وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12148
منبع خبر: آزادي راډیو

ارګ:

د ځینو طالبانو د خوشې کولو په هدف خبرې دوام لري

28 اسد 1399

قطر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیست غونډې لپاره د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړې ده.


عبدالله عبدالله ته یو شمېر نږدې کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د دې غونډې لپاره د شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته هم د ګډون بلنې ورکړل شوي دي.


 د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وایي قطر د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډې ته عبدالله عبدالله هم د مېلمه په توګه بللی دی.


له دې ډلې د ملي مصالحې د رهبري شورا غړی او د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډيو ته وویل په دې ناسته کې به د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.


هغه زیاته کړه: “هغه ( عبدالله عبدالله ) د قطر لخوا دعوت دی، د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم په دې پرانیست غونډه کې ګډون کوي، نو په دغه سلسله کې یې عبدالله عبدالله هم غوښتی دی، د دې غوښتنې په اساس ده په دې اړه موږ سره هم مشوره وکړه، د هغه ( عبدالله عبدالله) دغه سفر د یو مېلمه په توګه دی نه د افغان مذاکراتي پلاوي د مشرۍ په توګه.”


یو شمېر نورو سرچینو ازادي راډيو ته وویل تر دې دمه ښاغلي عبدالله د بین لافغاني مذاکراتو د پرانستې په غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.


دا په داسې حال کې ده چې لا هم د بین الافغاني مذاکراتو نېټه نه ده معلومه شوې، او لامل یې هم ظاهراً د څلور سوه هغو لانجمنو طالب بندیانو مسئله ده چې د افغان حکومت په خبره د درنو جرمونو دوسیې لري، خو د دوی د خلاصون په اړه د ولسمشر د فرمان له مخې له ډلې یې تر دې دمه یوازې ۸۰ کسان ازاد شوي دي.


طالبانو وړاندې ازادي راډيو ته وویلي چې د دوی له لوري د دغو مذاکراتو لپاره اجنډا بشپړه شوې او تر هغه به د مذاکراتو مېزلاړ نه شي تر کومه چې په خبره دا ټول څلور سوه بندیان یې افغان حکومت ازاد کړي نه وي.


 په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو وویل چې د دوی له لوري د اجنډ لوی ټکی په افغانستان کې د ټول شموله اسلامي نظام رامنځته کول دي.


خو افغان حکومت وایي د دغو بندیانو له ډلې چې د شپږو په اړه یې استرلیا او فرانسې د خوشې کولو مخالف یې کړی د حل لارې په لټه کې دي.


 د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: “دغه لېست یو ستونزمن لېست دی، په دې هغه مجرمین شته چې نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي دي نو د دغو شپږ که اوو کسانو مجرمینو په اړه چې زموږ متحدین یې د خوشې کولو په اړه ملاحظات لري او د افغان حکومت سره یې په رسمي ډول شریک کړي، نو د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې کار کوي چې څنګه وکولای شو دغه ستونزه حل کړو.”


هڅه مو وکړه عبدالله عبدالله ته د قطر د بلنې او دا چې ایا په د دغو مذاکراتو په پرانیست غونډه کې به نور افغان چارواکي هم ګډون وکړي که نه؟ د صدیق صدیقي ځواب هم ولرو.


نوموړي وویل چې په دې اړه خبرې کول لا وخته دی.


خو په واشنګټن د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزی بیا وایي چې افغان چارواکو ته د مېلمه په توګه بلل په دې معنا دي چې دا مذاکرات د افغانانو په مالکیت نه ترسره کېږي.


هغه زیاتوي: “له بده مرغه دا مذاکرات کاملا د افغانانو په مالکیت نه دي که چېرې داسې وای، نو دا مذاکرات به دومره نه ځنډېدل، نوي ـ نوي فرمایشونه به په کې نه ورکول کېدل او لا هم دا موضوع د نورو په فرمایشو مخکې ځي او د حکومت په ګډون افغانان په کې یوازې یوه سمبولیکه ونډه لري.”


ښاغلی احمدزی وایي امریکا ته په کار ده چې اوس د مذاکراتو په مقابل لوري فشار راولي او دا ومني چې په خبره نوره د سولې پروسه داسې پړاو ته رسېدلې چې باید د افغانانو په خپلمنځۍ خبرو مخته لاړه شي.

کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.
موادمخدر.jpg

نتایج یک سروی:

کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است

14 ثور 1400
  اداره ملی احصاییه و معلومات و دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) در یک اعلامیه مشترک اعلام کرده‌اند که کشت کوکنار در افغانستان ۳۷ درصد افزایش یافته است.
خلیلزاد طالبان کابلی.jpg

گفتگوهای طالبان و امریکابرای پایان روند خروج نیروها تا ماه جولای

14 ثور 1400
طالبان و امریکاییان دربارۀ پایان روند خروج نیروهای امریکایی از افغانستان تا اوایل ماه جولای در حال بحث هستند.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2345

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا