وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12107
منبع خبر: بي بي سي

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399

لویه جرگه 1.jpg

کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.


د مشورتي لویې جرګې ګډونوال پر ۵۰ کمېټو وېشل شوي چې د طالبانو د پاتې غړو د خلاصون په اړه به پر بېلابېلو مسلو بحث کوي، مازدیګر ته به د کمېټو مشران خپل رپوټونه وړاندې کوي او تر ماښام ناوخته به بحثونه کوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې په پرانیستغونډه کې وویل:


“دا لوی تصمیمونه دي چې باید ملت ته په کې مراجعه وشي او د هغوی نظر ته لبیک وویل شي. داسې جرګې همېشه په خير وې. د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره مو بحث درلود، ټولو د افغانستان په مشرتوب د سولې هڅو ملاتړ کړی دی.”


د مشورتي لویې جرګې او مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل،‌ په اجماع سره به یوه پرېکړه کېږي:


‘‘ستاسې مشوره حیاتي ده او زه یقین لرم چې ستاسې جمعي تصمیم به تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ښه لارښود وي. ‘’


بل لور ته وسلوالو طالبانو ویلي، مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د افغان ولس استازیتوب هم نه کوي.


طالبانو د یادې جرګې له جوړېدو سره د پارلمان مخالفت ته هم اشاره کړې او د ولسمشر نننیو څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو ویلي د نننۍ غونډې په اړه یوځل بیا تکراروي چې، ‘‘د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه جرګې راغوښتل او بیا له هغې نه د افغان ولس د هیلو خلاف استفاده کول؛ نه د ملت درد دوا کولای شي او نه داسي جرګه د ملت استازولي کولای شي.”


د امریکا متحدو ایالتونو د دې جرګې د جوړېدو هرکلی کړی او وايي تمه یې دا ده چې جرګه د بندیانو برخلیک مالوم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشورتي لویې جرګې ته په خپله وینا کې د امریکا د هغې اعلامیې هرکلی وکړ چې د نننۍ مشورتي لویې جرګې په اړه یې خپره کړې.


بل لور ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی رونالډ کوبیا وايي، اروپایي ټولنه د بین الافغاني او ټول شموله خبرو ملاتړ او ورسره مرسته کوي:


‘‘دغه لویه جرګه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ښکارندویي کوي. موږ هیله لرو چې دغه ټولې خبرې او بحثونه به د ملي ګټو دفاع وکړي او د سولې په اړه به هم خبرې اترې په کې وشي. ‘’


په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان سولې بهیر کې باید قربانیانو ته پام وشي.


دغه سازمان زیاتوي، تر ټولو ډېر افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري خو سوله کې باید جنګي او بشر ضد جرمونه هېر نه کړل شي.


د سولې مشورتي جرګې په پرانیستغونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پرمهال، د پارلمان وکیله بلقیس روشن د جرګې په تالار ک‍ې له دې شعار سره چې “طالبانو ته باج مه ورکوئ” راپورته شوه خو تالار کې د یوې ګډونوالې له فزیکي غبرګون سره مخ شوه او له تالاره وويستل شوه.


اغلې روشن له تالاره تر وتلو وروسته بي بي سي ته وویل، دا ډول جرګې د کړېدلو افغانانو درد نه شي دوا کولی.‌


طالبانو له مشورتي لویې جرګې سره مخالفت کړی


د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر خواله رسنیو هغه پوښتنلیک خپور کړی چې ویل کېږي نن جمعه کابل کې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته ور سپارل شوی او د بحث لپاره دوه پوښتنې ورته وړاندې شوې دي.


په لومړۍ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.


د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي‌ ورکړی شوي دي. لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي‌ شي‌ او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.


خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.


په دویمه پوښتنه کې راغلي‌ چې که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي، او له دې مذاکراتو څه تمه لري.


د مشورتي لویې جرګې جوړوونکي کمېسیون مشر محمد معصوم ستانکزی د جرګې پرانیستغونډه کې وویل، د تېرې جرګې د سلا مشورو په دوام بیا ملت سره په دې مهمې مسلې مشوره کېږي.


‘‘تر ننه ۳۲۰۰ کسان له ۳۴ ولایتونو رارسېدلي دي، چې ۷۲۰ په کې مېرمنې دي او ۲۵ کټګوریو وېشل شوي او ګډون يې کړی. د پارلمان دواړو شوراګانو، عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو… ګډون کړی. ‘’


ده وویل، دا جرګه ډېر ژر باید جوړه شوې وای، یانې څلورو پنځو ورځو کې او تنظیم شوې وای چې په ډېرو سختو هڅو مو ممکنه کړه.


نوموړي زیاته کړه، امنیتي تدابیر کلک دي او کابل مېشتي دې بښنه کوي چې د لارو بندښت سره په عذاب شوي.

ترمپ و طالبان.jpg

ټرمپ:

امریکا د افغان جګړې پر ختمولو کار کوي؛ ډېر ژر به پوځیان وباسو

1 میزان 1399
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموول بوخت دی.‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ ډېر ژر به له افغانستانه خپل…
کابل ۲۲.jpg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ :

چین کابل ښار کې د استوګنې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړوي

1 میزان 1399
 د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او یوه چینايي شرکت ترمنځ په کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون لاسلیک شو.
اشرف غنی.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي

1 میزان 1399
 د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.
اشرف غنی و بیرق.jpg

طالبانو د افغان ولسمشر د مرستیالانو پر څرګندونو نېوکې کړې دي

1 میزان 1399
د طالبانو د واکمنۍ په اړه د ولسمشر غني د دواړو مرستیالانو سرور دانش او امرالله صالح له څرګندونو وروسته دې ډلې ویلي چې د دواړو خبرې د دوی د واکمنۍ پرمهال د نظام پر ضد “ناسم پروپاګند” دی.
طالبان جنگ.jpg

چارواکي:

پنجشېر کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

1 میزان 1399
د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت د عنابه ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.
پاکستان چمن دروازه.jpg

تحلیلگر پاکستانی:

پاکستان خواستار اقتدار دوبارۀ طالبان در افغانستان است

31 سنبله 1399
اسفندیار میر، پژوهشگر پاکستانی در پوهنتون استنفورد ایالات متحده می‌گوید که رویکرد پاکستان نسبت به افغانستان تغییر نکرده است و به باور وی، پاکستان هنوزهم می‌خواهد که از طریق مذاکرات صلح، طالبان در افغ…

  • سعودي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي

  • 1 میزان 1399
    سعودي عربستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې پروسې چې د تاوتریخوالي کمېدو لامل کیږي ملاتړ کوي.

  • جنگ‌ در شش ولایت؛ '۳۰ نظامی افغان و ده‌ها جنگجوی طالبان کشته شدند'

  • 1 میزان 1399
    مقام‌های امنیتی افغان از تشدید حملات طالبان در برخی از ولایت‌ها خبر داده و گفته اند که در این درگیری‌ها به دو طرف تلفات سنگین وارد شده است.

    مقام‌ها:

  • ۲۳ سرباز افغان در ارزگان کشته شده اند

  • 1 میزان 1399
    مقام‌ها در ارزگان از کشته شدن ۲۳ سرباز افغان خبر داده اند.

    مقامات محلی :

  • ادامه درگیری‌ها در کندز؛ ۱۷ جنگ‌جوی طالبان در نبرد با نیروهای امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    مقامات محلی ولایت کندز می‌گویند، در نتیجه درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی و گروه طالبان در این ولایت، ۱۷ جنگ‌جوی این گروه کشته شدند.

    معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان:

  • صادرات از طریق دهلیز هوایی افغانستان به حالت عادی برگشته است

  • 31 سنبله 1399
    اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان گفته که پس از قرنطین دوران کرونا، صادرات از طریق دهلیز هوایی دوباره به حالت عادی برگشته است.

  • تخار او کندوز کې جګړه؛ د ۹ ځواکونو او ۱۷ طالبانو د وژل کېدو دعوه

  • 31 سنبله 1399
    د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دښت کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

    د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • کابل کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 31 سنبله 1399
    د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، نن سهار د کابل ښار په اتمې او پنځمې امنیتي حوزو کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

    رییس شورای ولایتی بادغیس:

  • پنج کشته در نتیجه‌ی درگیری نیروهای امنیتی و طالبان در بادغیس

  • 31 سنبله 1399
    به دنبال درگیری میان نیروهای امنیتی و طالبان در ولایت بادغیس، پنج‌ تن کشته و چهار تن دیگر زخمی شده‌اند. به گفته‌ی مقام‌های محلی بادغیس، این درگیری بامداد یک‌شنبه، سی‌ام سنبله، در ولسوالی جوند این ولا…

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399
    در حالی که گفتگوها میان هیات‌های مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان در قطر روی اصول رفتاری گفتگوهای صلح جریان دارد، وزارت اطلاعات و فرهنگ و فعالان رسانه‌یی از واضح نبودن جایگاه رسانه‌…

    د پاکستان پوځ:

  • له افغانستانه په ډزو کې مو یو سرتېری وژل شوی

  • 2 میزان 1399
    د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې په ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

    کورنیو چارو وزارت:

  • تیرو شپږو میاشتو کې طالبانو ۳۵۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 1 میزان 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    ناتو:

  • مذاکرات صلح فرصت تاریخی برای ختم جنگ در افغانستان است

  • 1 میزان 1399
    ستیفانو پونتیکورو ،نمایندۀ ارشد ملکی ناتو در افغانستان ابراز امیدواری کرده که مردم این کشور به صلح دست یابند.

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    منابع امنیتی در ولایت‌های تخار و کاپیسا تأیید می‌کنند که ۱۸ نیروی امنیتی در پی حمله جنگ‌جویان طالبان در این دو ولایت کشته شده‌اند.

    د غزنې اوسېدونکي:

  • ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

  • 29 سنبله 1399

    د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست :

  • کابل او لغمان کې د انتحاري حملې مخه ونیول شوه

  • 27 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19
    20212223

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری