وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11993
منبع خبر: بي بي سي

افغان سوله؛ کابل کې نړیواله غونډه پر څلورو مسلو بحث کوي

19 سرطان 1399

کرونا کابل.jpg

د افغانستان پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۹) د افغان سولې په هکله د نړیوالې اجماع را منځ ته کولو لپاره د غونډې کوربه دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، دې غونډه کې د بندیانو پر تبادله، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر ژر پیلولو، تاوتریخوالي کمولو او اوربند بحث کېږي.


د نوموړي په خبره، دې غونډه کې د شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي:


“دې غونډه کې به پر هغو هېوادونو سربېره چې تېرو شلو کلونو کې یې له افغانستان سره مرسته کړې د مهمو ټولنو لکه ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو ټولنې، ناټو، اروپايي ټولنې او نورو موسسو استازي ګډون ولري”.


په ورته مهال کابل کې د اسټرالیا او کاناډا سفیران افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل غندي او د ولسي خلکو پر وژلو خواشیني ښيي.


دوی د پنجشنبې په ورځ ګډه اعلامیه کې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېړنی انساندوستانه اوربند وکړي:


“د تاوتریخوالي سملاسي کمول او د بشردوستانه اوربند را منځته کول به د باور جوړونې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ لامل شي”.


 طالبان وايي، که له نوملړ سره سم یې بندیان خوشي نه شي، خپلمنځي خبرې هم نه پیلېږي.


له تېرې اونۍ را هیسې دا دریمه غونډه ده چې د کابل په کوربتوب د ویډیو کانفرانس له لارې جوړېږي او پکې د اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه کېږي.


د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره د حکومت له خوا د پنځو زرو طالب بندیانو او د دې ډلې له خوا د زرو حکومتي زندانیانو خوشي کول یو شرط دی.


تردې دمه افغان حکومت د طالبانو له څلورو زرو او دې ډلې له اوو سوو زیات حکومتي بندیان خوشي کړي دي.


خو وروستیو کې افغان حکومت وویل، نږدې شپږ سوه طالب بندیان د دوی د دوسیو له امله نه خوشي کوي.


طالبانو د حکومت دې دریځ ته په غبرګون کې وړمه ورځ له اروپا مېشتو افغانانو سره ویډیو کانفرانس کې وویل، که یې د بندیانو له لېست سره سم ټول بندیان نه پرېښودل شي بین الافغاني خبرې نه پیلیږي.


خو د جولای پر شپږمه په دې تړاو لومړنۍ غونډه کې ولسمشر غني له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه وویل:


“افغان حکومت په دې برخه کې لوی ګامونه پورته کړي ترڅو طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، حکومتي اسیران خوشي کړي او د مخامخ مذاکراتو پیل سره ژمنه وکړي. همداراز بشردوستانه اوربند ومني چې د حکومت لپاره له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه ښه شرایط برابر شي”.


د جولای پر اومه هم کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته وه او افغان چارواکي وايي، په دې غونډه کې چین او پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره بین الافغاني‌ خبرې پیل کړي.

لویه جرگه 1.jpg

د سولې مشورتي جرګه:

۴۰۰ طالب بندیان دې په نړیوال ضمانت ازاد شي

18 اسد 1399
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په دوهمه د ۵۰ کمېټو رئیسانو د جرګې له رئیس او نورو غړو سره د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال ویلي چې ۴۰۰ طالب بندیان دي په نړیوال ضمانت ازاد شي.
لویه جرگه 1.jpg

د مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ‎:

د طالب‌بندیانو برخلیک په اړه بحثونه کوي

18 اسد 1399
د سولې مشورتي جرګې ګډونوال پر دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي او د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت…
ذبیح الله ابراهیمی.jpeg

رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

قوه قضائیه در کندهار استقلالیت خود را بدست آورده و تحت تاثیر هیچ قدرت و زورمند نیست

18 اسد 1399
 رئیس محکمه استیناف ولایت کندهار میگوید که با  آمدن وی به حیث مسؤول قوه قضایه  به این ولایت دست  مقامات دولتی ، زوسالاران ، قدرت مندان و ثروت مندان را از محاکم کوتاه کرده و استقلالیت کامل قوه قضائیه ر…
صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

ټاکل شوې د اسد په ۲۰ مه بین الافغاني مذاکرات پیل شي

17 اسد 1399
د مشورتي لویې جرګې د کاري کمېټو د یوې پوښتنپاڼې په اساس احتمال شته چې د اسد میاشتې په ۲۰ نېټه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
لویه جرگه 1.jpg

مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه:

ژر پرېکړه وکړئ چې طالبانو سره خبرې پیل شي

17 اسد 1399
کابل کې نن جمعه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشوره کېږي.
خلیلزاد و عبدالله.jpg

سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی:

تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله تکمیل شد

16 اسد 1399
تکمیل شدن تشکیلات شورای عالی مصالحه ملی به رهبری عبدالله عبدالله پس از نزدیک به دو نیم ماه تأخیر.

د تخار د والي ویاند:

  • وسله‌والو په تخار کې یو ښوونځی سوځولی دی

  • 23 اسد 1399
    د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ابو عثمان تالقاني هغه لیسه چې په دغه ښار کې تاریخي حیثیت لري د ناپېژندو کسانو له خوا سوځول شوې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت:

  • مسکو کې د افغانستان سفیر له دندې ګوښه شوی

  • 23 اسد 1399
    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند له دندې څخه ګوښه شوی دی.

  • د سولې مشورتي لویې جرګې قطعه نامه

  • 19 اسد 1399
    د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو لپاره د مشورتې لویې جرګې تر درې ورځو وروسته د خپلو بحثونو پایلې په ۲۵ مادو کې وړاندې کړې.

    د امریکا دفاع وزارت:

  • امریکا افغانستان کې خپل پوځيان تر ۵۰۰۰ راکموي

  • 19 اسد 1399
    د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، هېواد به یې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵۰۰۰ راټیټ کړي.

    وزارت امور خارجه کشور:

  • افغانستان و اوزبیکستان قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق امضا می‌کند

  • 18 اسد 1399
    قرار است قرارداد ۱۰ ساله انتقال برق بین افغانستان و اوزبیکستان در سی‌ام اسد امضا شود.

    سخنگوی والی غزنی:

  • حمله موتربمب به کندک محافظت عامه در غزنی

  • 18 اسد 1399
    مقام‌های محلی در ولایت غزنی می‌گویند که «مخالفان مسلح» ساعت ۸:۰۰ شام روز شنبه، هژدهم اسد، با استفاده از یک موتر بمب‌گذاری‌شده بر کندک محافظت عامه در منطقه کوتل روضه‌ از مربوطات شهر غزنی حمله کرده‌اند…

  • د جمعیت اسلامي انشعاب؛ د سولې مشورتي جرګې په اړه متضاد نظرونه

  • 17 اسد 1399
    د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ د جمعیت اسلامي تر وېشل کېدو او پارچه کېدو وروسته، دواړو ډلو د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه متضاد نظرونه ورکړي دي.

  • هشدار داکتران از خطر شیوع کرونا درمیان شرکت‌کننده‌گان لویه‌جرگه

  • 17 اسد 1399
    بیش از سه‌هزار تن در حالی‌ زیر یک سقف در تالار لویه‌جرگه گردآمده‌اند که خطر موج دوم ویروس کرونا در کمین است.

    د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان:

  • لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای

  • 18 اسد 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر

  • افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته

  • 17 اسد 1399

    پاکستان:

  • افغان ځواکونو زموږ پر پوستو بریدونه کړي

  • 16 اسد 1399
    پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي پولیسو له ډیورند کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، یو پاکستاني سرتېری یې وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

    ټرمپ:

  • ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي

  • 15 اسد 1399
    د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

    کمیسیون مستقل حقوق بشر:

  • در روزهای عید ۳۲ غیرنظامی کشته شده‌اند

  • 15 اسد 1399

    از سوی ادارۀ ملی احصائیه و معلومات افغانستان

  • جمعیت کابل افغانستان بیش از پنج میلیون و 204 هزار نفر اعلام شد

  • 15 اسد 1399

    د بغلان د پولیسو ویاند:

  • د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

  • 15 اسد 1399
     د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

    د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر:

  • ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرنی وګړی نه‌شته

  • 15 اسد 1399
     د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په ۴۰۰ طالب بندیانو کې هېڅ بهرنی وګړی نه‌شته.

    لیکوال: اعظم منور

  • د چين او امريکا ترمنځ د نوې لانجې پيلېدل

  • 14 اسد 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    45678
    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری