
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د دغه دفتر ځینو غړو د یوناما د بشري حقونو څانګې له مشرې فیونا فریزر سره د انلاین غونډې پرمهال افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د سولې پر وړاندې د خنډونو پیدا کېدو او د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې د افغان حکومت د سستۍ په اړه خبرې کړې دي.
سهیل شاهین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې انلاین غونډه کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسسو سره د اړیکو مسئول مولوي محمد نبي عمري او نورو غړو ګډون کړی چې تر ډېره یې افغانستان کې د تازه ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدو پړه پر افغان حکومت اچولې ده.
ښاغلي شاهین دا هم لیکلي، چې افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشي کولو کې له دې امله سستي کوي چې په وینا یې “د سولې خبرې وځنډېږي او پر هغو بندیانو چاپې اچوي او بمبار پرې کوي او کمینونه ورته نیسي چې د هوکړې پر بنسټ خوشي شوي او خپلو کورونو ته تللي دي.”
طالبان وايي، راخوشي شویو بندیانو ته یې په کور د پاتې کېدو سپارښتنه شوې او جګړې ته باید ولاړ نه شي.
خو د افغانستان د ملي دفاع چارسمبالي وزیر اسدالله خالد ادعا کړې وه، چې د طالبانو ځینې خوشي شوي بندیان د جګړې ډګر ته ستانه شوي او ان ځینې یې ان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي هم دي.
څو ورځې وړاندې افغان حکومت وویل، له اختر وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره به د طالبانو شپږ سوه بندیان خوشي نه کړي.
د ارګ دا غبرګون وروسته تر هغه راغلی و چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جولای پر ۲۳مه وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشي شي، نو دا ډله چمتو ده له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.
افغان حکومت وايي، دا نژدې ۶۰۰ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبانو د حکومت زر بندیان خوشي کوي.
د بندیانو خوشي کولو بهیر کې له بیا بیا ځنډ سره سره افغان حکومت څه باندې څلور زره او څلور سوه او طالبان هم نژدې اته سوه بندیان خوشي کړي دي.
زلمی خلیلزاد وایي، د هرات برید پلټنه باید وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره ددغه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان، قطر، بلغاریا، ناروې او پاکستان ته په سفر وتلی دی.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي څپو په ډېرېدو، ښاغلي خليلزاد وړاندې ويلي وو، د تصویرونو او د عيني شاهدانو څرګندونې ښيي چې هرات کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ځینې ملکيان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې، د هرات له برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم ویلي وو، د دې په ځای چې افغانان د سولې لپاره په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي، افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه څپه کې له هر لوري ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.