وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11914
منبع خبر: امریکا غږ پښتو

اروپايي ټولنه:

د طالبانو تروریستي بریدونه د منلو نه دي

8 سرطان 1399

 اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو “د ترهګریزو بریدونو” په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپل ټویټر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او بهرنۍ تګلارې د مشرانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.


په اعلامیې کې ویل شوي دي: “ د دوحې (له تړون وروسته) د تاوتریخوالي زیاتوالی او د طالبانو ترهګریز بریدونه د منلو نه دي. دا د توقعاتو خلاف دي او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه لیدلوری کمزوری کوي. “


ښاغلي کوبیا نه دي ویلي چې دا اعلامیه کله او چېرته خپره شوې ده، خو هغه دا خبره د شنبې په ورځ جون۲۷ (چنګاښ۷) خپره کړې ده.


اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مۍ په ۲۹(غبرګولي۹) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او له افغانستان سره یې خپلې مرستې مشروطې کړې وې.


په اعلامیه کې ویل شوي وو: “د دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د دموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتلی شي، خپلې مرستې مشروطوي.”


اروپایي ټولنې هغه وخت هم د طالبانو بریدونه غندلي وو او ترې یې غوښتي وو چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.


افغان حکومت د اروپايي ټولنې دا دریځ ستایلی و خو طالبانو ویلي وو چې د دغې ټولنې د اعلامیې له ځینو ټکو سره مخالف دي.


د افغان پوځ‌ تلفات


اروپايي ټولنې داسې مهال ویلي دي چې د “ طالبانو تروریستي بریدونه” د زغملو نه دي چې افغان حکومت وايي په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته، طالبانو په افغان ځواکونو او ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.


د افغانستان د امنیت شورا تېره دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) وویل چې دا اونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغان پوځ لپاره د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ وه.


وايي په دغې اونۍ کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د “طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ۵۵۰نور زخمیان شوي دي.”


د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي وو چې طالبانو د دې ترڅنګ په دغې اونۍ ۱۴۸ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.


له امریکا سره په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده چې په بهرنیو ځواکونو به بریدونه نکوي. افغان حکومت وايي چې د طالبانو بریدونه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې زیانمنوي.

قطر هوتل.jpg

د افغان حکومت مرکچي پلاوی:

ژر به د بین الافغاني خبرو پر طرزالعمل هوکړه وشي

4 میزان 1399
قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان مرکچې پلاوو تماس ډلو ترمنځ یو اختلافي ټکی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ د راتلونکو مذاکراتو مخته وړل دي.
سرور دانش.jpg

سرور دانش:

حکمتیار دروغ وايي، دوه ګونی تابعیت نه لرم

4 میزان 1399
د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، د ګلبدین حکمتیار هغه خبره چې د ده په هکله یې ویلي چې ګواکې، ایرانی تابعیت لري، ‘تش دروغ ‘ دي.
خلیلزاد و قریشی۲۲.jpg

خلیلزاد:

ځینې کړۍ افغانستان کې سیاسي جوړجاړی نه غواړي او جګړه کې خپلې ګټې وینې

3 میزان 1399
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه د یو سیاسي جوړجاړي له لارې ختمه شي.
غنی په مونیخ.png

غني د ملګرو ملتونو غونډې ته:

زموږ لومړیتوب اوربند دی

3 میزان 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته د ویډیويي وینا له لارې دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، چې اوربند غواړي.
پوسته پولیس.jpg

افغان چارواکي:

طالبانو روزګان کې ۲۸ تسلیم شوي پولیس وژلي دي

2 میزان 1399
د روزګان چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو هغه ۲۸ پولیس وژلي چې پرون د یاد ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې دغې ډلې ته تسلیم شوي وو.
غنی و خلیلزاد.jpg

خلیلزاد:

که طالبان شرطونه پوره نه کړي امریکا پوځ نه باسي

2 میزان 1399
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد کانګرېس ته وویل، که طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېږي نو امریکا له افغانستان خپل پوځ نه باسي.

  • د قطر خبرې د ناکامېدو په درشل کې دي

  • 4 میزان 1399
    په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د تماس ډلې لا هم د طرزالعمل پر سر اختلاف لري او کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

  • د افغانستان"۲۲ "ولایتونو کې تاوتریخوالی؛ حکومت او طالبان یو بل ته ګوته نیسي

  • 4 میزان 1399
    د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو بریدونه، ماین چاودنې او په ټول تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دی.

  • تشدید حملات طالبان؛ نیروهای کماندو در وردک مستقر شدند

  • 4 میزان 1399
    چند روز پس حملات گستردۀ گروه طالبان در ولایت میدان وردک، وزارت دفاع افغانستان از مستقرشدن نیروهای تازۀ نفس کماندو به هدف تامین امینت و جلوگیری از حملات احتمالی طالبان در این ولایت خبر داد.

  • مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو

  • 3 میزان 1399
     د ولسمشر اشرف غني د تازه حکم پر اساس مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د نوي ویاند په توګه وټاکل شو.

  • نشست‌های گروه‌های تماس دولت و طالبان در دوحه تاکنون نتیجه‌یی در پی نداشته است

  • 3 میزان 1399
    محمد نعیم، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر امروز (پنج‌شنبه3 میزان/مهر) می‌گوید، گروه‌های تماس هیأت‌های دو طرف روز گذشته نیز روی آجندا و مسایل فنی آغاز گفت‌وگوهای بین‌الافغانی صحبت کرده‌اند، اما برخی…

    مقام‌ها:

  • جنگ در منطقۀ ولسوالی دهراوود ارزگان ادامه دارد

  • 3 میزان 1399
    پولیس ولسوالی دهراوود ولایت ارزگان از ادامۀ جنگ در منطقۀ لندیانی این ولسوالی خبر می دهد.

  • سقوط یک چرخبال نیروهای هوایی در ولایت بغلان؛ دو پیلوت جان باختند

  • 3 میزان 1399
    وزارت دفاع در یک خبرنامه عصر امروز (پنج‌شنبه، ۳ میزان) می‌گوید که یک چرخبال نیروهای هوایی در نتیجۀ مشکلات فنی در ولایت بغلان سقوط کرد که در نتیجه، دو پیلوت جان باختند.

  • 'ارزګان کې د افغان ځواکونو ځوابي حمله کې ۱۲ طالبان وژل شوي'

  • 3 میزان 1399
    د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

    عبدالله عبدالله در گفت‌وگوی ویژه با ۸صبح:

  • از حوزه‌ی جمهوریت باید صدای واحد بلند شود

  • 5 میزان 1399
    غنی در مونیخ.jpg

    خلیلزاد:

  • ډاډمن یم چې افغانان به سوله وکړي

  • 3 میزان 1399
    د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د دواړو خواو له مشرانو سره د خبرو په اساس په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د جمهوري دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ موافقې ته…

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         12
    3456789
    1011121314

    15

    16
    17181920212223
    24252627282930
    31      

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری