وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11899
منبع خبر: آزادي راډیو

ډاکتر عبدالله عبدالله:

د طالبانو د حملو زیاتوالی د بین‌الافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز کوي

5 سرطان 1399

عبدالله  تلفون.jfif

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس له طالبانو سره د سولې خبرو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل، په وروستیو کې طالبانو حملې زیاتې کړې دي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي.


عبدالله عبدالله دا اندېښنې د یوه وېډیو کنفرانس له لارې له کابله په متحده ایالاتو کې څرګندې کړې. بل لور ته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات طالبان له نږدې څاري، څو هغه ژمنې پر ځای کړي چې د سولې د تړون پر مهال‌یې کړې دي.


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې د خبرو پيلېدل سخته کړي دي.


د امریکا د سولې انسټټیوټ له لوري، له طالبانو سره د مذاکراتو ګواښونه او فرصتونه په نوم پرون ان لاین غونډه جوړه شوې وه، دې غونډې ته عبدالله عبدالله وویل چې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدل هغه اعتماد ټکنی کوي چې د خبرو د پيلېدو په خاطر اړتیا ورته شته.


هغه زیاته کړه: “که چېرته د شخړو اوسنۍ کچه ادامه پيدا کړي دا به د خبرو د پیلامې لپاره ښه چاپېریال نه‌وي، کله چې موږ د خبرو د پيلېدو لپاره وار له مخه شرط نه‌لرو، دا بل لوري هم باید دې ته وګوري، که موږ غواړو چې دا ستونزه د تل لپاره حل شي او سوله‌ییز حل ته رسېدل غواړو، نو موږ ټول دې ته ضرورت لرو چې ګامونه واخلو.”


د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي“وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترورېستي فعالیتونه کړي چې په نتیجه کې یې ۲۹۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي. د ملي امنیت شورا په وینا د دې شخړو په ترڅ کې ۱۴۷ ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.”


عبدالله عبدالله وویل چې د شخړو زیاتېدل سیاسي چاپېریال اغېزمنوي. نوموړي زیاته کړه چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرط د پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو دی چې له دې ډلې ۷۵ فیصده خوشې شوي او طالبانو هم د حکومت څو سوه بندیان ازاد کړي دي.


د قطر د سولې موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، افغان حکومت باید د طالبانو نږدې پنځه زره زندانیان ازاد کړي او طالبان نږدې زر حکومتي بندیان خوشې کړي. د طالبانو تخنیکي ټیم چې د زندانیانو د تبادلې بهیر څارې له څو اوونیو راهیسې په کابل کې دی.


په قطر کې د هوکړې لاسلیک


په قطر کې د هوکړې لاسلیک


بل لور ته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم په ارتباط د ۲۰۱۹ کال کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې تېر کال طالبانو او د دوی مربوطې حقاني شبکې په ملکي افغانانو، حکومتي چارواکو او د نړیوالې ټولنې پر غړو بریدونه زیات کړل او په همدې کال متحده ایالاتو هڅه وکړه چې له طالبانو سره د سولې داسې تړون وکړي چې دا ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو پر ضد لاس په کار شي.


د دې راپور د خپرېدو په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له ترورېزم سره د مبارزې د برخې همغږه کوونکی نیتین سېلس وویل: “زموږ دریځ له تاسو، د امریکا له خلکو او نه هم له طالبانو پټ دی، موږ له طالبانو دا تمه لرو چې دوی پر هغو ژمنو چې کړې یې دي عمل وکړي، د دې په شمول چې له هرې ترهګرې ډلې سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښایي متحده ایالات تهدید کړي، رابطه قطع کړي. موږ طالبان له ډېر نږدې څارو چې ډاډه شو چې له تړون سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي.”


تېر کال چې کله د سپټمبر په میاشت کې طالبانو په کابل کې ځانمرګی برید وکړ متحده ایالاتو د سولې خبرې وځڼدولې بیا په ډسمبر کې وروسته تر دې بېرته شروع شو چې طالبانو یو امریکایی او یو استرالیایی چې برمته نیولي وو، خوشې کړل او افغان حکومت او طالبانو د یوه بل د زندانیانو د خوشې کېدو هڅې پیل کړې.

کرونا کابل.jpg

افغان سوله؛ کابل کې نړیواله غونډه پر څلورو مسلو بحث کوي

19 سرطان 1399
د افغانستان پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۹) د افغان سولې په هکله د نړیوالې اجماع را منځ ته کولو لپاره د غونډې کوربه دی.
انفجار پوسته.jpeg

د وردګو د والي ویاند:

په وردګو کې د ملي اردو پر یو ټولي د طالبانو برید شنډ شو

19 سرطان 1399
د میدان وردګو د رسنیو دفتر وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په بازار کې یو موټر بم بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.
 غنی بابا.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

افغانان تحمیلي سوله نه مني

18 سرطان 1399
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې حکومت یې د سولې لپاره څرګنده سیاسي اراده لري، خو هیڅ څوک نشي کولی چې پر افغانانو تحمیلي سوله ومني.
پوسته پولیس.jpg

ځایي چارواکي:

کندهار د پولیسو پر یو مرکزځانمرګی برید؛ ۴ پولیس وژل شوي

18 سرطان 1399
 کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار پنځه بجې یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو یو مرکز مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۴ پولیس و…
طالبان سابق.jpg

طالبان:

که له نوملړ سره سم زموږ بندیان خوشي نه شي بین الافغاني خبرې هم نه پیلېږي

18 سرطان 1399
 طالبانو له امریکا غوښتي چې د بندیانو د خلاصون لپاره په افغان حکومت فشار واچوي او خبرداری یې ورکړی دی که یې د بندیانو له لېست سره سم ټول بندیان نه پرېښودل شي بین الافغاني خبرې نه پیلیږي.
شیخ مصر.jpg

د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د شیخ د وروستۍ فتوا ملاتړ وکړ

17 سرطان 1399
 د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د الازهر د شیخ او مفتي محمد احمدالطیب د هغه فتوا ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې یې جګړه حرامه او افغان ځواکونه پر حقه او شهیدان بللي دي.

  • جوزجان او فارياب کې د طالبانو او ازبک جنګياليو ګډ عمليات

  • 20 سرطان 1399
     د ازبک جهادي ملېشو ګروپ د دوو تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې اوس له طالبانو سره يو ځای شوي او د افغانستان په مختلفو برخو کې يې غړي پيدا کړي او د افغان ځواکونو خلاف عملیات اجرا کوي.

  • ننګرهار کې د ملکي نړیوال هوايي ډګر جوړېدو چارې رسمآ پیل شوې

  • 20 سرطان 1399
    د ختیځ په ګمیبري دښته کې د ننګرهار د نړیوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو چارې نن رسمأ پیل شوې.

  • طالبان وايي، حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیست نه دی سپارلی

  • 20 سرطان 1399
     افغان طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دوی د افغانستان حکومت ته د خپلو بندیانو متبادل لیست سپارلی دی.

    سخنگوی والی زابل:

  • سه کودک در پی انفجار مرمی راکت در زابل کشته شدند

  • 20 سرطان 1399
     مقام‌های محلی در ولایت زابل می‌گویند که سه کودک خردسال در پی انفجار یک مرمی راکت در شهر قلات، مرکز این ولایت کشته شده‌اند.

  • له افغانستان پاکستان ته د غنمو له قاچاق د چارواکو اندېښنه

  • 20 سرطان 1399
    افغان چارواکي پاکستان ته له افغانستان د غنمو قاچاق اندېښمن کړي او دې برخه کې پر بندرونو د حکومت سخت څار غواړي.

  • وضعیت گردشگری در پنجشیر؛ از ممنوعیت سفر زنان بدون محرم تا سخت‌گیری در حمل آلات موسیقی

  • 19 سرطان 1399
     پنجشیر، ولایتی امن در شمال شرقی پایتخت، در فصل‌های مختلف سال مقصد سفر بسیاری از شهروندان و گردشگران خارجی است. شماری از شهروندان اما نرسیده به مقصد از ورودی پنجشیر مجبور به برگشت می‌شوند. آن‌ها می‌گو…

    د غزني د پولیسو ویاند:

  • غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان ماین چاودنه کې وژل شوی

  • 18 سرطان 1399
     د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې نن سهارد جولای اتم ( چنګاښ ۱۸) د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

    ددغه ریاست د خبرپاڼه:

  • د ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې په «یوه رسنۍ او روغتون» د برید مخه ونيوله

  • 17 سرطان 1399
     د ملي امنیت ریاست وايي په کابل ښار کې یې د داعش خراسان ډلې دوه غړي نيولي دي.

    شورای امنیت ملی:

  • گروه طالبان حدود نیمی از زندانیان حکومت را آزاد کرده است

  • 20 سرطان 1399
     شورای امنیت ملی می‌گوید که گروه طالبان تاکنون حدود نیمی از یک‌هزار اسیر نیروهای امنیتی را که به آن موافقت کرده بود، رها کرده است.

    د سولې ولسي حرکت:

  • د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي

  • 20 سرطان 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست:

  • افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو ثبت کم شوی

  • 20 سرطان 1399

    د امریکا د دفاع وزیر:

  • ایران او روسیه مې تر سخت کنټرول لاندې دي

  • 18 سرطان 1399

    د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • بغلان کې ۱۵ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

  • 17 سرطان 1399

    عامې روغتیا وزارت:

  • افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوي

  • 16 سرطان 1399

    د هرات والي سید وحید قتالي:

  • د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو لاس ته ورځي

  • 15 سرطان 1399

    په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر:

  • هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۵۴۶ نور ټپیان دي

  • 15 سرطان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
       1234
    5678910

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری