وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12097
منبع خبر: آزادي راډیو

ټرمپ:

ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

15 اسد 1399

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.


ډونالد ټرمپ له اکسیوز خبري شبکې سره په خپله نوې مرکه کې ویلي، افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر په اړه بحثونه روان دي او ډېر ژر به هلته یوازې ۴،۰۰۰ امریکایي عسکر پاتې شي.‌


ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې خپله هغه پخوانۍ خبره هم تکرار کړې چې ویلي یې و، ۱۸ کاله کېږي چې امریکايي پوځیان افغانستان کې دي، خو ډېر ژر به بېرته وګرځي.


د امریکا د ولسمشر له قوله، “په لومړي‌ پړاو کې به هلته زموږ د عسکرو شمېر ۸ زرو ته راکمېږي.‌ بیا به ۴ زرته راټیټ شي. په دې اړه خبرې روانې دي.”


له طالبانو سره د روان کال د فبرورۍ د ۲۹مې له هوکړې وروسته، امریکا په افغانستان کې د خپل عسکرو شمېر له ۱۴ زرو څخه ۸ زرو ته راکم کړی، خو د نیویارک ټایمز له قوله، د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو تل له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو مسئله، د سولې د هوکړې په اړه د طالبانو په ژمنتیا پورې تړلې بللې.


د افغانستان حکومت په دې حساس پړاو کې چې تاوتریخوالی زیات شوی، د امریکايي عسکرو د کمېدو پر موضوع تازه غبرګون نه‌ښيي، خو له دې وړاندې یې ویلي، افغان ځواکونه همدا اوس د خپل ټول هېواد د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري او کولای شي چې له خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.


پوځي کارپوهان هم په دې اند دي چې د بهرنیو عسکرو وتل، د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېز نه‌شي کولای.


پخوانی پوځي باري عارض وايي، د جګړي رهبري افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي او د تجهیز او تمویل په برخه کې د نړیوالو ژمنتیا پر خپل ځای ده، له همدې کبله د امریکايي عسکرو د کمېدو موضوع د تشویش خبره نه‌ده.


هغه وویل: “فکر نه‌کوم چې امریکا داسې ستراتېژي غوره کړې وي چې له افغانستان پښې سپکې کړي او چې دلته هر څه پېښ شي، هغه دې وشي. دوی هم نړیوال، سیمه‌ییز او هم د خپلو ملتونو پر وړاندې مسؤلیتونه لري. زما له انده نه‌یوازې دا چې د ۴ زره عسکرو کمول د تشویش خبره نه‌ده، بلکې په نېک فال‌یې باید ونیسو.”


له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتو موضوع د طالبانو لپاره هم مهمه ده.


طالبان وايي، تر اوسه د هوکړې سره سم، امریکايي عسکرو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خپلې یو شمېر پوځي اډې تخلیه کړې دي، خو موده وړاندې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل “که له افغانستان څخه د خارجي عسکرو وتل د هوکړې سره سم تکمیل نه‌شي، نو هغه وخت به دوی تصمیم ونیسي.”


پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبراغا هم وايي، د بهرنیو عسکرو وتل به د سولې بهیر له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.


ده زیاته کړه: “د عسکرو وتل سولې ته زمینه برابروي او سوله په افغانستان کې د دوی په وتو سره راځي. که چېرې دوی دلته وي، که لږ هم وي، بیا د لږ او ډېر توپیر نه‌شته.”


اوس‌مهال په افغانستان کې له ۸ زرو زیات امریکايي عسکر شته، هغه شمېر چې د امریکا حکومت‌یې تر راتلونکو درې میاشتو د نیمايي کېدو خبره کړې.

فرزند احمدشاه مسعود.jpg

فرزند احمد شاه مسعود:

اگر طالبان صلح نکنند مجاهدین به اقدام نظامی آماده‌اند

15 ثور 1400
احمد مسعود، فرزند احمد شاه مسعود می‌گوید که اگر طالبان از گفت‌وگوهای صلح سر باز بزنند، مجاهدین برای اقدام نظامی آماده استند.
طالبان سابق.jpg

طالبان:

تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي

15 ثور 1400
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په ‘تورو لېستونو’ او د ‘جایزو په لېستونو’ کې دي.‌ طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو…
کمک فقر نان خشک زنان.jpeg

برنامه جهانی غذا:

یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذایی ندارد

14 ثور 1400
دریک گزارش تازه حکومت، برنامه جهانی غذا و سازمان غذا و کشاورزی سازمان ملل آمده است که یک سوم نفوس افغانستان امنیت غذلیی ندارد.
بمبار.jpeg

دفاع وزارت:

هلمند کې 'د هند لپاره د القاعدې شبکې' ۲۲ غړي وژل شوي دي

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړی چې په هلمند کې یې له څو ورځو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د هند جزيرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژلي. یاد وزارت وایي، دا وسلوال د پاکستان د پنجاب ایالت اصلي اوسیدونک…
طالبان جنگ.jpg

د افغانستان دفاع وزارت:

تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

14 ثور 1400
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

اشرف غني:

طالبان د سولې په پرتله واک رسېدو ته ډېر لیوال دي

14 ثور 1400
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې، مذاکرې او جګړې د طرحې په اړه یوه مقاله لیکلې چې «Foreign Affairs » خپره کړې ده.

  • خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

  • 15 ثور 1400
    خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

  • پاکستان وايي، د افغانستان له لوري په برید کې یې ۴ پوځیان وژل شوي

  • 15 ثور 1400
    پاکستان نن ادعا وکړه چې څلور پوځیان یې په هغه حمله کې  ووژل شول چې د افغانستان له خاورې څخه پرې وشوه.

  • په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

  • 15 ثور 1400
    د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

  • به‌دنبال خروج نیروهای خارجی تحولات نظامی در افغانستان سرعت یافته است

  • 15 ثور 1400
    همزمان با تأیید سقوط ولسوالی برکه ولایت بغلان در شمال افغانستان به دست طالبان، مقامهای امنیتی از عقب‌زدن نزدیک به ۹۰ حمله این‌گروه در ولایت جنوبی هلمند خبر داده‌اند.

  • پس از اعلام زمان خروج نیروهای خارجی جوانان در حال ترک کشور استند

  • 15 ثور 1400
    با اعلام زمان خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، شماری از شهروندان کشور، به‌ویژه جوانان تصمیم گرفته‌اند تا افغانستان را ترک بگویند.

  • د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې سېلابونو ۴۶ کسان مړه کړي

  • 15 ثور 1400
    طبیعي‌ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تیرې څلورو ورځو راپدېخوا په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

  • د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 15 ثور 1400
    د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

  • چهار نظامی پاکستانی هنگام حصارکشی در مرز افغانستان کشته شدند

  • 15 ثور 1400
    نظامیان پاکستانی گفته اندکه چهار سرباز آن کشور هنگام حصار کشی در امتداد مرز آن کشور با افغانستان، در کمین تندروان مسلح کشته شدند.

    د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون:

  • څلورو ورځو کې تر ۱۰۰ ډېر ټپیان راوړل شوي

  • 15 ثور 1400

    د امریکا استخبارات:

  • افغانې میرمنې ښایي خپل حقونه وبایلي

  • 15 ثور 1400

    غني طالبانو ته:

  • بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

    معنوي:

  • یو شمیر پخواني افغان چارواکي د انسان په قاچاق تورن دي

  • 14 ثور 1400
    د افغانستان د عدليې وزیر فضل احمد معنوي وايي چې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي د انسانانو او د کډوالو په قاچاق تورن دي.

    وزیر امور خارجه امریکا:

  • خروج نیروهای امریکایی به معنای ترک کامل افغانستان نیست

  • 14 ثور 1400
    آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه امریکا می‌گوید که خروج نیروهای امریکایی از افغانستان به معنای ترک کامل این کشور نیست.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

        

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    موادمخدر در افغانستان و بحران آن / بدون تبصره
    مصاحبه با نستوه نادری و سونامی اعتیاد در افغانستان
    میز گرد/ مواد‌مخدر در افغانستان و اسلام
    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا