وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 12008
منبع خبر: بي بي سي

د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره:

"افغانستان کې ۱۵ میلیون وګړي تر ۱۵ کلونو ټیټ عمر لري"

21 سرطان 1399

کابل کوته سنگی.jpg

 نن د جولای ۱۱مه ده چې د نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان د وګړو شمېر په تېر کال کې له (۰،۷) سلنې زیاتوالي سره، نژدې ۳۳ ميلیونه ته رسېدلی.


د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې اټکل کړی چې د دې هېواد نږدې ۱۷ میلیونه وګړي نارینه دي او له ۱۶ میلیونه لږ څه ډېر یې ښځې جوړوي.


د مالوماتو له مخې د دغه هېواد د وګړو له ډلې څه باندې ۱۵ میلیونه یې له ۱۵ کلونو ټيټ عمر لري. د ډېرو ماشومانو درلودلو اغېزو په اړه د کورني تنظیم نه مراعتونه او لږ پوهاوی په افغانستان کې د وګړو د ډېرښت لامل په ګوته کېږي.


۴۵ کلنه ګلالۍ د کابل اوسېدونکې ده، زدکړې یې نه دي کړې او د ژوند ملګری یې هم لاسي توکي خرڅوي. ورځني لګښتونه د نورو په کورونو کې له کار کولو برابروي.


ګلالۍ ۱۲ کوچني او لوی ماشومان لري. هغه وايي د کورني تنظیم په اړه نه خپله پوهېدله او نه هم چا په دې اړه څه ورته ویلي.


“شوق و نو، پوهه نه وه، درسم مې نه وو لوستی. ټول یو په بل پسې پيدا شول. یوه ته به مې شیدې ورکولې چې بل به پيدا شو. نو اخري ماشومان مې دوه غبرګوني پیدا شوي دي. دواړه شیدې خورې، تر اوسه مې ښوونځي کې نه دي شامل کړي. همدا ماشومان دي چې زما سرپرستي به کوي. دا دومره ماشومان هم له دې امله چې نا پوهي وه. اوس ښه ده په ټول کور کې د ماشومانو شور وي. کله چې د ورځې په پای کې ستړې ستومانه کور ته راشم، شاوخوا مې ماشومان راباندې راټولېږي. ما ساتي. نور څوک لرم؟ ماته خدای همدا ماشومان راکړي”.


په کندوز ولایت کې یو نا دولتي بنسټ له لسو کلونو راپدې خوا د مېرمنو د سلامتیا او د روغتیايي مېندوارۍ برخه کې فعالیت کوي. د دغه بنسټ مسؤل عبدالنصیر قریشي وايي، لویه ستونزه د کورني تنظیم مشورتي مرکزونو ته د مېرمنو کم ورتګ دی. هغه وايي په کندز کې ۵۷ مرکزونه د کورني تنظیم او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې چوپړونه وړاندې کوي، خو یا مېرمنې د کورني تنظیم انګېزه نه لري او یا یې دا په واک کې نشته:


“په خپله بې وزلي د ټولنې په کچه د ټولو ستونزو لامل ده. دغه راز بې کاري هم. د مېرمنو له طبقې ډېری یې په ولایتونو او لرې پرتو کلیو کې بې کاره وي او په کورونو ناستې وي. د دوی د ډېرو سړي هم په موسمي توګه کار کوي. د ژمي په موسم کې ډېر یې بې کاره کېږي. همدا بې کاري یو له هغو لاملونو دی چې د کورنۍ تنظیم یې ګډوډ کړی دی. موږ ځينې څېړنې کړې، جالب ټکی پکې دا دی چې په افغانستان کې ډېر ماشومان د کب، وري او غوايي په میاشتو کې زېږي.”


ښاغلی قریشي وايي چې په دې برخه کې باید د وګړو د پوهاوي کچه لوړه شي او په لومړي ګام کې نارینه وو او بیا د کورنیو خواښي ګانو ته چې په کورنۍ کې مهم رول لري، روزنه ورکړل شي.


د افغانستان د وګړو له ډلې ۷۰سلنه یې په کلیو کې ژوند کوي. په دې مانا چې د رسنیو تر څنګ د سیمې مشران، د جوماتونو ملایان او ځينې بانفوذه کسان په ټولنو کې ډېر اغېز لري.


د مالوماتو له مخې، د دغه هېواد د وګړو له ډلې څه باندې ۱۵ میلیونه یې له ۱۵ کلونو ټيټ عمر لري.


د ټولې نړۍ د وګړو شمېر له اووه ملیارده ډېر شوی، د دې له نیمايي ډېر په آسیا او له څلورو یوه برخه یې په افریقا کې ژوند کوي. افغانستان د هغو ۸ هېوادونو له ډلې یو دی چې د وګړو شمېر یې په پرېمانه توګه ډېر شوی او په ورته وخت کې له اقتصادي، ټولنیزو او زېربنايي ستونزو سره مخ دی.


د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي چې د وګړو ملي پالیسي یې جوړه کړې خو تر اوسه عملي شوې نه ده.


د اقتصاد وزیر مصطفی مستور له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې د کورنیو د سمې پوهې کچې لوړول باید لومړی ګام وي:


“زما موخه دا ده چې، په دې برخه کې د پیغام رسونې ډول په ډېری مواردو کې نږدې په منفي بڼه وي، یعنی متضاد وي. هغه ډول چې پکار ده باید ووایي او دود یې کړي، پر ځای یې په داسې بڼه دودوي چې نه یوازې ویجاړونکي خلک او یو شمېر مذهبي اشخاص چې په موضوع نه پوهېږي، عام وګړي هم یو بل ډول ناسم پوهاوی ترلاسه کوي.”


په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازی وايي چې د کورنیو د تنظیم پیاوړو پروګرامونو ته هم له روغتیايي اړخه او هم د وګړو شمېر ته په کتو اړتیا ده.


په افغانستان له پرمختګونو سره ـ سره لا هم له هرو ۱۰۰زره مېرمنو ۶۳۸ یې د ماشوم زېږېدو پر مهال مري.

لویه جرگه 1.jpg

د سولې مشورتي جرګه:

۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي

18 اسد 1399
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.
لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.

د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:

  • مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی

  • 23 اسد 1399
    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری