
په افغان حکومت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو به په راتلونکو څو ورځو کې قطر کې پیل شي. دغه سرچینه وايي له هغه مخکې به یو زیات شمېر طالب بندیان خوشې شي.
ویل کېږي چې په افغانستان کې دننه په سیاسي ناستو کې په راتلونکو ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل بحثونه هم تاوده دي.
یادې سرچینې بي بي سي ته وویل، د دې خبرو له پیلېدو مخکې به د افغان حکومت لخوا یو شمېر نور طالب زندانیان هم خوشي شي.
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي د دغو خبرو د پیل، ځای او وخت ټاکلو لپاره هڅې روانې دي.
له دې رپوټونو سره هم مهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي لسګونه تنه طالب بندیان نن او پرون په بېلابېلو ولایتونو کې له زندانونه خوشې شوي دي.
د اړوند مسؤلینو په وینا دغه بهیر به تر هغه روان وي چې د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر تر درې زرو تنو ورسیږي. دوی وايي د خوشې کولو بهیر پیچلی دی، له همدې کبله د دواړو خواوو تخنیکي ډلو ترمنځ بحثونه روان دي.
افغان حکومت تر دې دمه څه باندې ۲۷۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، ټاکل شوې وه یوه اونۍ وړاندې ۲۹۰ تنه نور هم خوشې شي. چې ورسره د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر درې زرو تنو ته ورسیږي. خو د پاتې ۲۹۰ تنو د خوشې کېدو بهیر لا هم نه دی بشپړ شوی.
زلمي خلیلزاد د یکشبنې پر ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره خبرې وکړې
بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر او پاکستان ته سفرونه کړي، چې یوه مهم موخه یې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د زمینې برابرول یاد شوي دي.
ښاغلي خلیلزاد پرون یکشنبه د پاکستان پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي. په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي دواړو خوا د بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو هم خبرې کړې دي.
په ورته خت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي له امریکا سره د موافقې له مخې دغه ډله د افغانانو تر منځ د خبرو پیل ته ژمنه ده.
دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، ښاغلي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر د قطر ځانګړي استازي په شتون کې له ملا برادر او دغې ډلې یوه بل مشر سره کتلي دي
د بین الافغاني مذاکرو څخه وړاندې د پنځه زره طالب او زر تنو حکومتي بندیانو خوشې کول او بیا د دغو مذاکراتو پیل د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې مهم ټکي دي، چې تر اوسه په بشپړه توګه نه دي عملي شوي.
طالبانو بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې د خپلو پنځه زره بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کړی دی. د طالبانو یو تخنیکي پلاوی له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی، چې ظاهرا د دغې ډلې د بندیانو د معلومولو په چارو بوخت دی.