وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12141
منبع خبر: بي بي سي

د عامې روغتیا وزارت:

د کورونا مثبتې پېښې کمې شوې، روغتیا پالان کموو

26 اسد 1399

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په وروستيو څو اوونيو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر د پام وړ کم شوی دی او په خبره يې د ناروغانو شمېر ته په کتو د روغتیايي کارکوونکو شمېر کموي.


دغه وزارت وايي، له همدې کبله يې کووېډ-۱۹ ته ځينې ځانګړي شوي روغتونونه تړلي او د نورو د بندولو په تکل دي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن یکشنبې (زمری ۲۶/ اګست ۱۶) په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، “په کابل او ولایتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغان ډېر کم شوي دي. موږ په ځينو روغتونونو کې څلور یا پنځه او په ځينو کې ۳۰ یا ۴۰ ناروغان لرو. خو په ټوله کې اوس د کوویډ-۱۹ بسترونو شمېر ډېر کم شوی دی”.


 ښاغلی سمسور وايي، د ناروغانو او د کورونا وېروس د مثبتو پېښو د شمېر په کمېدو سره دغه وزارت اړ شوی چې په یو شمېر ولایتونو کې ځينې هغه روغتونونه وتړي چې د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړي شوي وو.


 کابل کې د افغان-جاپان کارکوونکو شمېر له پنځو سوو شاوخوا ۲۵۰ ته راکم کړای شو او ښايي نور هم کم شي.


د ده په وینا، په هرات کې ان یوه روغتون ته په وروستيو ورځو کې پر کورونا وېروس اخته هېڅ ناروغ نه دی ورغلی.


“په هرات کې مو ۳۰۰ بستريز روغتون درلود خو په وروستیو څو اوونيو کې هېڅ ناروغ نه دی ورغلی، پلان ونيول شو چې په هرات کې هماغه دوه روغتونونه بس دي، نورو ته اړتیا نشته. غوریاني روغتون ځکه وتړل شو چې د اضافي لګښت مخه ونیول شي”.


د یادولو ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۵۹۹ ته رسېدلی چې له کبله يې ۱۳۷۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۲۷ زره بېرته جوړ شوي دي.


“روغتیايي کارکوونکي کموو”


 په تورغونډې او آقینې بندر کې نوي لابراتوارونه پرانستل شوي دي


د عامې روغتیا وزارت وايي، تر کابل پرته به په نورو ټولو ولایتونو کې د کورونا اړوند روغتیايي چارې ځينې موسسې سمبالوي.


د وزارت مسوولان وايي، داسې ځکه کوي چې د روغتیا نړيوال سازمان له لوري له افغانستان سره مرسته شوې پېسې اختیاري نه دي او باید د “تطبيق کوونکو” له لوري ولګول شي.


ویاند یې، اکمل سمسور وايي له دغو موسسو سره په ګډه پر یوه پلان کار کوي چې پر بنسټ يې د کورونا اړوند روغتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو شمېر کم کړای شي.


د ده په وینا، له همدې کبله په کابل کې د کوویډ-۱۹ ځانګړي روغتون افغان-جاپان کارکوونکو شمېر له پنځو سوو شاوخوا ۲۵۰ ته راکم کړای شو او ښايي نور هم کم شي.


دغه وزارت که یو خوا پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته کسانو لپاره د ځينو ځانګړو شویو روغتونونو د تړلو خبره کوي نو بلخوا وايي چې د کورونا وېروس د معاینه کولو لابراتوارونو شمېر يې ډېر کړی دی.


د ښاغلي سمسور په خبره، دوه نوي لابراتوارونه د هرات په تورغونډي او د فاریاب په اقینې بندر کې جوړ شوي دي، “هلته د پي سي ار لابراتوار ته اړتیا وه چې له دغو بندرونو تګ راتګ کوونکي تجاران او مسافر معاینه شي”.


په جلال آباد ښار کې د خپلواکۍ جشن ته چمتوالی، چارواکي وايي د جشن او محرم پرمهال ټولنیز واټن وساتئ


د ښاغلي سمسور په خبره، مخکې په ټول افغانستان کې اته خصوصي لابراتوارونه وو چې د کورونا د ټېسټ یا ازموینې اجازه يې درلوده خو اوس يې دوو نورو خصوصي لابراتوارونو ته هم اجازه ورکړې ده.


دی وايي، اوس له ټولټال ۲۲ لابراتوارونو لس يې خصوصي او نور دولتي لابراتوارونه دي چې د کورونا وېروس معاینه پکې کېدلی شي.


دغه وزارت وايي، د کورونا وېروس د دویمې احتمالي څپې لپاره يې چمتوالی نیولی او د دې لپاره چې که ژمي او مني کې د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو شي نو دوی باید په مرکزونو او لرو پرتو سيمو کې ځينې بېړنۍ اسانتیاوې ولري.


اکمل سمسور وايي، په دې نیت يې په تېرو دوو اوونیو کې د اکسیجن د تولید ۵۶۰ دستګاوې د افغانستان ۱۳ ولایتونو ته لېږلې دي او نورو ته يې هم د لېږلو چاره روانه ده.


د خپلواکۍ او محرم نمانځنې کې دې ګڼه ګوڼه نه جوړېږي:


د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان لا هم له خطر سره مخ دی او که خلک پام ونه کړي نو ښايي بېرته د کورونا وېروس نوې څپه خپره شي.


وزارت له خلکو د افغانستان د خپلواکۍ ورځې او د محرم له رانږدېدې کېدو سره غوښتي چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي او روغتیايي لارو چارو ته دې پام وکړي.


د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې د مثبتو پېښو کچه ۱۵ سلنه وه او دغه وزارت غواړي دا کچه پنځو او بیا صفر ته راټيټه کړي.


خو وزارت وايي، که د خلکو همکاري او د وزارت له لوري وړاندیز شویو روغتیايي سپارښتنو ته پام ونشي، دې موخې ته رسېدل ناشوني دي.

فرزند احمدشاه مسعود.jpg

فرزند احمد شاه مسعود:

اگر طالبان صلح نکنند مجاهدین به اقدام نظامی آماده‌اند

15 ثور 1400
احمد مسعود، فرزند احمد شاه مسعود می‌گوید که اگر طالبان از گفت‌وگوهای صلح سر باز بزنند، مجاهدین برای اقدام نظامی آماده استند.
طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

        

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا