سیمې او دروازې بندې کړې.


د مالوماتو له مخې د افغان حکومت عواید په تېرو ۸ کلونو کې کال په کال پورته شوي وو، خو دا ځل د پام وړ کم شوي دي. دغه زیان په تېرو شاوخوا ۶ میاشتو کې افغانستان ته د کورونا وېروس له راتګ سره اوښتی دی.


د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت باید د لیدلي زیان د کچې راټیټولو لپاره په خپلو اقتصادي او مالي پالیسیو کې اصلاحات راولي.


شعیب رحیم وايي چې حکومت باید د سوداګرو، صنعتګرو او خصوصي سکتور ستونزې حل کړي چې تولیدات او عواید ورسره لوړ شي:


“که موږ خپلو سوداګرو ته اسانه او ارزانه لار برابره کړو،‌ زموږ عواید به ورسره لوړ شي او خصوصي سکتور ملاتړ باید وشي.”


 افغانستان یو واردونکی هېواد دی او ډېر عواید هم له همدې لارې ترلاسه کوي، خو د کورونا وېروس له خپرېدو سره ګاونډیو هېوادونو ډېره برخه سرحدي سیمې او دروازې بندې کړې.


د مالیې وزارت وايی چې د ستونزو د کابو کولو لپاره هڅه کوي په ګمرکونو فشار راوړي چې د قاچاق مخه ونیسي، په مالیاتي سیستم کې د فساد مخه ونیسي او هم دولتي ادارې پراخو عامه چوپړونو ته چمتو کړي.


په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره یو شمېر نړیوالو ادارو او ځینو هېوادونو له کورونا وېروس سره د مبارزې او د دغه هېواد د مالي زیان راکمولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.


د ماليې وزارت وايي چې دغه مرستې دومره اړینې وې چې له دې پرته یې په یوازې ځان ټولې اقتصادي ستونزې نشوای حل کولای.


څو ورځې وړاندې د اسیا پرمختیايي بانک اټکل کړی وو چې په روان میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته ټيټه شي.


دغه بانک په خپله کلنۍ ارزونه کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ خپرېدل او روانې سیاسي او امنیتي ننګونې د دغې ځوړتيا عمده لاملونه بللي وو.


 

هلمند.jpg

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی

24 میزان 1399
طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.
ترمپ و طالبان.jpg

طالبان:

هیله لرو ټرمپ ټاکنې وګټي؛ ټرمپ: ستاسو ملاتړ ته اړتیا نه لرم

20 میزان 1399
طالبانو ویلي، د ډونالډ ټرمپ صحي وضعیت ته اندېښمن دي او هیله لري چې د ژر روغېدو تر څنګ راتلونکې ټاکنې هم وګټي؛ خو د سپینې ماڼۍ یو ویاند د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ټرمپ د طالبانو ملاتړ ته…
مسجدی سخنگوی وزارت مالیه.jpg

سخنگوی وزارت مالیه افغانستان در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

سرنوشت موترهای یک کلید دست افغانستان در شورای امنیت تا یک هفته دیگر مشخص خواهد شد.

20 میزان 1399
 وزارت مالیه  افغانستان اعلام کرد که غالبا تا یک هفته  دیگر موضوع صدور یا عدم صدور اسناد به موترهای یک کلید دست  افغانستان در شورای امنیت حل خواهد شد.
انفجار در جلال آباد.jpg

سخنگوی والی ننگرهار:

انفجار موتر بم‌گذاری ‌شده در ننگرهار؛ ۱۵ کشته و ۴۰ زخمی

12 میزان 1399
مقام‌ها در ولایت ننگرهار می‌گویند که در نتیجۀ انفجار موتر بم‌گذاری شده در ولسوالی غنی‌خیل، ۱۵نفر کشته و ۴۰ تن دیگر زخمی شده اند.
بیرق وطالبان.jpg

ملا خیرخواه:

داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي

6 میزان 1399
په دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي،‌ داسې ښکاري چې مقابل لوری (د افغان دولت پلاوی) قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پر…

  • کندز کې امنیتي سرچینه: طالبانو بریدونو کې ۸ سرتېرو ژوند بایللی

  • 27 میزان 1399
    کندز ولایت کې امنیتي سرچینه د ۸ سرتېرو چې په کې سیمه ییز پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شامل دي، له ژوند بایللو خبر ورکوي.

  • گلبدین حکمتیار به پاکستان می‌رود

  • 27 میزان 1399
    مقام‌های پاکستان از سفر گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان به این کشور خبر داده‌اند.

  • د هلمند جګړې اوومه ورځ؛ د نښتو له سیمو ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

  • 27 میزان 1399
    افغان حکومت او امنیتي چارواکي وايي، د جګړې پر اوومه ورځ هم د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو کې او لښکرګاه د لویې اکمالاتي لارې په اوږدو کې جګړه روانه ده.

  • د افغان دولت او طالب پلاوو له یوې میاشتې وروسته دوهمه عمومي ناسته وکړه

  • 24 میزان 1399
    د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ټول غړي د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره غونډې ته سره کېناستل.

    نبیل:

  • طالبان قطر می‌دانند حمله به هلمند توسط طالبانی نزدیک به ایران انجام شده است

  • 24 میزان 1399
    درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی افغان و طالبان چهارشنبه 14 اکتبر در شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند در جنوب افغانستان وارد پنجمین روز شد، اما رحمت‌الله نبیل رئیس سابق امنیت ملی این کشور می‌گوید، طالبان قط…

    پولیس پکتیکا:

  • یک عضو مهم شورای کویته در کمین پولیس کشته شد

  • 24 میزان 1399
    پولیس پکتیکا اعلام کرده است که یک عضو مهم شورای کویته در پی کمین پولیس در ولسوالی جانی‌خیل این ولایت کشته شده است.

    سخنگوی پولیس بدخشان:

  • در ۲۴ ساعت گذشته ۱۳ تابوت نیروهای امنیتی به بدخشان منتقل شده است

  • 24 میزان 1399
    پولیس بدخشان می‌گوید که ۱۳ تابوت متعلق به نیروهای امنیتی در ۲۴ ساعت گذشته به ولایت بدخشان انتقال داده شده است.

  • پولیس کابل در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را بازداشت کرده

  • 24 میزان 1399
    پولیس کابل گفته که در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را در اقدامی پیشگیرانه مرتبط با جرایم جنایی بازداشت کرده، اما شماری از آنان با گرفتن ضمانت رها کرده است.

    یک مقام سازمان ملل:

  • ایمن الظواهری هنوز با طالبان روابط نزدیک دارد

  • 27 میزان 1399

    د افغانستان ټولګټو وزارت:

  • طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي

  • 24 میزان 1399

    اندرابي پولیسو ته:

  • که مجرم مقاومت وکړ، په سر يې وولئ

  • 20 میزان 1399

    حکومت افغانستان:

  • طالبان در دو هفته ۶۵۰ حمله انجام داده اند

  • 12 میزان 1399

    عبدالله عبدالله در گفت‌وگوی ویژه با ۸صبح:

  • از حوزه‌ی جمهوریت باید صدای واحد بلند شود

  • 5 میزان 1399

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری