وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11914
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

اروپايي ټولنه:

د طالبانو تروریستي بریدونه د منلو نه دي

8 سرطان 1399

 اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو “د ترهګریزو بریدونو” په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپل ټویټر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او بهرنۍ تګلارې د مشرانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.


په اعلامیې کې ویل شوي دي: “ د دوحې (له تړون وروسته) د تاوتریخوالي زیاتوالی او د طالبانو ترهګریز بریدونه د منلو نه دي. دا د توقعاتو خلاف دي او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه لیدلوری کمزوری کوي. “


ښاغلي کوبیا نه دي ویلي چې دا اعلامیه کله او چېرته خپره شوې ده، خو هغه دا خبره د شنبې په ورځ جون۲۷ (چنګاښ۷) خپره کړې ده.


اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مۍ په ۲۹(غبرګولي۹) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او له افغانستان سره یې خپلې مرستې مشروطې کړې وې.


په اعلامیه کې ویل شوي وو: “د دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د دموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتلی شي، خپلې مرستې مشروطوي.”


اروپایي ټولنې هغه وخت هم د طالبانو بریدونه غندلي وو او ترې یې غوښتي وو چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.


افغان حکومت د اروپايي ټولنې دا دریځ ستایلی و خو طالبانو ویلي وو چې د دغې ټولنې د اعلامیې له ځینو ټکو سره مخالف دي.


د افغان پوځ‌ تلفات


اروپايي ټولنې داسې مهال ویلي دي چې د “ طالبانو تروریستي بریدونه” د زغملو نه دي چې افغان حکومت وايي په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته، طالبانو په افغان ځواکونو او ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.


د افغانستان د امنیت شورا تېره دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) وویل چې دا اونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغان پوځ لپاره د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ وه.


وايي په دغې اونۍ کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د “طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ۵۵۰نور زخمیان شوي دي.”


د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي وو چې طالبانو د دې ترڅنګ په دغې اونۍ ۱۴۸ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.


له امریکا سره په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده چې په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نکوي. افغان حکومت وايي چې د طالبانو بریدونه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیانمنوي.

قطر هوتل.jpg

عضو هیات مذاکره کننده دولت در مذاکرات صلح:

طالبان حرف آخر خود را اول زده

30 سنبله 1399
 بیش از یک هفته از آغاز مذاکرات صلح افغانستان میان دولت و طالبان در دوحه قطر گذشته است. ولی دو طرف تاکنون درباره طرزالعمل مذاکرات به توافق کامل نرسیده‌اند.
قطر.jpg

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د طرزالعمل پر سر لا موافقې ته نه دي رسېدلي

30 سنبله 1399
له قطر څخه د افغانستان د سولې په خبرو کې شاملې خواوې وايي چې لا یې هم د طرزالعمل او اجنډا پر سر اختلاف پای ته نه دی رسولی.
سفارت امریکا۲۲.png

مقامات اداره ملی حفاظت از محیط‌زیست افغانستان:

فاضلاب سفارت امریکا و مقر ناتو به رودخانه کابل می‌ریزد

30 سنبله 1399
مقامات اداره ملی حفاظت از محیط‌زیست افغانستان که از تصفیه‌خانه مکروریان بازدید کردند، تأیید می‌کنند که فاضلاب تصفیه‌نشده به رودخانه کابل می‌ریزد. .»
ناتو در افغانستان.jpg

د ناټو راپور:

طالبانو مالي او نظامي خپلواکي ترلاسه کړې او یا ورته نږدې شوي

30 سنبله 1399
 د ناټو د یوه محرم او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له لوري د یوه برابر شوي راپور پر بنسټ، د طالبانو پراخېدونکی مالي قوت کولای شي دغه ډله چې له جګړې وروسته افغانستان کې د ونډې لپاره مذاکرات کوي، د نړیوال…
اشرف غنی و بیرق.jpg

اشرف غني:

جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید ننګه‌یې وشي

30 سنبله 1399
 جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، سوله پیاوړی تدبیر، صبر، حوصله او قرباني غواړي.
خشونت جنگ انفجار.jpg

د بشر حقونو کمېسیون:

د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې خبرې زیانمنولای شي

30 سنبله 1399
 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د تاوتریخوالي زیاتېدل، په قطر کې د سولې خبرې زیانمنولای شي.

مقامات محلی :

  • ادامه درگیری‌ها در کندز؛ ۱۷ جنگ‌جوی طالبان در نبرد با نیروهای امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    مقامات محلی ولایت کندز می‌گویند، در نتیجه درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی و گروه طالبان در این ولایت، ۱۷ جنگ‌جوی این گروه کشته شدند.

    معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان:

  • صادرات از طریق دهلیز هوایی افغانستان به حالت عادی برگشته است

  • 31 سنبله 1399
    اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان گفته که پس از قرنطین دوران کرونا، صادرات از طریق دهلیز هوایی دوباره به حالت عادی برگشته است.

  • تخار او کندوز کې جګړه؛ د ۹ ځواکونو او ۱۷ طالبانو د وژل کېدو دعوه

  • 31 سنبله 1399
    د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت د دښت کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

    د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • کابل کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 31 سنبله 1399
    د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، نن سهار د کابل ښار په اتمې او پنځمې امنیتي حوزو کې ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

    رییس شورای ولایتی بادغیس:

  • پنج کشته در نتیجه‌ی درگیری نیروهای امنیتی و طالبان در بادغیس

  • 31 سنبله 1399
    به دنبال درگیری میان نیروهای امنیتی و طالبان در ولایت بادغیس، پنج‌ تن کشته و چهار تن دیگر زخمی شده‌اند. به گفته‌ی مقام‌های محلی بادغیس، این درگیری بامداد یک‌شنبه، سی‌ام سنبله، در ولسوالی جوند این ولا…

    سخنگوی والی وردک:

  • '۱۷ جنگجوی گروه طالبان در میدان وردک کشته شدند'

  • 30 سنبله 1399
    مقام‌های محلی می‌گویند، در درگیری میان نیرو‌های امنیتی افغان و جنگجویان طالبان در میدان وردک ۱۷ شورشی کشته شده اند.

  • کندز کې د 'بدلون ' په نوم د سیمه ییزې راډیو خپرونې ودرېدې

  • 30 سنبله 1399
    په کندز کې د بدلون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مسئولین وايي، چې د مالي او تخنیکي ستونزو له امله یې خپلې خپرونې درولي دي.

    ۸صبح، کابل:

  • یک فرمانده پولیس محلی در قندهار به اتهام کشتن کودک ۱۳ ساله بازداشت شد

  • 30 سنبله 1399
    مقامات در قندهار می‌گویند که یک فرمانده پولیس محلی را به اتهام کشتن کودک ۱۳ ساله بازداشت کرده‌اند.

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399
    منابع امنیتی در ولایت‌های تخار و کاپیسا تأیید می‌کنند که ۱۸ نیروی امنیتی در پی حمله جنگ‌جویان طالبان در این دو ولایت کشته شده‌اند.

    د غزنې اوسېدونکي:

  • ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

  • 29 سنبله 1399

    د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست :

  • کابل او لغمان کې د انتحاري حملې مخه ونیول شوه

  • 27 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
       1234
    567891011

    12

    131415

    16

    17

    18

    1920

    21

    2223

    24

    25

    262728

    29

    30

    31

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری