
د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د استازو او په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه سره د یکشنبې په ورځ جون ۷ ( غبرګولي ۱۸) په کتنو کې د افغانستان د سولې بهیر په ځانګړي ډول د بین الافغاني خبرو د پیل په مسله خبرې کړي دي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټویتر په پاڼه د طالبانو د سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د کتنې په اړه ویلي چې دواړو غاړو د د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو دغه ویاند ویلي چې په دې کتنه کې د ښاغلي خلیلزاد سره په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني هم حاضر وو.
تراوسه سفیر خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خپلې کتنې په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د روانیدو وړاندې قطر کې د طالبانو استازو سره د هغه د کتنې خبر ورکړی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي وو چې سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر اساسي هدف د ښکیلو غاړو ترمنځ د بین افغاني خبرو د پیل لپاره د عملي اقداماتو ترسره کولو لپاره موافقه ترلاسه کول وي.
تراوسه د بین الافغاني خبرو نیټه او ځای په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې دا خبرې به د کابل او دوحې ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.
طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹ مې ورځې د سولې موافقې له مخې د افغان حکومت له زندانانو څخه د پنځه زرو طالب بندیانو او د طالبانو له خوا د زر افغان امنیتي پرسونل پرخوشې کیدو لا هم ټینګار کوي.
افغان حکومت تراوسه دوه زره او ۷۱۰ طالب بندیان خوشې کړي او په پام کې لري، ۲۹۰ تنه نور هم خوشې کړي.
طالبانو هم تراوسه شاوخوا څلور سوه پنځوس افغان امنیتي ځواکونو پرسول له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.
په افغانستان کې که څه هم د کوچني اختر د اوربند وروسته جګړه دوام لري، خو د اختر وړاندې امنیتي پیښو ته په کتنې د تاوتریخوالي کچه ډیره ټیټه شوې ده.
د بلې خوا په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر “آی ایس پي ار” د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمرجاوید باجوه او د سفیر زلمي خلیلزاد ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د دغې کتنې په هکله ویلي چې دواړو غاړو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د اقداماتو په هکله خبرې کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي “دواړو خواو د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې د کوچني اختر د اوربند له امله شوي وروستي پرمختګونه، د بندیانو خلاصون کې چټکتیا او د تاوتریخوالي کمیدلو یادونه وکړه”.
د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال باجوه سره کتنه کې سفیر خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان رول هم ستایلی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر “ آی ایس پي ار” د ټویټر په پاڼه لیکلي چې جنرال باجوه د سفیر خلیلزاد سره د علاقي وړ مسایلو پر سر د خبرو ترڅنګ د سیمې، افغانستان په امنیتي وضعیت، پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو پر مسله د افغانستان د پخلاینې بهیر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد د مدیریت پر مسلو خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چې سفیر خلیلزاد به د پاکستان څخه د کتنې وروسته کابل ته سفر وکړي او د افغان حکومت له چارواکو سره به د سولې د بهیر اړوندو مسلو وغږیږي.