وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12067
منبع خبر: بي بي سي

د عامې روغتیا وزارت ویاند:

کورونا وېروس سره د مبارزې لړ کې څو تنه چارواکي د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي

5 اسد 1399

کرونا کابل.jpg

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کورونا وېروس سره د مبارزې لړ کې د شوي فساد په اړه څو تنه چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل لویه څارنوالي د دې دوسیو او دې ادارې له خوا له معرفي شویو کسانو څېړنې او پوښتنې کوي.


ښاغلي سمسور د دې کسانو د هویت، شمېر او دا چې د کومې کچې چارواکي دي څه ونه ویل خو ټېنګار یې وکړ چې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د شوي مالي او اداري فساد په اړه د عامې روغتیا وزارت څېړنې روانې دي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې له ولایتونو د لېدنې پرمهال د روغتیا له وزیر سره د پلټونکو یوه ډله ملتیا کوي او د همدې ډلې د راپورونو له مخې دا څو تنه چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.


په دې وروستیو کې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د پراخ مالي او اداري فساد رپوټونه خپاره شول. ملي شورا هم په دې برخه کې پر حکومت او حکومتي چارواکو نیوکې کړي او د پراخ مالي فساد یادونه یې کړې ده.


بل لورته د افغانستان د تفتیش عالي ادارې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې دشوی فساد په اړه خپل رپورټ ولسمشر محمد اشرف غني ته پرون ماښام ( شنبه جولای ۲۵ )وړاندې کړی.


له ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي غنې د افغانستان لویې متفتشې غزال حارس ته ‘‘دستور ورکړ چې ولایتونو لپاره کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د تخصیص شویو مرستو په تړاو سرتاسري تفتیش وکړي’‘.


ولسمشر غني دغه راز امر کړی چې ولایتي ادارې او مالیې وزارت مکلف دي چې په ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف راپور د تفتیش ادارې ته وسپاري.


د افغانستان د تفتیش عالي ادارې د راپور له اورېدو وروسته ولسمشر غني ویلي که ‘’ فساد تثبیت شي نو لویه څارنوالي دنده لري چې هغه په جدي ډول وارزوي’‘.


سرپلټونکې غزال حارس وايي په موندنو کې د عامې روغتیا وزارت او ولايتي چارواکو لخوا د کورونا په بودیجه کې د فساد او ناسم مدیریت ګڼې بېلګې هم یادې شوې.


پرون د افغانستان د تفتیش عالي ادارې مشرې غزال حارس یوه خبرې غونډه کې وویل چې د کورونا وېروس لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد په تور د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر ولایتونو چارواکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کوي.


د تفتیش د عالي ادارې مشرې غزال حارس وویل، کوويډ – ۱۹ رنځ ته په ځانګړو شویو پیسو کې يې د ناسم مدیریت او فساد ګڼ موارد مستند کړي.


سرپلټونکې غزال حارس په دې اړه د پلټنو د پایلو شریکولو پر مهال وویل، د کورونا وېروس لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې یې په مرکز او ولایتونو کې د فساد او ناسم مدیریت ګڼ موارد موندلي.


که څه هم هغې د یادو کسانو د شمېر او دا چې په کوم موقف کې کار کوي څه و نه ویل:


‘‘چې پلټنې بشپړې شي، په دندو کې د غفلت او د دولتي سرچينو د ناسم کارولو په خاطر د عامې روغتیا وزارت ځینې چارواکي عدلي قضايي ارګانونو ته معرفي کوو. له پلټنو وروسته چې ډېرې ژر به بشپړې شي، یو شمېر ولایتي چارواکي هم د دولتي سرچينو د ناسم کارولو له امله عدلي او قضايي مقامونو ته سپارو ‘’.


افغان ولسي جرګه وايي، په ورته مخکینیو پروګرامونو کې یې د فساد تورونو له کبله د ملي دسترخوان په نامه طرح رد کړه.د عکس


ولسي جرګه وايي، په ورته مخکینیو پروګرامونو کې یې د فساد تورونو له کبله د ملي دسترخوان په نامه طرح رد کړه.


هغه وايي، عامې روغتیا وزارت لا هم د وسایلو، درملو او توکو ډاډه او نهايي لستونه په واک کې نه لري. د هغې په وینا په ټول افغانستان کې د مصنوعي تنفس د مرستندویو ۳۳۵ ماشینونو له جملې يې یوازې د ۲۶۳ پر تثبیت توانېدلي.


خو په ورته مهال يې د پژواک خبري آژانس هغه راپور هم رد کړ چې ګنې له ۶۳ مرسته شویو دستګاوو دې ۳۲ ورکې شوې وي. هغې وویل له دغو ۶۳ دستګاوو ۵۶ يې تثبیت شوې چې شته دي.


د سرپلټونکې په موندنو کې د عامې روغتیا وزارت او ولايتي چارواکو لخوا د کورونا په بودیجه کې د فساد او ناسم مدیریت ګڼې بېلګې هم یادې شوې.


آغلې حارس د دغو موندنو د شریکولو پر مهال وویل په ولایتونو کې په لوړه بیه وسایل اخیستل شوي او یا هم داسې وسایل اخیستل شوي چې اړتیا یې نشته.


له دې مخکې پاکستان ته د مصنوعي تنفس الاتو قاچاق رپوټونه خپاره شوي وو.د عکس سرچینه،MOPH


له دې مخکې پاکستان ته د مصنوعي تنفس الاتو قاچاق رپوټونه خپاره شوي وو.


په راپور کې د عامې روغتیا وزارت د ناسم او کمزوري مدیریت د بېلګې په توګه راغلي چې په پلازمېنه کې د کوویډ – نولس رنځورانو ته په دوو روغتونونو کې چې په ورځ کې ټولټال څه باندې ۱۰۰ مراجعین لري له ۱۱۰۰ ډېر کارکوونکي ګومارل شوي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور هم د دغو کارکوونکو په استخدام کې ستونزې مني.


هغه وايي لا هم د سرپلټونکې ادارې موندنې په رسمي ډول نه دي ورسره شريکې شوې خو دوی یې له مخې خپله هم پلټنې کوي او که څوک ګرم وپېژندل شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.


د سرپلټونکي اداره وايي، معلوماتو ته پر وخت د لاسرسي نشتوالی يې د پلټنو پر وړاندې ستره ننګونه ده. دغه اداره ادعا کوي چې ځینو ادارو ورسره پر وخت د معلوماتو په ورکولو کې همکاري نه ده کړې.


له دې وړاندې ځینو رسنیو د کورونا وېروس لپاره د حکومت په جلا شوې بودیجه کې د درغلیو په اړه رپوټونه خپاره کړي وو.


افغان حکومت پر اړمنو کسانو پخه ډوډۍ ویشله، خو پر هغه پروګرام هم د فساد تورونه ولګېدل


د سرپلټونکي اداره په افغانستان کې د فساد د مواردو په اړه د پلټنو لپاره تازه رامنځته شوې اداره ده چې وايي، د کورونا وېروس لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پلټل يې لومړی ګام و او د فساد د نورو مواردو په اړه پلټنو ته دوام ورکوي.

اتمر ۲۲.jpg

اتمر:

نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

4 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

صالح به نور:

دندان‌هایم را زیاد مراقبت می‌کنم

4 قوس 1399
امرالله صالح، معاون اول ریاست جمهوری به انتقاد عطامحمد نور، والی پیشین بلخ از عمل‌کردهایش پاسخ داده است.
ناتو در افغانستان.jpg

د ناټو عمومي منشي:

ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي

4 قوس 1399
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
سربازان امریکایی.jpg

امریکایي کارپوهان کانګرس ته:

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمول تیروتنه ده

1 قوس 1399
یو شمیر امریکایي کارپوهانو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۴۵۰۰ نه د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته کمول، یوه تیروتنه ده.
ولسی جرگه.jpg

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې

1 قوس 1399
د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

افغان ولسمشر:

ملګري ملتونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي

30 عقرب 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د ام…

  • استقبال خلیلزاد از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت در افغانستان

  • 4 قوس 1399
    نمایندۀ ویژه ایالات متحدۀ امریکا در امور مصالحۀ افغانستان از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت و تلاش برای برقراری آتش‌بس در افغانستان استقبال کرد.

  • ولسمشر غني د ځینو پاکستاني بندیانو د بښلو او خوشي کولو امر کړی

  • 4 قوس 1399
    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د “ښه نیت او له پاکستان سره د نېکو اړیکو د ټینګښت” په موخه د افغانستان له ځینو زندانونو د یوشمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.

  • وزیر امور خارجه امریکا با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان در قطر به صورت جداگانه دیدار کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپئو، وزیر امور خارجه امریکا در جریان سفرش به دوحه، پایتخت قطر با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان به صورت جداگانه دیدار کرد.

  • پمپیو با مذاکره کنندگان افغان در دوحه ملاقات کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپیو، وزیر خارجهٔ ایالات متحده امروز ۲۱ نومبر (اول قوس) در دوحه با مذاکره کنندگان جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان ملاقات کرد.

  • په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

  • 1 قوس 1399
    په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.

  • "پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

  • 1 قوس 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

  • عرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

  • 30 عقرب 1399
     راپورونه وايي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.

  • کمیسیون حقوق بشر خواستار تحقیقات درباره جنایت جنگی نظامیان خارجی در افغانستان شد

  • 30 عقرب 1399
    کمیسیون مستقل حقوق بشر از امریکا، انگلستان و کشورهایی که در افغانستان نیروی نظامی داشته‌اند، خواست که درباره اتهامات جنایت جنگی و نقض قانون بشردوستانه بین‌المللی که علیه سربازان این کشورها مطرح شده ا…

    د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست:

  • طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

  • 4 قوس 1399

    د ماشومانو د ژغونې بنسټ:

  • له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

  • 4 قوس 1399
    د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي‌ او یا هم ژوبل شوي‌ دي.‌

    غنی در دیدار با نماینده ویژه ایران:

  • خطرات تروریسم در منطقه باید واضح تعریف شود

  • 28 عقرب 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11121314

    15

    161718

    19

    2021

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری