وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11996
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

ولسمشر محمد اشرف غني:

طالبان دې 'جمهوري نظام' کې د ټاکنو له لارې سیاسي موخې تر لاسه کړي

20 سرطان 1399

غنی مراسم تحلیف.jpg

 ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سیاسي هوکړي ته د رسېدو ظرفیت او اراده لري چې په وینا یې طالبان به په «جمهوري نظام» کې په حضور پیدا کېدو سره د پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو له لارې خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.


ښاغلي غني پرون پنجشبه جولای۹(چنګاښ۱۹)د افغان سولې په اړه د اجماع پیاوړتیا په هدف دوهمې غونډې ته وینا کې ویلي چې د دغه هدف لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع موجوده ده.


له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: “موږ د جنګ د ختمېدو او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده لرو، داسې چې طالبان به د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې حضور ومومي او د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو له لارې به وتوانېږي خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.”


دغه غونډه چې پرون مازدیګر د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغان حکومت په کوربتوب په ارګ کې جوړه شوې وه د ناټو، ملګرو ملتونو د سازمانونو او ارپايي ټولنې په ګډون د نړۍ نژدې ۱۹ هیوادونو استازو پکې ګډون کړی و.


د ارګ اعلامیه وايي چې ښاغلي غني یادې غونډې ته وینا کې هدفمندې سولې ته د رسېدو لپاره د غونډې د ګډونوالو هیوادونو رول او همکاري مهمه بللې ده.


نوموړي زیاته کړې:“د سولې له پروسې څخه د افغان ولس، ګاونډیانو او سیمې ملاتړ د سولې پروسې د پایداره کېدو لامل ګرځي، په همدې دلیل د سولې پروسه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي پایلې لري.”


ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې سوله باید له ټولو تروریستي ډلو او جرمي سازمانونو سره د طالبانو د اړیکو پرېکېدو لامل شي چې په وینایې دغه کار د ټولو په ګټه دی.


هغه ویلي سوله نه یواځې یوه مطلوبه غوښتنه ده، بلکې بااعتباره او امکان پذیره به هم وي.


افغان ولسمشر همدارنګه تمه ښودلې چې د امریکا متحدو ایالتونو همکاري او له طالبانو سره د دوی هوکړه لیک به د هغو شرایطو د ایجاد لپاره چې د بریا لامل شي، زمینه برابره کړي.


له سیمې او نړۍ سره د افغانستان اړیکې


ولسمشر غني دغه غونډې ته ویلي چې د سیمې او نړۍ په اړه د افغان حکومت لیدلوری ساده او پالیسې یې پر متعددو محرونو ولاړه ده.


نوموړي ویلي چې غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي او فرهنګي څلور لارې د همکارۍ د بستر په توګه بدل کړي چې پر مټ یې له ټولو هیوادونو سره دوستانه اړیکي ولري.


ښاغلي غني ویلي: “غواړو له هیوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو، له هیوادونو سره د تقابل او نیابتي ډلو مخینوی وکړو. زموږ خاوره به یواځې ثبات، ارزښتونو او د نړیوال نظم د دفاع لپاره وکارول شي، نه د نورو هیوادونو لپاره د ګواښ د یوه مرکز په توګه.”


پر همدې مهال د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع پیاوړتیا د مشورتي غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو، د افغان دولت بندیانو ازادولو او بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.


د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د غونډې ګډونوالو سولې ته د رسېدو لپاره د طالب بندیانو ازادولو په اړه د افغان حکومت د هڅو قدرداني کړې او د تاوتریخوالي کمولو او د بشردوستانه اوربند پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.

لویه جرگه 1.jpg

د سولې مشورتي جرګه:

۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي

18 اسد 1399
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.
لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.

د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:

  • مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی

  • 23 اسد 1399
    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری