وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12124
منبع خبر: آزادي راډیو

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

18 اسد 1399

 د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه مشره وايي، مشورتي لویه جرګه افغانستان ته واقعي سوله هغه وخت راوستلی شي، چې لومړی عدالت تامین شي.


د وسله والو طالبانو د شا و خوا ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پر «احتمال» د بشري حقونو ځینو سازمانونو اندېښنه ښوولې ده.


حکومت ویلي دغه بندیان درنې جرمي دوسیې لري، چې پر خوشې کېدو به یې د مشورتي لویې جرګې رابلل شوي برخوال پرېکړه کوي.


ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه د جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل، طالبانو ورته ویلي چې د پاتې ۴۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به په درېیو ورځو کې د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.


خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیاله وايي فکر نه کوي دغه جرګه به وکړای شي د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره افغانستان ته سوله راوستلی شي.


مېرمن پاتریشیا ګاسمن پرون ازادۍ راډیو ته وویل، په کار ده تر سولې مخکې عدالت تامین شي.


ګاسمن زیاته کړه: “هغسې چې په دوحه کې شوې موافقه نه ده توانېدلې سوله راولي، لویه جرګه هم افغانستان ته سوله نه شي راوستلای، په افغانستان کې جګړه د سرغړونو له کبله توده شوې ده، خلکو په دې جګړه کې خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي، ځمکې یې غصب شوي، دوی- هم د طالبانو او هم د حکومت له ملاتړه د برخمنو ملېشو له ناوړه استفادې کړېدلي دي، د ښاغلي اتمر په څېر سیاستوالو اوس د قدرت لپاره د ملاتړ جلبولو په هدف د بشري حقونو لپاره خپل غږ پورته کړی، خو کله چې دوی په قدرت کې وو، د بشري حقونو لپاره څه کړي دي؟ کله چې ښاغلی سیاف په جرګه کې مهم ځای ولري، موږ به څنګه له دې لویې جرګې بشري حقونو ته د درناوي تمه وکړو؟ د بشري حقونو درناوی چې سولې ته لاره اواروي ثابت تعهد، عدالت او حساب کتاب ته اړتیا لري.”


د افغانستان حکومت تمه لري چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۰۰۰ ته ورسېږي او له دې سره به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرو ته زمینه برابره شي.


د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، د شوې موافقې له مخې حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او طالبانو د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.


خو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو موضوع وروسته له هغې لانجمنه شوه، چې حکومت وویل دغه بندیان جرمي او حق العبدي دوسیې لري. دې موضوع د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو مخه هم نیولې ده.


د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما سمر پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د جګړې له قربانیانو سره د سلا مشورې غوښتنه وکړه.


سمر وویل: “ځینې دغه کسان چې په قتل او نورو مواردو تورن دي، دا یوه حق العبدي موضوع ده، بل شخص حق العبدي یا د قربانیانو حقونه نه شي بخښلای، هیله من یو په دې برخه کې یوه حللار پیدا شي او خپله له قربانیانو سره سلا مشوره وشي.”


په مشورتي لویه جرګه کې چې د ۷۲۰ مېرمنو په ګډون ۳۲۰۰ کسان په کې برخه لري او مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو او د سولې پر موضوع بحثونه سبا یکشنبه هم دوام کوي.


طالبانو په پیل کې د دې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو مخالفت کړی و، خو د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: “څلورسوه طالب بندیان باید د مستقیمو خبرو د ژر پیل لپاره د دې جرګې له جوړېدو پرته خوشې شوي وای.”


ولسمشر غني ویلي چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو درناوی به کوي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مشورتي لویه جرګه د سولې لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.


ځینو نورو سازمانونو او هېوادونو هم د دې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې وکړای شي افغانستان ته د سولې راوستلو امکان برابر کړي.

ترمپ و طالبان.jpg

ټرمپ:

امریکا د افغان جګړې پر ختمولو کار کوي؛ ډېر ژر به پوځیان وباسو

1 میزان 1399
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموول بوخت دی.‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ ډېر ژر به له افغانستانه خپل…
کابل ۲۲.jpg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ :

چین کابل ښار کې د استوګنې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړوي

1 میزان 1399
 د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او یوه چینايي شرکت ترمنځ په کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون لاسلیک شو.
اشرف غنی.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي

1 میزان 1399
 د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.
اشرف غنی و بیرق.jpg

طالبانو د افغان ولسمشر د مرستیالانو پر څرګندونو نېوکې کړې دي

1 میزان 1399
د طالبانو د واکمنۍ په اړه د ولسمشر غني د دواړو مرستیالانو سرور دانش او امرالله صالح له څرګندونو وروسته دې ډلې ویلي چې د دواړو خبرې د دوی د واکمنۍ پرمهال د نظام پر ضد “ناسم پروپاګند” دی.
طالبان جنگ.jpg

چارواکي:

پنجشېر کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

1 میزان 1399
د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت د عنابه ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
پاکستان چمن دروازه.jpg

تحلیلگر پاکستانی:

پاکستان خواستار اقتدار دوبارۀ طالبان در افغانستان است

31 سنبله 1399
اسفندیار میر، پژوهشگر پاکستانی در پوهنتون استنفورد ایالات متحده می‌گوید که رویکرد پاکستان نسبت به افغانستان تغییر نکرده است و به باور وی، پاکستان هنوزهم می‌خواهد که از طریق مذاکرات صلح، طالبان در افغ…

  • سعودي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي

  • 1 میزان 1399
    سعودي عربستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې پروسې چې د تاوتریخوالي کمېدو لامل کیږي ملاتړ کوي.

  • جنگ‌ در شش ولایت؛ '۳۰ نظامی افغان و ده‌ها جنگجوی طالبان کشته شدند'

  • 1 میزان 1399
    مقام‌های امنیتی افغان از تشدید حملات طالبان در برخی از ولایت‌ها خبر داده و گفته اند که در این درگیری‌ها به دو طرف تلفات سنگین وارد شده است.

    مقام‌ها:

  • ۲۳ سرباز افغان در ارزگان کشته شده اند

  • 1 میزان 1399
    مقام‌ها در ارزگان از کشته شدن ۲۳ سرباز افغان خبر داده اند.

    مقامات محلی :

  • ادامه درگیری‌ها در کندز؛ ۱۷ جنگ‌جوی طالبان در نبرد با نیروهای امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    مقامات محلی ولایت کندز می‌گویند، در نتیجه درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی و گروه طالبان در این ولایت، ۱۷ جنگ‌جوی این گروه کشته شدند.

    معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان:

  • صادرات از طریق دهلیز هوایی افغانستان به حالت عادی برگشته است

  • 31 سنبله 1399
    اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان گفته که پس از قرنطین دوران کرونا، صادرات از طریق دهلیز هوایی دوباره به حالت عادی برگشته است.

  • تخار او کندوز کې جګړه؛ د ۹ ځواکونو او ۱۷ طالبانو د وژل کېدو دعوه

  • 31 سنبله 1399
    د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دښت کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

    د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • کابل کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 31 سنبله 1399
    د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، نن سهار د کابل ښار په اتمې او پنځمې امنیتي حوزو کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

    رییس شورای ولایتی بادغیس:

  • پنج کشته در نتیجه‌ی درگیری نیروهای امنیتی و طالبان در بادغیس

  • 31 سنبله 1399
    به دنبال درگیری میان نیروهای امنیتی و طالبان در ولایت بادغیس، پنج‌ تن کشته و چهار تن دیگر زخمی شده‌اند. به گفته‌ی مقام‌های محلی بادغیس، این درگیری بامداد یک‌شنبه، سی‌ام سنبله، در ولسوالی جوند این ولا…

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399
    در حالی که گفتگوها میان هیات‌های مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان در قطر روی اصول رفتاری گفتگوهای صلح جریان دارد، وزارت اطلاعات و فرهنگ و فعالان رسانه‌یی از واضح نبودن جایگاه رسانه‌…

    د پاکستان پوځ:

  • له افغانستانه په ډزو کې مو یو سرتېری وژل شوی

  • 2 میزان 1399
    د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې په ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

    کورنیو چارو وزارت:

  • تیرو شپږو میاشتو کې طالبانو ۳۵۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 1 میزان 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    ناتو:

  • مذاکرات صلح فرصت تاریخی برای ختم جنگ در افغانستان است

  • 1 میزان 1399
    ستیفانو پونتیکورو ،نمایندۀ ارشد ملکی ناتو در افغانستان ابراز امیدواری کرده که مردم این کشور به صلح دست یابند.

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    منابع امنیتی در ولایت‌های تخار و کاپیسا تأیید می‌کنند که ۱۸ نیروی امنیتی در پی حمله جنگ‌جویان طالبان در این دو ولایت کشته شده‌اند.

    د غزنې اوسېدونکي:

  • ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

  • 29 سنبله 1399

    د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست :

  • کابل او لغمان کې د انتحاري حملې مخه ونیول شوه

  • 27 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19
    20212223

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری