وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12071
منبع خبر: بي بي سي

افغان حکومت او طالبانو د اختر دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ

7 اسد 1399

طالبان مسجد ۱.jpg

طالبانو پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید ونکړي، خو که پر دوی برید وشو نو بیا دې کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې اعلان لږ ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي:


“د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي “.


ولسمشر غني پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کړی چې تر هغې چې د طالبانو لخوا اوربند نه وي مات شوی، امنیتي ځواکونه دې د دې ډلې پر ضد عملیات نه کوي.


د اوربند په تړاو د طالبانو اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې هېوادوال د لوی اختر ورځې په ارامه فضا کې کې تېرې کړي.


دې ډلې همدا راز پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د اختر شپو ورځو کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته لاړ نشي، او زیاتوي چې حکومتي کسان هم اجازه نه لري چې د دوی سیمو ته ورشي.


“پاتې طالب زندانیان به ژر خوشي شي”


 د طالبانو لخوا د اوربند اعلان سره هم مهاله ولسمشر غني ویلي، پاتې پنځه سوه طالب زندانیان به هم ژر خوشي شي


بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (جولای ۲۸) په کابل کې د لوړ پوړو چاوراکو څلورمې غونډې ته وینا کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د ټولو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کیدو بهیر بشپړ شی.


ولسمشر غني له طالبانو وغوښتل چې له دې سره په یوه اونۍ کې د سولې بل پړاو یانې خپل منځي خبرو ته چمتو شي.


د یادونې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تېره پنجشنبه وویل، که تر لوی اختر پورې حکومت د دوی پاتې څو سوه بندیان خوشي، کړي، نو دا ډله د خپلمنځي خبرو پیلولو ته چمتو ده.


خو افغان چارواکو هغه مهال ویلي و، هغه نږدې شپږ سوه طالب بندیان نه خوشي کوي چې د دوی په خبره، جرمي دوسیې لري.


د افغان دولت په نننۍ غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه د سولې او ملي پراختیا ۵ کلن پروګرام له نړیوالې ټولنې سره شریک کړ.


په پام کې ده چې دا طرحه د نومبر په میاشت کې د جینيوا په غونډه کې هم رسماً له نړیوالو مشرانو سره شریکه شي.


له طالبانو سره خبرې، د سولې بهیر څرنګوالی، له فساد سره مبارزه او د افغانستان پراختیا د دې طرحې عمده ټکي دي.


د طالبانو د مشر اختریز پیغام


 د اوربند له اعلانه وړاندې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د سې شنبې په ورځ د لوی اختر پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې د دې ډلې او واشنګټن د دوحې تړون پلي کولو کې باید له ډېر جدیت، چټکتیا او تدبیره کار واخلي.


د ښاغلي هبت الله په خبره، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري:


“خو د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې باید دې تړون ته په ژمنتیا سره، په ناموجهو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لار کې موانع ایجاد نه کړي.”


د طالبانو او امریکا د تړون یوه مهمه برخه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل دي چې لا هم نه دي پیل شوې.


ملا هبت الله خپل پیغام کې وايي، د دې خبرو لپاره یې ډلې خپل مسئولیت ادا کړی دی.


د نوموړي په خبره، “اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي”.


نوموړي له کورنیو ښکېلو لورو غوښتي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په مخ کې خنډونه “سملاسي” لرې کړي.


د بندیانو خلاصون کې پر ځنډ نیوکه


 ملا هبت الله د بندیانو خلاصون کې پر ځنډ هم نیوکه کوي.


د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې، د پنځو زرو طالب او زرو حکومتي بندیانو خلاصون پسې دا خبرې پیلېږي.


خو د ملا هبت الله اخوند پیغام کې د بندیانو د خلاصون ځنډېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا لس ورځنۍ پروسه څو میاشتو ته وغځول شوه.


د بندیانو خوشي کولو کې بیا بیا ځنډ سره افغان حکومت څلور زره او څه باندې څلور سوه طالب بندیان خوشي کړي او مقابل کې دې ډلې هم تر اتو سوو بندیان خوشي کړي دي.


پر چاپو او بمبار نیوکه 


د ملا هبت الله اخوند پیغام کې په تور نوملړ کې د طالبانو د نومونو په خپل حال پاتېدو، بمبار، چاپو او توغندیزو بریدونو نیوکه شوې:


“لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت ړوند، بمبار، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دا ډول حرکات نور د جنګ په ګټلو کې رول لري؛ بلکې برعکس ستونزې زېږوي، په دې اړه هم باید امریکا او هم نوره نړیواله ټولنه جدي واوسي او نور مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدي. “


 د طالبانو او امریکا له تړون راهیسې واشنګټن د دې ډلې پرضد بریدونه خورا ډېر کم کړي دي، خو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر تازه ټویټ کې وايي، چې د افغان ملګرو دفاع ته ژمن دي.


“ امریکا په خپل هوډ کې ژمنه ده چې د ناټو پرېکند ماموریت له لارې د افغان ځواکونو اوږد مهاله بنیادي وړتیا تامین کړي. موږ د خپل افغان شریکانو ملاتړ ته د امریکا او طالبانو تړون پر بنسټ دوام ورکوو او د هغوی تر شا ولاړ یو.”


 د طالبانو مشر خپل اختریز پیغام کې د دې هرکلی کړی چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړي:


“له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي. “


د امریکا او طالبانو د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.


د دې تړون له مخې امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو ۱۲ زرو سرتېرو شمېر کموي او ۸۶۰۰ ته یې ټیټوي.


په ځواب کې طالبان نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي.


د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي پر امریکا غږ کړی و چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي.


ملا هبت الله اخونزاده په خبره، د دې تړون ریښتوني پلي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي.

بیرغ اتحادیه اروپا.jpg

د ملي مصالحې عالي شورا پر فعالېدو د اروپايي ټولنې ټینګار

8 قوس 1399
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو پوره کېدو او د یادې شورا د فعالیت پیلېدو غوښته کړې ده.
خشونت جنگ انفجار.jpg

انستیتوت اقتصاد و صلح:

افغانستان در رده‌بندی کشورهای قربانی تروریسم برای دومین سال جایگاه نخست را حفظ کرد

6 قوس 1399
 در تازه‌ترین رده‌بندی که از سوی انستیتوت اقتصاد و صلح صورت گرفته است، افغانستان با ۴۱ درصد کل مرگ‌های ناشی از رویدادهای هراس‌افگنی در جهان، برای دوم سال متوالی در جایگاه نخست قرار گرفته است.
عطاء محمد نور.jpg

عطامحمد نور:

معاونان رییس جمهور در تلاش تخریب روند صلح استند

6 قوس 1399
 عطامحمد نور، رییس اجرایی حزب جمعیت اسلامی می‌گوید که یک حلقه‌ی خاص به شمول معاونان رییس جمهور غنی در تلاش تخریب روند صلح اند.
قطر هوتل.jpg

معاون دوم شورای عالی مصالحه ملی:

هیئت‌ها در دوحه برای دستیابی به راه حل سیاسی تمایل ندارند

6 قوس 1399
شورای عالی مصالحه ملی می‌گوید که هیئت‌های مذاکره کننده در دوحه، دربارۀ نهایی سازی یک متن برای رسیدن به یک توافق در آغاز مذاکرات صلح پیشرفت‌هایی داشته‌اند، اما این متن در مرکزهای قدرت دو طرف، پذیرفته…
سربازان امریکایی.jpg

ناټو:

له کندزه د جرمني سرتېرو د اېستلو پرېکړه د ښې ګټې اخېستنې په پار شوې

6 قوس 1399
وروسته له هغې چې له کندزه د جرمني سرتېرو د وتلو راپورونه خپاره شول، د ناټو یوه چارواکي ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه د یادو ځواکونو د ښې او ګټورې ګټې اخېستنې په هدف شوی دی.
موادمخدر.jpg

هشدار اتحادیه اروپا:

افغانستان در حال تبدیل شدن به تولید کننده عمده مخدر 'شیشه' است

6 قوس 1399
نهاد نظارت بر مواد مخدر اتحادیه اروپا در تازه‌ترین گزارش خود نوشته است که بر اساس یافته‌های آنها فقط در یکی از ولسوالی‌ها در غرب افغانستان بیش از ۳۰۰ کارگاه تولید “مت آمفتامین” شناسایی شده است. این ما…

با ظرفیت ۳ ملیارد پکسل

  • بزرگترین کمرۀ جهان برای تصویربرداری از کاینات آماده می‌شود

  • 11 قوس 1399
    به زودی پروژه ساخت بزرگترین فلم در تاریخ جهان در یکی از کو‌ه‌های کشور چلی آغاز خواهد شدو سوژۀ آن، چیز دیگری جز تصاویر تمام‌ بخش‌های قابل دید کاینات نخواهد بود.

    مقام‌ها:

  • تمام مسافرین ربوده‌شدۀ میدان وردک رها شدند

  • 11 قوس 1399
    مقام‌های محلی میدان وردک می‌گویند که شب گذشته تمامی غیرنظامیان ربوده شده در درۀ جلریز این ولایت رها شده و به خانواده‌های شان تحویل داده شدند.

  • د غیرقانوني کډوالو په اړه د ایران نوې طرحې افغانستان کې جدي غبرګونونه پارولي

  • 8 قوس 1399
    په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي، که د دغه هېواد د اسلامي شورا مجلس د پارلمان نوې طرحه تصویب کړي، نو دغلته زیات شمېر مېشت افغان کډوال به له یو لوی ناورین سره مخ شي.

    د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه

  • پاکستان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې

  • 8 قوس 1399
    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې ټیټېدو غوښتنه کړې ده.

    رییس حوزه‌ی دریایی هریرود:

  • «مشکلات تخنیکی مانع ذخیره‌سازی بخشی از آب در بند سلمای هرات شده است»

  • 6 قوس 1399
     مسئولان در حوزه‌ی فرعی دریایی هریرود در ولایت هرات می‌گویند که به‌دلیل مشکلات تخنیکی طی دو سال اخیر، ظرفیت ذخیره‌ی آب بند سلما در این ولایت تکمیل نشده است.

    دفاع وزارت:

  • په کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي

  • 6 قوس 1399
    ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.

    امرالله صالح:

  • د ترافیکو دوه ویاړ لرونکي افسرانو مو تقدیر کړل

  • 6 قوس 1399
    د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د شپږ نیمو په امنیتي غونډه کې یې د کابل ښار هغه دوه ترافیک افسران مادي او معنوي تقدیر کړي، چې یو وسله لرونکی حیوان خویه کس یې نیولی دی.

  • واکنش‌ها به تاراج وسایل یک دارالمعلمین در ارزگان

  • 6 قوس 1399
    پخش تصویرهای تاراج و نابود شدن یک دارالمعلمین در ولایت ارزگان با واکنش‌های تند کاربران شبکه‌های اجتماعی روبه‌رو شده‌است.

    د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت:

  • افغانستان کې روان کال جګړو ۴۵ زره کورنۍ په کور د ننه بې ځایه کړې دي

  • 6 قوس 1399

    د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست:

  • طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

  • 4 قوس 1399

    د ماشومانو د ژغونې بنسټ:

  • له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

  • 4 قوس 1399
    د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي‌ او یا هم ژوبل شوي‌ دي.‌

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری