وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12026
منبع خبر: بي بي سي

افغان حکومت:

پر ډيورند کرښه بي قانونه ګامونه د منلو نه دي

25 سرطان 1399

سرحد افغانستان پاکستان.jpg

 افغان حکومت پر ډيورنډ کرښه د نویو تاسيساتو د جوړېدو په غبرګون کې ويلي، په دغه کرښه او شاوخوا ته یي هر ډول بي قانونه اقدامات د منلو نه دي.


دا خبرې وروسته له هغې دي چې پر ډيورنډ کرښه څڅوبي کې د نوې جوړې شوې دروازې په تړاو غبرګونونه راپورته شول.


د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه څڅوبی پر ډيورند کرښه د حکومتونو ترمنځ د سياسي ترنګلتيا پر وخت د ولسي راشه درشې يوه ګوښه لار يادېږي. هر ځل چې تورخم وتړل شي، خلک په څڅوبي تګ را تګ کوي.


د پلي تګ راتګ يوه مشهوره لار ده او د رسمي لارو د بندېدو پر مهال یې خلک پر کرښه د اوښتو لپاره کاروي.


د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار دور بابا ځايي خلک او د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، پاکستاني پوځيانو په څڅوبي کې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه تازه دروازه جوړه کړې ده.


دوی د دروازې جوړول ښکاره سرغړونه ګڼي او له حکومت يې د لرې کېدو او مخنیوي غوښتنه کوي.


پر ديورنډ کرښه دا لومړۍ دروازه نه ده چې پر جوړېدو یې ولسي غبرګونونه را پورته کېږي.


پر څڅوبي د تازه جوړې شوې دروازې انځورونه د توندو نيوکو سره يو ځای په خواله رسنيو لاندې باندې کېږي.


له حکومت د خلکو غوښتنه 


د دور بابا ولسوالۍ يو قومي مشر کوتر دا د خلکو ترمنځ د ژوند د سختولو او د لارو د تړلو یوه ناروا چاره بولي:


“موږ خو دلته خپلوۍ او رشتې لرلو. دوی غواړي زموږ دا اړيکه پرې کړي. مخکې يې اغزن تار غځولی و. حکومت ولې غلی دی، بايد چې پوښتنه يې وکړي چې ولې دروازې جوړوي. “


د ولسي جرګې د غړو په ګډون د خلکو نيوکه په افغان حکومت دا ده چې پر ډيورنډ کرښه د ناقانونيو په وړاندې غلی او بې غوره دي. ولسي


جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی نیازولي مسلم- چې يادې سيمې ته ډېره راشه درشه لري- وايي، پاکستاني پوځيان سيمه کې وخت ناوخت سرغړونې کوي.


“دروازه په افغان خاوره کې تر اويا مترو دېخوا اېښودل شوې ده. دوی غواړي نورې حاکمې نقطې لاسته راوړي. د دروازو لپاره يې نور ځايونه هم نښه کړي. په دې برخه کې حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی. “


په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان ايوب حسين خېل مني چې په څڅوبي کې پاکستاني ځواکونو دروازه اېښې ده، خو وايي افغان خاورې ته يو قدم وړاندې نه دي راغلي او دغه دروازه د هغوی په خوا کې جوړه شوې ده.


“دوی يوه لوېشت مخکې نه دي راغلي. زه اوس هم څڅوبي کې يم. هو دروازه يې په خپله خوا کې ۷ يا ۹ متره هغه خوا اېښې ده. نور موږ دلته يو، خلکو ته ډاډ ورکوو چې پاکستاني پوځيانو ته به يو قدم هم د وړاندې د راتګ اجازه ور نه کړو، خلک دې مسلې ته بل رنګ ورکوي. “


 


پاکستان د ډیورنډ کرښې مختلفو سیمو کې ازغن تار هم غځولی دی او پوستې یې هم زیاتې کړې دي.


ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر څڅوبي خبرې کړې او ويلي يې دي چې په ډيورنډ کرښه ورته سرغړاوی د منلو نه دی.


د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي:“د افغان حکومت پاليسې دا ده چې پر ډيورنډ کرښه او شاوخوا يې هر ډول بې قانونه اقدامات افغان حکومت او ولس ته د منلو نه دي. زموږ په موقف شک مه کوئ. “


څڅوبی پر ډيورند کرښه د حکومتونو ترمنځ د سياسي ترنګلتيا پر وخت د ولسي راشه درشې يوه ګوښه لار يادېږي. هر ځل چې تورخم وتړل شي، خلک په څڅوبي تګ را تګ کوي.


له دوکلامه تر چمنې دروازې هر ځل د دواړو حکومتونو ترمنځ شخړې شوې دي. ان د ۲۰۱۶ په جون کې په تورخم او انارګي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې هم وشوې.


دا لومړی وار نه دی چې ولسي افغانان پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د سرغړاوي غږونه پورته کوي. د ننګرهار مومندرې او ګوشتې ولسوالیو او د کونړ په څو ولسوالیو کې د پاکساني پوځيانو د وړاندې راتګ، پوځي ودانيو جوړول او غټو مرميو راغورځول څو ځل جنجالي شوې مسله ده.


 

اتمر ۲۲.jpg

اتمر:

نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

4 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

صالح به نور:

دندان‌هایم را زیاد مراقبت می‌کنم

4 قوس 1399
امرالله صالح، معاون اول ریاست جمهوری به انتقاد عطامحمد نور، والی پیشین بلخ از عمل‌کردهایش پاسخ داده است.
ناتو در افغانستان.jpg

د ناټو عمومي منشي:

ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي

4 قوس 1399
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
سربازان امریکایی.jpg

امریکایي کارپوهان کانګرس ته:

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمول تیروتنه ده

1 قوس 1399
یو شمیر امریکایي کارپوهانو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۴۵۰۰ نه د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته کمول، یوه تیروتنه ده.
ولسی جرگه.jpg

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې

1 قوس 1399
د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

افغان ولسمشر:

ملګري ملتونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي

30 عقرب 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د ام…

  • استقبال خلیلزاد از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت در افغانستان

  • 4 قوس 1399
    نمایندۀ ویژه ایالات متحدۀ امریکا در امور مصالحۀ افغانستان از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت و تلاش برای برقراری آتش‌بس در افغانستان استقبال کرد.

  • ولسمشر غني د ځینو پاکستاني بندیانو د بښلو او خوشي کولو امر کړی

  • 4 قوس 1399
    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د “ښه نیت او له پاکستان سره د نېکو اړیکو د ټینګښت” په موخه د افغانستان له ځینو زندانونو د یوشمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.

  • وزیر امور خارجه امریکا با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان در قطر به صورت جداگانه دیدار کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپئو، وزیر امور خارجه امریکا در جریان سفرش به دوحه، پایتخت قطر با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان به صورت جداگانه دیدار کرد.

  • پمپیو با مذاکره کنندگان افغان در دوحه ملاقات کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپیو، وزیر خارجهٔ ایالات متحده امروز ۲۱ نومبر (اول قوس) در دوحه با مذاکره کنندگان جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان ملاقات کرد.

  • په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

  • 1 قوس 1399
    په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.

  • "پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

  • 1 قوس 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

  • عرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

  • 30 عقرب 1399
     راپورونه وايي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.

  • کمیسیون حقوق بشر خواستار تحقیقات درباره جنایت جنگی نظامیان خارجی در افغانستان شد

  • 30 عقرب 1399
    کمیسیون مستقل حقوق بشر از امریکا، انگلستان و کشورهایی که در افغانستان نیروی نظامی داشته‌اند، خواست که درباره اتهامات جنایت جنگی و نقض قانون بشردوستانه بین‌المللی که علیه سربازان این کشورها مطرح شده ا…

    د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست:

  • طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

  • 4 قوس 1399

    د ماشومانو د ژغونې بنسټ:

  • له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

  • 4 قوس 1399
    د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي‌ او یا هم ژوبل شوي‌ دي.‌

    غنی در دیدار با نماینده ویژه ایران:

  • خطرات تروریسم در منطقه باید واضح تعریف شود

  • 28 عقرب 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11121314

    15

    161718

    19

    2021

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری