وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11919
منبع خبر: آزادي راډیو

'سي‌اېن‌اېن' ټلوېزیوني شبکه:

امریکا له افغانستانه خپل ۴ زره نور سرتېري هم باسي

8 سرطان 1399

سربازان امریکایی.jpg

 د امریکا دولت په پام کې لري چې تر راتلونکي خزان یا مني پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴،۶۰۰ ته راکم کړي.


دا له طالبانو سره د دوحې د هوکړې د عملي کېدو لپاره د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو دولت یو بل ګام دی.


‘سي‌اېن‌اېن’ ټلوېزیوني شبکې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر دا موضوع د ناټو له مشرانو سره هم شریکه کړې ده.


‘سي‌اېن‌اېن’ د پنټاګون د دوو مهمو چارواکو له قوله لیکلي، امریکا پتیلې چې د روان کال تر خزان یا مني پورې له افغانستان څخه خپل ۴ زره نور عسکر وباسي.


‘سي‌اېن‌اېن’ لیکي، په دې اړه چې د دې ۴ زره عسکرو وتل به کله پیل شي، چارواکو ورته څه نه‌دي ویلي.


اوس‌مهال په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۸،۶۰۰ تنه دی، خو که چېرې دا پرېکړه عملي شي، په افغانستان کې به د پاتې امریکايي سرتېرو شمېر ۴ زره شي.


دا به له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا په افغانستان کې مأموریت پیل کړ، د دې هېواد د عسکرو تر ټولو کم شمېر وي چې دلته دېره کېږي.


د افغانستان حکومت د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه خبرو ته نه‌حاضرېږي، خو له دې وړاندې یې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌مهال د جګړې رهبري پر غاړه لري او کولای شي له خپل هېواد ساتنه وکړي.


د روان کال په فبرورۍ میاشت کې، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې هوکړې یوه برخه، له افغانستان څخه په ۱۴ میاشتو کې د بهرنیو عسکرو وتل دي.


امریکايي چارواکو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تل له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل، د وضعیت په ښه‌والي پورې تړلې مسئله بللې ده.


خو ایا د دې هېواد وضعیت له طالبانو سره د امریکا له هوکړې وروسته ښه شوی دی؟


د افغانستان خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د تاوتریخوالي پر کمېدو توافق نه‌دی شوی.


ده زیاته کړه: “تر اوسه پورې امریکا او طالبان په خپله پرېکړه ولاړ دي. طالبانو له امریکایانو سره په دې نسبت هوکړه کړې چې دوی وځي عملیات به پرې نه‌کوي، ځکه که دوی عملیات وکړي، امریکا ویلی شي چې موږ خو وځوو، تاسې مو ولې نه‌پرېږدئ.”


اوس‌مهال په افغانستان کې جګړې د تېر په پرتله شدت موندلی او د ملي امنیت شورا د راپور له مخې، یوازې تېره اوونۍ طالبانو ۵۱ ملکیان وژلي.


اوس په یوه داسې مهال کې له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل څه راپېښولای شي؟


د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وویل: “د نړیوال ضمانت او نظارت پرته او همزمان د دې ستونزو له پای وړاندې، له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل به، د ۷۰مې لسیزې وخت بیا تکرار کړي.”


امریکا داسې مهال له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل عسکر له افغانستان وباسي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ، د دفاع وزیر او ګڼو نورو چارواکو یې پر دې ډلې نیوکه کړې چې تاوتریخوالی یې نه‌دی راکم کړی.


تازه یو شمېر امریکايي سناتورانو هم ویلي، له افغانستان کې د امریکايي عسکرو د مسؤلانه وتلو له بهیر څخه باید څارنه وشي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون یو ځل بیا د جګړې د شدت د راکمېدو لپاره له طالبانو وغوښتل چې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، خو طالبان بیا وايي، د جګړې د سرو لمبو کمېدل، د دوحې د هوکړې په عملي کېدو پورې تړلي دي.

کابل ۲۲.jpg

پس‌‌لرزه‌هایی زلزله؛ خانه‌های غیرمعیاری در شهر کابل در معرض خطر اند

20 سرطان 1399
حدود سه روز قبل زلزله‌ای به قدرت ۴٫۶ ریشتر در عمق هشت کیلومتری زمین که مرکز آن ولسوالی پغمان ولایت کابل تخمین شده بود، کابل و ولایت‌های همجوارش را لرزاند. اکنون وزارت دولت در امور رسیده‌گی به حوادث ا…
طیاره غزنی.jpg

 افغانستان دفاع وزارت:

بغلان کې د ملي اردو 'سوپرټکانو' طیاره لوېدلې

20 سرطان 1399
 افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه A-29 نظامي طیارې د تعلیمي ماموریت پر مهال سقوط کړی دی.
بانک جهانی.jpg

جهت مقابله با اثرات منفی بحران کرونا در افغانستان:

بانک جهانی ۲۰۰ میلیون دالر دیگر افغانستان کمک می‌کند

20 سرطان 1399
بانک جهانی کمک “بلاعویض” ۲۰۰ میلیون دالری را به هدف حمایت از مردم آسیب پذیر از کروناویروس و تقویت سکتور خصوصی در افغانستان تصویب کرد.
غنی مراسم تحلیف.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

طالبان دې 'جمهوري نظام' کې د ټاکنو له لارې سیاسي موخې تر لاسه کړي

20 سرطان 1399
 ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سیاسي هوکړي ته د رسېدو ظرفیت او اراده لري چې په وینا یې طالبان به په «جمهوري نظام» کې په حضور پیدا کېدو سره د پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو له لارې خپلې سیاسي…
کرونا کابل.jpg

افغان سوله؛ کابل کې نړیواله غونډه پر څلورو مسلو بحث کوي

19 سرطان 1399
د افغانستان پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۹) د افغان سولې په هکله د نړیوالې اجماع را منځ ته کولو لپاره د غونډې کوربه دی.
انفجار پوسته.jpeg

د وردګو د والي ویاند:

په وردګو کې د ملي اردو پر یو ټولي د طالبانو برید شنډ شو

19 سرطان 1399
د میدان وردګو د رسنیو دفتر وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په بازار کې یو موټر بم بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.

سخنگوی پولیس فاریاب:

  • در تیراندازی طالبان بر نمازگزاران در فاریاب سه غیرنظامی کشته شدند

  • 24 سرطان 1399
     پولیس فاریاب می‌‌گوید در تیراندازی افراد وابسته به طالبان بر نمازگزاران در شهر میمنه، مرکز این ولایت، سه نمازگزار کشته شده و سه نمازگزار دیگر زخم برداشته‌اند.

    چارواکي:

  • شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

  • 24 سرطان 1399
     په شمال کې د ملي اردو دېره قول اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

  • امریکا وايي، د دوبي تر پایه به د کورونا پر ضد واکسین راوباسي

  • 24 سرطان 1399
     امریکا وايي، د سږني دوبي تر پایه به د کورونا پرضد واکسین جوړ او خلکو ته وړاندې کړي.

  • پینتاګون وايي، په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی

  • 24 سرطان 1399
     د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) وايي، په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

    کمیسیون حقوق بشر افغانستان:

  • حدود ۳۰۰۰ غیرنظامی افغان در ۶ ماه ۲۰۲۰ کشته و زخمی شده اند

  • 24 سرطان 1399
    کمیسیون حقوق بشر افغانستان با نشر گزارش شش‌ماهۀ این نهاد از تلفات غیرنظامیان اعلام کرد که ۱۲۱۳ غیرنظامی افغان در شش ماه نخست ۲۰۲۰ میلادی در ۸۸۰ رویداد مختلف امنیتی کشته و ۱۷۴۴ غیرنظامی دیگر زخمی شده…

    ځایي چارواکي:

  • 'کندز کې د طالبانو بریدونو کې دولتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي'

  • 23 سرطان 1399
     د کندز چارواکي په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په نویو بریدونو کې د یو شمېر دولتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کوي.

    د عامې روغتیا وزارت:

  • افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر نژدې زرو تنو ته ورسېد

  • 21 سرطان 1399
    د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۳ تنه نور مړه شوي دي.

    د جورجیا رسنۍ:

  • افغانستان کې د جورجیا لسګونه عسکر په کروناویروس اخته شوي

  • 21 سرطان 1399
     د جورجیا رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دغه هیواد ۲۸ سرتېري د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

    د مصالحې عالي شورا:

  • هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی

  • 24 سرطان 1399
     د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا روان امنیتي وضعیت ته په کتو وایي په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر په ګټه نه‌دی.

    والی سمنگان:

  • حمله طالبان به ریاست امنیت ملی سمنگان ۱۰ کشته و ۴۳ زخمی برجای گذاشت

  • 23 سرطان 1399
     مقام‌های محلی در ولایت سمنگان می‌گویند که حمله طالبان به ریاست امنیت ملی این ولایت با کشته شدن همه مهاجمان پایان یافته است. عبداللطیف ابراهیمی، والی سمنگان، به روزنامه ۸صبح گفت چهار مهاجم طالب در این…

    بې وزلۍ سره د مبارزې سازمان:

  • د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونه له سختې لوږې سره مخ دي

  • 21 سرطان 1399

    امریکایي جنرال:

  • روسیې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکولې

  • 21 سرطان 1399
     د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي روسیې په افغانستان کې طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکارې کوله خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښیيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د…

    شورای امنیت ملی:

  • گروه طالبان حدود نیمی از زندانیان حکومت را آزاد کرده است

  • 20 سرطان 1399
     شورای امنیت ملی می‌گوید که گروه طالبان تاکنون حدود نیمی از یک‌هزار اسیر نیروهای امنیتی را که به آن موافقت کرده بود، رها کرده است.

    د سولې ولسي حرکت:

  • د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي

  • 20 سرطان 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست:

  • افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو ثبت کم شوی

  • 20 سرطان 1399

    د امریکا د دفاع وزیر:

  • ایران او روسیه مې تر سخت کنټرول لاندې دي

  • 18 سرطان 1399

    د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • بغلان کې ۱۵ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

  • 17 سرطان 1399

    عامې روغتیا وزارت:

  • افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوي

  • 16 سرطان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
          

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری