وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11874
منبع خبر: سیحون

د سولې مخامخ مذاکراتو د ځنډ مهم عوامل روښانه شول

3 سرطان 1399

صلح مذاکرات بین الافغانی.jpg

کابل ته د باجوه وروستی سفر او په عاجل ډول د سولې خبرو د پرمختګ لپاره له موقت حکومت سره هوکړه، سمدستي د نشه يي توکو او وسلو قاچاقبرانو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کول او د بهرني سياست محدوديت شرطونه وړاندې شول.


د ولسمشر غني په هغې خوشبينۍ هم دريمه اونۍ د اوښتو په حال کې ده، چې د مخامخ مذاکراتو د پيل لپاره يې له ښو خبرونو سره غوټه کړې وه.


د پاکستان د ناراضۍ له وجې هغه ګډه اعلاميه هم تر اوسه خپره نشوه چې ټاکل شوې وه د باجوه تر سفر وروسته د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو له لوري نشر شي.


کابل ته د پاکستان د پوځ تر سفر دوه ورځې وروسته ولسمشر غني اتلانتيک شورا ته د افغانستان د سولې ليدلوري د تشريح کولو پر مهال وويل، د سولې لپاره استعفا هغه تېروتنه وه چې ډاکتر نجيب الله وکړه او افغانستان په يو ځل ليدل شوي فلم بيا وخت نه ضايع کوي. ظاهراً دغه غبرګون د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هغې غوښتنې ته ځواب و چې د سولې او د مذاکراتو ميز ته د طالبانو له راوستو سره يې تړلی دی.


د معلوماتو له مخې دا ځل ټينګار پر دې دی، چې که دقيق موقت حکومت نه منل کېږي، نو اوج ته د سولې خبرو له رسېدو سره سم دې ولسمشر غني استعفا ومني او په دې توګه دې حللارې ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني ورته په ځواب کې ويلي: «افغانستان د سولې خبرو لپاره تر اوسه ډېر انعطاف ښودلی، نور وخت دی چې د سولې عملي پروسه پيل شي او د سولې خبرو تر بريالي کېدو وړاندې په دې سناريوګانو بحثونه د وخت ضايع کول او د افغانستان بربادي ده، زه د تاريخي مسووليت له مخې د بربادۍ په نسخه لاسليک نه کوم.»


د پاکستان لوی درستيز سره د ولسمشر غني تر کتنې وروسته د ارګ پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي خبر کې وويل شول: «د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.» خو تر اوسه دغه اعلاميه خپره نشوه او د پاکستان غوښتنو ته د غاړې نه ايښودو له وجې ښايي هېڅ خپره نشي.


پاکستان ټينګار کوي، تر هغو چې يې غوښتنې ونه منل شي طالبان د خبرو ميز ته نشي راوستی او له همدې وجې د هغه تر تلو وروسته په ولايتونو کې جګړې زور اخیستی دی.


د قطر دفتر او کوټې شورا په تشکيلاتو کې وروستي بدلونونه او د سياسيونو پر ځای د نظامي مهرو رامخکې کول ټول د همدې لپاره دي چې له نظامي لاری افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.


په کور دننه د مخامخ خبرو د پيل ځنډېدو يو بل افشا شوی جز بيا دا دی چې په ملي امنيت شورا کې سرچينې وايي، طالبان چې د يو شمېر لويو قاچاقبرو، وسله پلورونکو او د لويو بريدونو د طراحانو خوشې کېدو غوښتنه کوي له خپل تحريک سره يې د تړاوو ثبوتونه افغان حکومت ته نشي ورکولی.


امنيت شورا د طالب بنديانو د خوشې کولو تخنيکي ټيم ته ويلي، که تاسو د‌ دغو کسانو په خوشې کولو ټينګار کوئ، نو له خپل تحريک سره يې د تړاوو ثبوتونه موږ ته راوړئ: «د دغو بنديانو د هويت په اړه طالبانو سره يو کاغذ هم نشته. دوی دې خپل اسناد يوې درې اړخيزه خپلواکې او قاطع کمېټې ته وسپاري.»


دا ټول هغه عوامل دي چې له ټولو خوشبينيو سره، سره د بنديانو د خوشې کېدو او د مخامخ مذاکراتو د پيل پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

هلمند.jpg

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی

24 میزان 1399
طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.
ترمپ و طالبان.jpg

طالبان:

هیله لرو ټرمپ ټاکنې وګټي؛ ټرمپ: ستاسو ملاتړ ته اړتیا نه لرم

20 میزان 1399
طالبانو ویلي، د ډونالډ ټرمپ صحي وضعیت ته اندېښمن دي او هیله لري چې د ژر روغېدو تر څنګ راتلونکې ټاکنې هم وګټي؛ خو د سپینې ماڼۍ یو ویاند د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، ټرمپ د طالبانو ملاتړ ته…
مسجدی سخنگوی وزارت مالیه.jpg

سخنگوی وزارت مالیه افغانستان در مصاحبه با افغانستان مانیتور:

سرنوشت موترهای یک کلید دست افغانستان در شورای امنیت تا یک هفته دیگر مشخص خواهد شد.

20 میزان 1399
 وزارت مالیه  افغانستان اعلام کرد که غالبا تا یک هفته  دیگر موضوع صدور یا عدم صدور اسناد به موترهای یک کلید دست  افغانستان در شورای امنیت حل خواهد شد.
انفجار در جلال آباد.jpg

سخنگوی والی ننگرهار:

انفجار موتر بم‌گذاری ‌شده در ننگرهار؛ ۱۵ کشته و ۴۰ زخمی

12 میزان 1399
مقام‌ها در ولایت ننگرهار می‌گویند که در نتیجۀ انفجار موتر بم‌گذاری شده در ولسوالی غنی‌خیل، ۱۵نفر کشته و ۴۰ تن دیگر زخمی شده اند.
بیرق وطالبان.jpg

ملا خیرخواه:

داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي

6 میزان 1399
په دوحه کې د بین الافغاني‌ مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي،‌ داسې ښکاري چې مقابل لوری (د افغان دولت پلاوی) قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پر…

  • کندز کې امنیتي سرچینه: طالبانو بریدونو کې ۸ سرتېرو ژوند بایللی

  • 27 میزان 1399
    کندز ولایت کې امنیتي سرچینه د ۸ سرتېرو چې په کې سیمه ییز پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس شامل دي، له ژوند بایللو خبر ورکوي.

  • گلبدین حکمتیار به پاکستان می‌رود

  • 27 میزان 1399
    مقام‌های پاکستان از سفر گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان به این کشور خبر داده‌اند.

  • د هلمند جګړې اوومه ورځ؛ د نښتو له سیمو ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

  • 27 میزان 1399
    افغان حکومت او امنیتي چارواکي وايي، د جګړې پر اوومه ورځ هم د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو کې او لښکرګاه د لویې اکمالاتي لارې په اوږدو کې جګړه روانه ده.

  • د افغان دولت او طالب پلاوو له یوې میاشتې وروسته دوهمه عمومي ناسته وکړه

  • 24 میزان 1399
    د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ټول غړي د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره غونډې ته سره کېناستل.

    نبیل:

  • طالبان قطر می‌دانند حمله به هلمند توسط طالبانی نزدیک به ایران انجام شده است

  • 24 میزان 1399
    درگیری‌ها میان نیروهای امنیتی افغان و طالبان چهارشنبه 14 اکتبر در شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند در جنوب افغانستان وارد پنجمین روز شد، اما رحمت‌الله نبیل رئیس سابق امنیت ملی این کشور می‌گوید، طالبان قط…

    پولیس پکتیکا:

  • یک عضو مهم شورای کویته در کمین پولیس کشته شد

  • 24 میزان 1399
    پولیس پکتیکا اعلام کرده است که یک عضو مهم شورای کویته در پی کمین پولیس در ولسوالی جانی‌خیل این ولایت کشته شده است.

    سخنگوی پولیس بدخشان:

  • در ۲۴ ساعت گذشته ۱۳ تابوت نیروهای امنیتی به بدخشان منتقل شده است

  • 24 میزان 1399
    پولیس بدخشان می‌گوید که ۱۳ تابوت متعلق به نیروهای امنیتی در ۲۴ ساعت گذشته به ولایت بدخشان انتقال داده شده است.

  • پولیس کابل در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را بازداشت کرده

  • 24 میزان 1399
    پولیس کابل گفته که در دو شبانه روز بیش از ۵۰۰ تن را در اقدامی پیشگیرانه مرتبط با جرایم جنایی بازداشت کرده، اما شماری از آنان با گرفتن ضمانت رها کرده است.

    یک مقام سازمان ملل:

  • ایمن الظواهری هنوز با طالبان روابط نزدیک دارد

  • 27 میزان 1399

    د افغانستان ټولګټو وزارت:

  • طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي

  • 24 میزان 1399

    اندرابي پولیسو ته:

  • که مجرم مقاومت وکړ، په سر يې وولئ

  • 20 میزان 1399

    حکومت افغانستان:

  • طالبان در دو هفته ۶۵۰ حمله انجام داده اند

  • 12 میزان 1399

    عبدالله عبدالله در گفت‌وگوی ویژه با ۸صبح:

  • از حوزه‌ی جمهوریت باید صدای واحد بلند شود

  • 5 میزان 1399

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
        

    1

    2

    3
    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری