وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11748
منبع خبر: آزادي راډیو

د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغان مسافرو د وژنې په غبرګون کې

کابل او هلمند کې لسګونه کسانو د ایران ضد مظاهره وکړه

19 جوزا 1399

ایران سفارت کابل.jpg

 لسګونه کسانو پرون په کابل او هلمند کې د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغان مسافرو د وژنې په غبرګون مظاهره وکړه.


د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.


دوی په خپلو شعارونو کې د ایران رژیم د افغانانو وژونکی وباله او ویل‌یې چې د خپلو وطنوالو افغانانو وینې نه‌وربخښي.


دا افغان فعالان او خلک یکشنبه ماسپيښين مهال د همبستګي ګوند له‌خوا دې اعتراضي غونډې ته وربلل شوي وو.


د دې ګوند ویاندې سیلۍ غفار په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: “د خامنه‌يي د خونکاره رژيم له‌خوا د زحمتکښو سوځول او په اوبو غرقول نه‌بخښونکی جنایت دی.”


 


افغان چارواکو تأیید کړې چې د ایران په یزد کې تېره چهارشنبه له افغان مسافرو یو ډک موټر په مرمۍ ویشتل شوی او بیا یې اور اخیستی چې په‌کې درې کسان مړه شوي، اته تنه ټپیان دي او نور چې بچ دي د پناه غوښتونکو په کمپ یا اردوګاه کې ساتل کېږي.


د راپورونو په اساس د افغان مسافرو دا موټر که څه هم وړوکی ښکاري، خو په‌کې له ۱۰ زیات افغان مسافر ناست و.


قاچاق وړونکي اکثر ایران ته په لار په وړو او تېز رفتاره موټرو کې افغان مسافر ډېر جوخت سره کېنوي او تر اصلي ظرفیت هم څو برابره سورلۍ انتقالوي.


سره له دې چې د کرونا ویروس په خاطر د خلکو راټولېدل ستونزمن بلل شوي، خو دې پېښې پرون په کابل سربېره په هلمند کې هم مدني فعالان او عام خلک وپارول او د ایران ضد مظاهرې یې وکړې.


د هلمند یوه مدني فعال عبدالولي پتیال د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا له ایران سره د يادو پېښو په خاطر د جدي چلند غوښتنه وکړه.


دی وايي: “موږ پر مرکزي دولت دا غږ دی چې بس دی ډېر ژر اړیکې ورسره پرې کړئ. نور مو سفارت ورسره بند کړئ دا په همسایه‌توب نه‌پوهېږي. په نړیوالو هم زموږ دا غږ دی چې هر څومره ژر کېږي په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول شي.”


د هلمند یوه بل مدني فعال او قومي مشر عبدالباقي افغان سیاستوال او حکومتي مشران ګرم وبلل چې د ایران په وړاندې قاطع عمل نه‌کوي.


 هغه وویل: “زموږ د وطن اوبه هم څښي او بیا زموږ وطن ته په بده سترګه ګوري. حکومت څخه دا غواړو چې تاسو ولې داسې چپه خوله پاته کېږئ؟ اې سیاستوالو تاسو ولې په دغه رقم فکر کوئ. سبا به ستاسو زامن هم همداسې وژني تاسو به هم سوځوي. ولې دا زموږ د وطن د خلکو دفاع نه‌کوئ.”


د افغان مسافرو د موټر د سوځېدلو او د هغه افغان زلمي وېډیو چې بدن‌یې نیم سوځېدلی او اوبه غواړي په فېس‌بوکونو، ټویټر او یوټیوب کې په لکونه ځل کتل شوې او خلک‌یې سخت پارولي دي.


د ټولنیو رسنیو په تېره بیا فېس‌بوک او ټویټر زرګونه کاروونکو “کمی_آب_بیار_که_سوختم” لږې اوبه راوړه چې وسوم په نوم هشټګونو سره د افغان مسافرو په وړاندې د ایراني پوځیانو چلند غندلی او د عدالت د ټینګښت غږ یې پورته کړی.


په یزد کې د افغان مسافرو په موټر باندې ایراني پوځیانو داسې وخت ډزې کړي چې د هریرود په سیند کې د لسګونه افغان کارګرو د غرقولو له پېښې لا میاشت نه‌ده پوره.


د ثور په ۱۲مه د افغانستان او ایران ګډې پولې سره ۴۶ افغانان د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د ډزو او وهلو په زور اړ شوي و چې ځانونه سیند ته واچوي چې په دې پېښه کې افغان چارواکو د ۱۲ افغان کارګرو مړي له اوبو را وایستل، ۱۷ تنه له اوبو ژوندي ووتل او د ۱۷ نورو لا مړی او ژوندی ورک دی.


 په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل چې په یزد کې د پېښې جدي پلټنه او پوښتنه کوي او د هریرود د څه وخت مخکې پېښې جزئیات هم په لوړه کچه تعقیبېږي.


سفیر لېوال زیاته کړه چې دی په خپله یزد ته تللی و او هلته‌یې ایراني چارواکو ته جدي سپارښتنه کړې چې له افغان تپيانو سره ښه چلند وکړي او هغوی د دې سپارښتنې د پر ځای کولو ترڅنګ ویلي چې د پېښې اصلي مسبب به ونیسي.


