
په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ځانګړې ډله کابل کې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه څاري، د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو هم بحثونه روان دي.
د سولې د چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، تر اوسه د بین الافغاني مذاکزاتو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو داسې ګومان کیږي چې قطر، جرمني، ازبکستان او ناروې هغه هیوادونه دي چې هلته بین دا خبرې کیدلی شي.
د مصالحې عالي شورا- چې مشري یې د عبدالله عبدالله پر غاړه ده- تر اوسه یې کمېټه بشپړه شوې نه ده.
ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، د دې شورا د رهبرۍ کمیټې بشپړیدو چارې روانې دي، چې ټول قشرونه به پکې ونډه ولري.
دغه سرچینه له نومپرته بي بي سي ته زیاتوي، د مصالحې رهبري شورا نږدې ورځو کې بشپړیږي خو سرتاسري تشکیل یې وخت غواړي.
د دغې سرچینې په وینا، دې شورا سل ورځنی کاري پلان هم تیار کړی دی.
طالبانو څو وارې ټینګار کړی که امریکا سره د شوي تړون له مخې پنځه زره زندانیان یې خوشي نه شي، دوی بین الافغاني مذاکرات نه کوي.
له دې وړاندې افغان حکومت ۲۷۱۰ طالب زندانیان خوشي کړي.
تېره ورځ هم په بېلا بېلو ولایتونو کې یو شمېر طالب زندانیان خوشي شوي، د چارواکو په خبره د خوشي شويو طالب زندانیانو شمېر تر دریو زرو رسیږي.
طالبان چې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د بندیانو خوشي کول مهم بولي وايي، تر اوسه یې د افغان دولت ۴۶۰ بندیان خوشي کړي دي.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او دا ډله د حکومت زر بندیان خوشي کوي.
زلمی خلیلزاد له قطر وروسته پاکستان ته تللی او هغه پسې افغانستان ته راځي.
له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.
د نوموړي د سفرونو یو موخه په سیمه کې د دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅې دي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره ولیدل.
د نوموړي په وینا، دواړو پر خپلمنځي ګټو او د افغان کډوالو او افغان پخلاینې په ګډون پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې.
ټاکلې ده چې زلمی خلیلزاد له پاکستان وروسته کابل ته را شي او له افغان چارواکو سره وویني.