
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت ته وسپاري.
د مشورتي لویې جرګې کابو پنځوسو کاري کمېټو تېر ماښام د خپلې لومړنۍ کاري ورځې بهیر پای ته ورساوه.
د دغو کمېټو غړو خپل راپور تېره ورځ شریک کړ.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د مشورتي لویې جرګې غړی ضیاءالحق امرخېل وايي کمېټو د هغو څلور سوه طالب زندانیانو پر سر چې په ازادېدو یې جنجال دی، مشورې او بحثونه وکړل.
په کابل کې مو همکار سیر کاکړ له ښاغلي امرخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې د جرګې لومړۍ ورځ څه ډول تېره شوه او کارونه یې د اجنډا سره برابر و او که نه؟
ښاغلي امرخېل وویل، نن شنبه به د جرګې ګډونوال خپل اصلي بحثونه پای ته ورسوي او مالومه نه ده چې جرګه به پر دویمه ورځ پای ته ورسېږي او که درېیمې ورځې ته به وغځېږي.
دی وايي، نن به په ۵۰ کمېټو کې د جرګې غړي د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه او پر بېلابېلو مسلو بحث کوي او خپل نظر به له افغان حکومت سره شریک کړي.
په دې بحثونو کې به جرګه وال له طالبانو سره د افغان حکومت د راتلونکې مخامخ کتنې او د خلکو غوښتنې شریکوي.
دا جرګه چې د افغانستان له بېلابېلو برخو ۳۲۰۰ کسانو ګډون پکې کړی، تېره ورځ (جمعه اګسټ ۷مه) پیل شوه چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو یا بند کې ساتلو په اړه سلا مشوره او پرېکړه وکړي.
“دا لوی تصمیمونه دي چې باید ملت ته په کې مراجعه وشي او د هغوی نظر ته لبیک وویل شي. داسې جرګې همېشه په خير وې. د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره مو بحث درلود، ټولو د افغانستان په مشرتوب د سولې هڅو ملاتړ کړی دی.”
ښاغلي غني جرګه والو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې ده چې که یې پاتې بندیان خوشي شي نو راتلونکو دریو ورځو کې به حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي د غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې ‘‘د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استازولي کولای شي.”
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغان سولې په تړانو د همکارۍ غځولو او د سیمه ییز ټیکاو د ملاتړ د اهمیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی وايي، موږ د خپلو ګډو موخو او شراکت د ډېرولو په لټه کې یو.