هغه زیاته کړه: “د دې غمجنې پېښې له راپېښېدو په لومړنیو لحظو کې موږ اقدام کړی دی. د رسمي مراجعو له طریقه مو دا پېښه څېړلې ده. دوی (ایراني چارواکو) د نورو مسببینو ترڅنګ د دې پېښې د موټر ډرېور اصلي مسبب ګڼلی چې د تېښتې هڅه‌یې کړې ده او د ده د سرعت په نتیجه کې تر ډزو وروسته موټر اور اخیستی. دوی (ایراني چارواکو) ویلي چې دا موټر چلوونکی پېژندل شوی او ډېر ژر به‌یې ونیسي.”


 په لومړي سر کې ایراني چارواکو دا نه‌تأییدوله چې پوځیانو یې د افغان مسافرو موټر په ډزو ویشتلی، خو د وېډیوګانو او څېړنو تر پيل وروسته‌یې ومنله چې پوځیانو یې په هغه موټر ډزې کړي چې له دوی وتښتېد او د مخدره توکو د انتقالوونکو شک پرې کېده.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي او یوازې یې د یزد د سیمه‌ییزو چارواکو په څرګندونو کفایت کړی دی.


د ایران پوځ او ټوله کې حاکم رژیم له افغان کډوالو او هغو افغانانو سره چې ایران ته په قاچاق ځي په سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند تورن دي.


ایران د نږدې درېیو میلیونو افغانانو کوربه بلل شوی چې له دې ډلې یو میلیون په قانوني توګه هلته اوسېږي او پاتې نور یې له قاچاقي لارو ایران ته تللي چې اکثر له همدې ډلې سره د ایراني رژیم د ناوړه چلند، وهل ټکولو او ان وژنو راپورونه خپرېږي.


ایراني چارواکي بیا د دې ادعا لري چې دوی کلونه‌یې د افغانانو ښه کوربه‌توب کړی او اوس مرسته ورسره کوي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

ملا برادر و جواد ظریف.jpg

وزیر امور خارجه ایران:

ایران طالبان را از گروه تروریستی خارج نکرده

29 قوس 1399
محمدجواد ظریف وزیر امور خارجه ایران گفته است که این کشور طالبان را هنوز یک گروه “تروریستی” می‌داند.
کابل آلودگی هوا.jpg

کابل امروز در صدر فهرست آلوده‌ترین شهرهای جهان قرار گرفت

29 قوس 1399
سایت هواشناسی امریکایی (Air Visual) از منابع بررسی کننده هوا، در بررسی‌های روز شنبه، بیست‌ونهم قوس، کابل را آلوده‌ترین شهر جهان قرار داده است.
 غنی  .jpg

غني:

د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

29 قوس 1399
د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي.
لویه جرگه 11.jpg

غني:

طالبان دې کندهار کې د سولې خبرې وکړي، طالبان: په کور دننه خبرو ته شرایط نه دي برابر

27 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ کندهار کې د عالمانو یوې غونډې ته وینا کې وسلوالو طالبانو ته بلنه ورکړه چې په کندهار کې دې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چ…
اشرف غنی نمبر یک.jpg

ولسمشر غني:

تاوتریخوالی نور د منلو نه دی، ملګري ملتونه د جدي مرسته وکړي

26 قوس 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتې ده.
وزارت خارجه.jpg

بهرنیو چارو وزارت:

'اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د افغان دولت په سلامشوره شوی'

26 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا م…

د خوست ولايت امنيه قوماندان:

  • په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي

  • 2 جدی 1399
    د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

  • یک نهاد قطری یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد

  • 29 قوس 1399
    نهاد «الغرافه» با سرمایه‌گذاری۱۱۰میلیون دالر یک شهرک رهایشی معیاری را در کابل می‌سازد.

  • ۷ تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در بادغیس کشته شده اند

  • 29 قوس 1399
    هفت تن از محافظین امنیتی شرکت سرک‌سازی در ولایت بادغیس شب گذشته در یک حمله مسلحانه کشته شده اند.

  • د غزني ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د ۱۴۰۰ تلې میاشت کې کېږي

  • 29 قوس 1399
    ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو له پیلېدو څخه مخکې له خلکو سره سلا مشورې وکړي.

  • د اقینې-اندخوی د اورګاډي پټلۍ '۸۵ سلنه' چارې بشپړې شوې

  • 29 قوس 1399
    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې – اندخوي د اورګاډي ټپلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي.

  • در شش سال گذشته یک‌هزار خبرنگار زن در افغانستان از کار دست کشیده‌اند

  • 27 قوس 1399
    بربنیاد آمارهای نهاد پشتیبان رسانه‌های آزاد افغانستان (نی) از سال ۲۰۱۴ تاکنون یک‌هزار خبرنگار زن به‌علت‌های گوناگون وطیفه را ترک کرده‌اند.

  • اداره اترا بازی انترنتی "پاپ‌جی" را ممنوع قرار می‌دهد

  • 27 قوس 1399
    اداره تنظیم خدمات مخابراتی افغانستان (اترا) تصمیم گرفته که بازی انترنتی (پاپ‌جی) را ممنوع قرار بدهد.

    ارزګان چارواکي:

  • دهراود کې ۱۲ طالبان وژل شوي

  • 27 قوس 1399
    د ارزګان چارواکې وايي د دې ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری