وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12049
منبع خبر: بي بي سي

د اطلاعات او کلتور وزارت خبرپاڼه:

د کابل پنځه ستوریز سرینا هوټل د حکومت لسګونه میلیون ډالر پوروړی دی

1 اسد 1399

 د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت وایي، له حکومت د کابل د پنځه ستوریز هوټل کابل سرینا د ۱۶۸ میلیون ډالري پوروړي کېدو د ارزولو لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.


کابل سرینا د افغانستان یو لوی هوټل او پر ۱۳۸۴ کال په ۳۵ میلیون ډالرو جوړ شوی دی.


د هوټل جایداد دولتي دی او د نړۍ د اسماعیلیانو مشر شهزاده اغاخان ته د قرارداد بدل کې ور کړل شوی دی.


د اطلاعات او کلتور وزارت خبرپاڼه وایي، له حکومت د کابل سرینا هوټل د پوروړي کېدو د ارزولو لپاره د هوټلونو شرکت عالي شورا بېړنۍ غونډه کړې او د دې موضع پر سر د اختلاف اوارولو ته یې پلاوی ټاکلی دی.


د هوټلونو شرکت مشر ذبیح الله احسان وایي، د کابل سرینا هوټل مسوولان د هغې اجارې له مخې چې باید له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې حکومت ته ور کولی ۱۶۸ میلیون ډالره پوروړی شوی دی.


دی دعوه کوي چې د دې هوټل د عاید حساب هم روڼ نه دی او ان د جلال اباد تر سپین غر هوټل یې هم عاید کم دی.


د هغه په خبره، کابل سرینا هوټل پر ۲۰۰۵ کال له رغونې وروسته د ۳۰ کلونو لپاره اوسني مالک ته اجاره ور کړل شوی او د تړون له مخې تر ۲۰۱۰ کال له اجارې بښلی و.


د کابل سرینا هوټل مالي مسوول صفت الله وزیری وايي، تراوسه یې د اطلاعات کلتور وزارت د هوټلونو شرکت ته ۳۲ میلیون ډالر ور کړي او یوازې سل میلیون ډالر پوروړی دی.


دی زیاتوي سره له دې چې دا هوټل د لسو کلونو لپاره له مالیې بښلی و، خو بیا یې هم د مالیې وزارت ته تراوسه څلور لکه ۱۶ زره ډالر مالیه ور کړې ده.


د هغه په خبره، د حکومت او د هوټل د اوسني مالک د تړون له مخې حکومت باید زرنګار پارک او د کابل سرینا او د افغانستان بانک ترمنځ سړک دې هوټل ته ور کړی وی، خو لا یې هم دا کار نه دی کړی او له دې پلوه هم د هوټل اوسنی څېښتن زیانمن دی.


د اطلاعات او کلتور وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د دې مسلې د حل لپاره د وزارت او کابل سرینا هوټل یو پلاوی ټاکلی، خو زیاتوي، که دا پلاوی کومې پایلې ته ونه رسېږي، لا ډېر واکمن پلاوی به دا مسله وارزوي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته به قضیه ورسوي.


کابل سرینا هوټل


د هوټل د مسلې ارزولو ته پلاوی ټاکل شوی دی.


کابل سرینا هوټل د ا فغانستان لومړنی پنځه ستوریز هوټل دی چې پر ۱۳۸۴ کال پرانیستل شو.


دا د کابل هوټل رغېدلې وداني ده چې یو وخت د کابل یو ډېر مشهور هوټل و.


د کابل سرینا هوټل اوسنۍ اداره د نړۍ د اسماعیلیانو د مشر شهزاده اغاخان په لاس کې ده، چې په خپل لګښت او له حکومت سره د تړون له مخې یې رغولی او فعال کړی دی.


دا هوټل نږدې دوه سوه کوټې لري او د افغانستان یو ټر ټولو ګرانبیه هوټل دی چې ډېری مشتریان یې سوداګر، پانګوال او سیاستوال دي.


څو ځلې وسلوالو پر دې هوټل برید کړی دی.


د ۱۳۸۸ لمریز کال ژمي کې د دې هوټل انګړ کې توغندی ولګېد چې له امله یې دوه کسان ټپي شول.


د ۱۳۹۲ لمریز کال وروستیو کې هم وسلوالو پر دې هوټل برید وکړ چې له امله یې د څلورو بهرنیانو په ګډون ۹ کسان ووژل شول


طالبانو د دې برید مسوولیت ومانه.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      1

    2

    3

    4

    5
    67

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14151617

    18

    19
    202122

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری