
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مني چې د سې شنبې په ورځ( د اګسټ ۱۹) د دغه هېواد پلازمېنې کابل ښار په مختلفو سیمو کې څو راکټونه وغورځېدل.
دا راکټي بریدونه په داسې مهال دي چې افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزه لمانځي.
دا راکټونه تر ډېره ارګ ته څېرمه زړو مکرویانو او شاوخوا سیمه کې غورځېدلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي: “شاوخوا ۹:۳۰ دقیقې ۸ او ۱۷ حوزه کې له دوو ګړنیدو موټرو ۱۴راکټونه توغول شوي دي.”
د نوموړي په خبره، دا راکټونه د اولې، دویمې، لسمې، شپاړسمې او نهمې حوزې په لور توغول شوي او پر استوګنیزو سیمو غورځېدلي دي.
ښاغلی ارین زیاتوي، دې پېښه کې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون لس ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
نوموړی دا هم وايي، چې د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان اولسمه حوزه کې نیول شوي دي.
د کابل ښار زړو مکرویانو یوې اوسېدونکې د بي بي سي خبریالې نجما ځلا ته ویلي د دوی د بلاک مخ ته دوه راکټونه غورځېدلي چې له امله یې د ګاډو او کورونو شیشې ماتې شوې دي.
یوه بل کس خواله رسنیو کې لیکلي چې مکرویانو کې توغندي پر ګاډي غورځېدلي دي.
ویل کېږي له دې پېښې تراوسه درې ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دې راکټونو د توغولو مسوولیت نه دی منلی.
له دې مخکې او د تېر مارچ پر نهمه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړې مراسمو سیمې ته نږدې کې هم د راکټونو غږ واورېدل شو.
د دې توغندیو اوازونو سره د لومړې مراسمو له غونډې بهرني مېلمانه ووتل.
د ځايي رسنیو په خبره، هغه راکټونه په موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي وو.