وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12020
منبع خبر: آزادي راډیو

د مصالحې عالي شورا:

هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی

24 سرطان 1399

 د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا روان امنیتي وضعیت ته په کتو وایي په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی.


دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په سمنګان ولایت کې د پروني ډله‌ییز برید په نتیجه کې د ملکي وګړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.


په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته هیلې پیدا شوي، خو په سمنګان ولایت کې پروني برید یو ځل بیا د دې خبرو د خنډ او زیانمنېدو اندېښنې راوپارولې.


طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی.


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي دا ډول بریدونه د سولې بهیر له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي.


د دغې شورا ویاند فریدون خوځون تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دواړه لوري هم حکومت او هم طالبان باید د سولې راوستلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي.


هغه زیاته کړه: “دا برید له سولې سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده چې جګړې کمې شي څو د خبرو پیل ته زمینه برابره شي. دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې یو له هغو د تاوتریخوالي کمول وو.”


د سمنګان سیمه‌ییز چارواکي وایي پرون څلورو تنو برید کوونکو د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ چې ۱۰ تنه امنیتي ځواکونه په‌کې ووژل شول او ۴۳ تنه ملکیان چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، ټپیان شوي.


وسله‌والو طالبانو د دغه ډله‌ییز برید مسؤلیت واخیست، خو ورسره دا پوښتنه راپورته کېږي چې که له یوې خوا د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې چارې روانې دي څو د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي، خو د تاوتریخوالي دوام څه معنی لرلی شي؟


هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو تر اوسه هغوی په دې اړه څه ونه‌ویل.


په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر تر دې وړاندې تل د حکومت له لوري د پنځه زره طالبانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که دا بندیان د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول خوشې شي، نو په یوه اوونۍ کې به له حکومت سره خبرو ته کېني.


تر دې یوه ورځ دمخه د جولای ۱۳مه واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې د طالبانو د جنګي ډلې او د سیاسي استازو ترمنځ د نظر تضاد ته اشاره کړې وه او ویلې یې وو چې د دې ډلې یو شمېر سیمه‌ییز قوماندانان ځانونه د جګړې ګټونکي بولي او وایي راتلونکی واک به سل په سلو کې له دوی سره وي.


طالبان د دوی د جنګي او سیاسي ډلو ترمنځ د نظر اختلاف ردوي.


په همدې حال کې ارګ د جولای پر ۱۳مه د سمنګان تر برید وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او دا برید یې په کلکه وغانده. اعلامیې د ولسمشر اشرف غني له قوله لیکلي چې طالبان د سولې په خبرو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي دوام او د خلکو وژنې ته مخه کوي.


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سمنګان برید او ملکي تلفات د توجیه وړ نه‌دي. ناټو وایي د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې لپاره یوازنی رامنځته شوی فرصت له خطر سره مخامخ کوي.

خلیلزاد ۱.jpg

خلیلزاد:

د افغان ښځو حقونه مهم دي، ورڅخه ملاتړ کوو

2 میزان 1399
د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړوند د امریکایي وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغه…
عبدالله۳۳.jpg

داکتر عبدالله:

حاصل مذاکرات صلح، دو نظام در درون یک کشور نخواهد بود

1 میزان 1399
عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی افغانستان گفته است که برآیند مذاکرات جاری صلح میان هیات جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان دو نظام در یک کشور نخواهد بود.
ترمپ و طالبان.jpg

ټرمپ:

امریکا د افغان جګړې پر ختمولو کار کوي؛ ډېر ژر به پوځیان وباسو

1 میزان 1399
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموول بوخت دی.‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ ډېر ژر به له افغانستانه خپل…
کابل ۲۲.jpg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ :

چین کابل ښار کې د استوګنې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړوي

1 میزان 1399
 د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او یوه چینايي شرکت ترمنځ په کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون لاسلیک شو.
اشرف غنی.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي

1 میزان 1399
 د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.
اشرف غنی و بیرق.jpg

طالبانو د افغان ولسمشر د مرستیالانو پر څرګندونو نېوکې کړې دي

1 میزان 1399
د طالبانو د واکمنۍ په اړه د ولسمشر غني د دواړو مرستیالانو سرور دانش او امرالله صالح له څرګندونو وروسته دې ډلې ویلي چې د دواړو خبرې د دوی د واکمنۍ پرمهال د نظام پر ضد “ناسم پروپاګند” دی.

  • مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو

  • 3 میزان 1399
     د ولسمشر اشرف غني د تازه حکم پر اساس مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د نوي ویاند په توګه وټاکل شو.

  • نشست‌های گروه‌های تماس دولت و طالبان در دوحه تاکنون نتیجه‌یی در پی نداشته است

  • 3 میزان 1399
    محمد نعیم، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر امروز (پنج‌شنبه3 میزان/مهر) می‌گوید، گروه‌های تماس هیأت‌های دو طرف روز گذشته نیز روی آجندا و مسایل فنی آغاز گفت‌وگوهای بین‌الافغانی صحبت کرده‌اند، اما برخی…

    مقام‌ها:

  • جنگ در منطقۀ ولسوالی دهراوود ارزگان ادامه دارد

  • 3 میزان 1399
    پولیس ولسوالی دهراوود ولایت ارزگان از ادامۀ جنگ در منطقۀ لندیانی این ولسوالی خبر می دهد.

  • سقوط یک چرخبال نیروهای هوایی در ولایت بغلان؛ دو پیلوت جان باختند

  • 3 میزان 1399
    وزارت دفاع در یک خبرنامه عصر امروز (پنج‌شنبه، ۳ میزان) می‌گوید که یک چرخبال نیروهای هوایی در نتیجۀ مشکلات فنی در ولایت بغلان سقوط کرد که در نتیجه، دو پیلوت جان باختند.

  • 'ارزګان کې د افغان ځواکونو ځوابي حمله کې ۱۲ طالبان وژل شوي'

  • 3 میزان 1399
    د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

    اعلامیه‌ای ریاست جمهوری افغانستان

  • سرمایه‌گذاری ۱۶۰ میلیون دالری روی تولید برق خورشیدی در افغانستان

  • 3 میزان 1399
    ریاست جمهوری افغانستان از امضای قرارداد چهار پروژۀ مشارکت عامه و خصوصی برای تولید برق آفتابی خبر داده است.

  • د کانکور ازموینې پایله؛ بیا هم یوه نجلۍ اول نمبر شوه

  • 3 میزان 1399
    د افغانستان د کانکور ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د کانکور ازموینو پایله اعلان کړه.

  • سعودي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي

  • 1 میزان 1399
    سعودي عربستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې پروسې چې د تاوتریخوالي کمېدو لامل کیږي ملاتړ کوي.
    غنی در مونیخ.jpg

    خلیلزاد:

  • ډاډمن یم چې افغانان به سوله وکړي

  • 3 میزان 1399
    د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د دواړو خواو له مشرانو سره د خبرو په اساس په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د جمهوري دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ موافقې ته…

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
      

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19
    2021222324

    25

    26

    27

    28

    29

    30

       

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری