وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12018
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

خلیلزاد:

د سمنګان برید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف دی

24 سرطان 1399

خلیلزاد ۱.jpg

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پرونی موټر بم برید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د یادې ډلې د ژمنو خلاف بللی دی.


پرون دوشنبه د سمنګان ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخته د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول.


ښاغلي خلیلزاد د سې شنبه ورځ جولای۱۴(چنګاښ۲۴) دغه برید غندلی او په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.


نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي:“په ځانګړي ډول د وروستیو ورځو او اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، د کوم دلیل پرته یو شمېر افغانان وژل کیږي، په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو برید د تاوتریخوالي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې اوربند د هدف تر لاسه کېدو خلاف دی.”


 د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سمنګان مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو موټر بم برید «د نه منلو» وړ بللی او زیاتوي چې ورته وبریدنه له هغو سره مرسته کوي چې د سولې مخالفت کوي.


هغه یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی دی.


د سمنګان ایبک کې د ملي امنیت او ښاروالۍ د ودانۍ مخته د موټر بم او ډله ییز برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.


د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې به موټر بم او وسله وال بریدونه نه کوي.


زلمي خلیلزاد همدانګه زیاته کړې چې د دوحې تړون پر لاسلیک له ۱۵۳ ورځو تیرېدو څخه د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې په لومړنیو ژمنو ودریږي.


هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل او له پنځو پوځي اډو څخه ایستل د امریکا متحده ایالاتو له ژمنو څخه بللي او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په شمېر کې هم کمووالی راغلی دی.


خلیلزاد زیاته کړې چې د دوحې د سولې تړون تر لاسلیک وروسته تر دامهاله هیڅ یو امریکايي سرتیری په افغانستان کې نه دی وژل شوی او سیمه ییزې اړیکې هم سمې شوي دي.


نوموړي ویلي که څه هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو په ازادولو کې پرمختګ راغلی، خو نوموړی زیاتوي چې دغه بهیر تر دامهاله پڅ مخته تللی دی.


تیره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا هم د سمنګان برید سولې ته د رسېدو په لار کې د خنډ په توګه یاد کړ.


د یادې شورا په اعلامیه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي:“دا ډول بریدونه د بین الافغاني خبرو اترو د تعهداتو خلاف، د تاوتریخوالي کمولو او په هېواد کې د سولې راوستلو پر وړاندې خنډ دي.”


یادې شورا ویلي چې د جګړو شدت او تاوتریخوالی نه یوازې دا چې د سولې پروسه د خنډ سره مخ کوي؛ بلکې د سولې په پروسه باور له منځه وړي او پدې برخه کې خطرات زیاتوي.

لویه جرگه 1.jpg

د سولې مشورتي جرګه:

۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي

18 اسد 1399
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.
لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.

د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:

  • مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی

  • 23 اسد 1399
    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری