د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۳مه نېټه په يوه کنفرانس کې وويل چې د چين بایټ دنس شرکت دې په امريکا کې ټيک ټاک پر مايکرو سافټ امريکايي کمپنۍ و پلوري او يا به په تور لېست کې شامل او د اپل او ګوګل په شمول امريکايي شرکتونه به اړ وي چې د خپل پروګرام له پلورنځيو څخه د ټيک ټاک خدمات لرې کړي.
ټرمپ دغه راز ويلي چې د ټيک ټاک امريکايي فعاليتونو پلورل بايد د امريکا دولت ته د پام وړ پيسو په ورکولو کې شامل شي.
بل لوري ته د چين د بهرنيو چارو وزارت د واشنګټن له خوا د ټيک ټاک د ممنوعيت په اړه د امريکا پر دوه ګونو معيارونو نيوکه کړې.
چين د امریکا دغه اقدام يوه رسمي غلا او نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو اصولو څخه سرغړونه او دوه مخي بللې.
چينا ډيلي دولتي ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د چين دولت به د يوه ټکنالوژيکي شرکت غلا ونه مني او که واشنګټن د زور له لارې وغواړي چې ټيک ټاک دې پر مايکرو سافټ و پلورل شي، چين به غلی پاتې نه شي.
دا د بایټ دنس شرکت څخه چې د ټيک ټاک ويډيو شريکولو پروګرام مور ګڼل کېږي، د بېجينګ ډېره قوي دفاع ده.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې پر سرتمبه انسان مشهور دی، ګواښ کړی چې په خپل هېواد کې به د ټيک ټاک فعاليت منع کړي او يا دا چې بایت دنس د سپمټمبر تر ۱۵مې پر مايکرو سافټ د ټيک ټاک امريکايي څانګې له پلورلو سره توافق وکړي.
د چين ګلوبل ټايمز ورځپاڼې هم په يوه مقابله کې ليکلي، چې دغه عمل د رسمي غلا په معنا دی.
ورځپاڼې زياته کړې چې چين به په هېڅ وجه د نورو له خوا ددغه هېواد د يوه ټکنالوژيکي شرکت غلا کېدل ونه مني او که د امريکا دولت دا کار وکړي، چين د غبرګون ښودلو ډېرې لارې لري.
د ټيک ټاک پراخ برياليتوب، بايت دنس شرکت د نړۍ په کچه ډېر مشهور کړی، خو امريکايي قانون جوړونکو دغه اپلېکېشن د امريکايي انټرنېټ کاروونکو شخصي اطلاعاتو ته د لاس رسي په پلمه، ددغه هېواد ملي امنيت ته پر ګواښ پېښولو تورن کړی.
د رسنيو د معلوماتو له مخې ټرمپ دا واک لري چې ټيک ټاک د امريکا دولت په تور لېست کې اضافه کړي چې په دې صورت کې به د اپل او ګوګل په شان امريکايي شرکتونه اړ وي چې د خپل پروګرام له پلورنځيو څخه د ټيک ټاک خدمات لرې کړي.
د امريکا ددولت دغه چلند د ټکنالوژۍ په صنعت کې د پراخ درځ رامنځ ته کېدو لامل شوی.
ځينې تحليل ګران د امريکا دغه اقدام د بيان له آزادۍ او د دوی په ګمان کپيټاليزم په شان ارزښتونو سره خيانت ګڼي او په داسې حال کې چې ځينې نور بيا د خپل ژيو پليټيکي سيال يعنې چين او د دغه هېواد د ټکنالوژيکي صعنت د پرمختګ د مخنيوي لپاره هر ډول اقداماتو څخه ننګه کوي.
د ګلوبل ټايمز مسوول مدير، هوشي جين په ټولنيزو رسنيو کې د يوه ټويټ په کولو سره د امريکا دغه اقدام يوه ښکاره غلا بللې ده.
د دوو شرکتونو ترمنځ معاملې څخه د ونډې ترلاسه کولو لپاره د امريکا ددولت اقدام، ددغه هېواد په تاريخ کې بې مخينې ګڼل کېږي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ“د اګست په ۳مه” په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې امريکا بايد له دې بيې څخه ډېره غټه سلنه ترلاسه کړي، ځکه دده په خبره موږ دا اقدام ممکن کړی دی.
امریکا په داسې حال کې په خپل هېواد کې د چيني شرکت، ټيک ټاک پر فعاليت د ممنوعيت وضع کېدو خبره کړې چې ګول، فيسبوک او نور امريکايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې پراخ فعاليتونه لري.
لیکوال: اعظم منور