وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11712
منبع خبر: بي بي سي

ملګري ملتونه:

طالبان لا هم القاعدې سره اړیکې لري او افغانستان کې پناه ورکوي

13 جوزا 1399

طالبان 2.jpg

 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي‌ رپوټ کې ویلي‌ چې وسله وال طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکې پالي، او القاعده د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېږي.


دغه رپوټ د امنیت شورا د (تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې) لخوا چمتو شوی او د تېرې می میاشتې پر ۲۷مه نېټه د امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.‌


د امنیت شورا وایي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له القاعدې سره غونډې درلودې،‌ او په دې غونډو کې پر عملیاتي‌ پلانونو،‌ تمریناتو او په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د ځای ورکولو په اړه خبرې وشوې.‌


په رپوټ کې راغلي‌ چې د القاعده ډلې جګپوړي‌ مشران، د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو غړي‌ لا هم په افغانستان کې دي‌ او له طالبانو سره اړیکي پالي.


وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر دې دمه د امنیت شورا دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.


له حقاني شبکې سره پخوانۍ اړیکې:‌


د امنیت شورا وایي، د حقاني‌ شبکه په ځانګړې توګه له القاعدې سره د پخوا په څېر نږدې اړیکې لري او دې شبکې د امریکا او طالبانو د خبرو پر مهال القاعدې ته د دې خبرو په اړه حال ورکاوه.‌


رپوټ وایي،‌ طالبانو د دې خبرو پر مهال القاعدې ته ډاډ ورکاوه چې د دواړو ډلو تاریخي اړیکو درناوی به کوي.‌


رپوټ کې زیاته شوې چې القاعدې ډلې له امریکا سره د طالبانو تړون یوه بریا وبلله او مثبت غبرګون یې ورته وښود.‌


امنیت شورا د خبرداري په توګه وایي، د ترهګرۍ ضد هغو لاسته راړونو خوندي کول به یوه ننګونه وي‌ چې طالبانو یې په اړه له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې، ځکه دا ژمنه طالبان مجبوروي چې په افغانستان کې د القاعدې ګواښ له منځه یوسي.‌


د افغان سولې بهیر په اړه ناهیلي:


د امنیت شورا وایي، پر طالبانو هله باور کېدلی شي چې په افغانستان کې بهرني ترهګر وځپي


د امنیت شورا په دې وروستي رپوټ کې د افغان سولې بهیر، د امریکا او طالبانو خپلمنځي‌ هوکړې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې او له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو هم رڼا اچول شوې.‌


رپوټ د دې ټولو مسلو په تړاو وایي، له لومړنیو نښو نښانو ښکاري‌ چې د دې اهدافو ترلاسه کول به ګران وي.‌


د امنیت شورا وایي، که څه هم طالب وسله وال د امریکا سره د خپلو مشرانو هوکړې ته ژمن دي، خو بیا هم په دې ډله کې خپلمنځي اختلافات شته او عمومي پیغام یې هم لا سخت دریځه دی.‌


رپوټ همدا راز اندېښنه څرګندوي‌ چې طالبان لا هم یو قوي‌ پوځي ځواک دی او د ۲۰۲۰ کال د جګړه ییز موسم لپاره چمتو دي.‌


رپوټ وایي، طالبانو پر افغان حکومت او ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي،‌ خو د امریکا له غوسه کولو ډډه کوي.‌


د امنیت شورا وایي، د شپږ نیم زره پاکستاني‌ وګړو په ګډون ګڼ شمېر نړیوال ترهګر په افغانستان کې د خوندي‌ ځایونو په لټه کې دي.


رپوټ وایي، د ترهګرۍ ضد ځواک په توګه د طالبانو پر وړتیا هله باور کېدلی شي چې دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد ګام پورته کړي.‌


امنیت شورا د خپل رپوټ په پای کې وایي‌ چې د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي‌ او له همدې کبله یې پر طالب مرکچیانو د سفر بندیزونو کې نرمي‌ کړې، او مخکې به هم دا کار کوي.‌

بانک جهانی.jpg

جهت مقابله با اثرات منفی بحران کرونا در افغانستان:

بانک جهانی ۲۰۰ میلیون دالر دیگر افغانستان کمک می‌کند

20 سرطان 1399
بانک جهانی کمک “بلاعویض” ۲۰۰ میلیون دالری را به هدف حمایت از مردم آسیب پذیر از کروناویروس و تقویت سکتور خصوصی در افغانستان تصویب کرد.
غنی مراسم تحلیف.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

طالبان دې 'جمهوري نظام' کې د ټاکنو له لارې سیاسي موخې تر لاسه کړي

20 سرطان 1399
 ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت سیاسي هوکړي ته د رسېدو ظرفیت او اراده لري چې په وینا یې طالبان به په «جمهوري نظام» کې په حضور پیدا کېدو سره د پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو له لارې خپلې سیاسي…
کرونا کابل.jpg

افغان سوله؛ کابل کې نړیواله غونډه پر څلورو مسلو بحث کوي

19 سرطان 1399
د افغانستان پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۹) د افغان سولې په هکله د نړیوالې اجماع را منځ ته کولو لپاره د غونډې کوربه دی.
انفجار پوسته.jpeg

د وردګو د والي ویاند:

په وردګو کې د ملي اردو پر یو ټولي د طالبانو برید شنډ شو

19 سرطان 1399
د میدان وردګو د رسنیو دفتر وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په بازار کې یو موټر بم بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.
 غنی بابا.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

افغانان تحمیلي سوله نه مني

18 سرطان 1399
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې حکومت یې د سولې لپاره څرګنده سیاسي اراده لري، خو هیڅ څوک نشي کولی چې پر افغانانو تحمیلي سوله ومني.
پوسته پولیس.jpg

ځایي چارواکي:

کندهار د پولیسو پر یو مرکزځانمرګی برید؛ ۴ پولیس وژل شوي

18 سرطان 1399
 کندهار کې امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار پنځه بجې یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د پولیسو یو مرکز مخې ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۴ پولیس و…

د عامې روغتیا وزارت:

  • افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر نژدې زرو تنو ته ورسېد

  • 21 سرطان 1399
    د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۷۲مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۳ تنه نور مړه شوي دي.

    د جورجیا رسنۍ:

  • افغانستان کې د جورجیا لسګونه عسکر په کروناویروس اخته شوي

  • 21 سرطان 1399
     د جورجیا رسنۍ وايي چې په افغانستان کې د دغه هیواد ۲۸ سرتېري د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

    سخنگوی والی ارزگان:

  • دو نیروی امنیتی در حمله طالبان در مرکز ارزگان کشته شدند

  • 21 سرطان 1399
    مقام‌های محلی در ولایت ارزگان می‌گویند که در پی حمله طالبان در بخش‌هایی از شهر ترینکوت، مرکز این ولایت دو نیروی امنیتی کشته و دو نیروی دیگر زخمی شده‌اند.

  • جوزجان او فارياب کې د طالبانو او ازبک جنګياليو ګډ عمليات

  • 20 سرطان 1399
     د ازبک جهادي ملېشو ګروپ د دوو تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې اوس له طالبانو سره يو ځای شوي او د افغانستان په مختلفو برخو کې يې غړي پيدا کړي او د افغان ځواکونو خلاف عملیات اجرا کوي.

  • ننګرهار کې د ملکي نړیوال هوايي ډګر جوړېدو چارې رسمآ پیل شوې

  • 20 سرطان 1399
    د ختیځ په ګمیبري دښته کې د ننګرهار د نړیوال ملکي هوايي ډګر د جوړېدو چارې نن رسمأ پیل شوې.

  • طالبان وايي، حکومت ته یې د خپلو بندیانو متبادل لیست نه دی سپارلی

  • 20 سرطان 1399
     افغان طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دوی د افغانستان حکومت ته د خپلو بندیانو متبادل لیست سپارلی دی.

    سخنگوی والی زابل:

  • سه کودک در پی انفجار مرمی راکت در زابل کشته شدند

  • 20 سرطان 1399
     مقام‌های محلی در ولایت زابل می‌گویند که سه کودک خردسال در پی انفجار یک مرمی راکت در شهر قلات، مرکز این ولایت کشته شده‌اند.

  • له افغانستان پاکستان ته د غنمو له قاچاق د چارواکو اندېښنه

  • 20 سرطان 1399
    افغان چارواکي پاکستان ته له افغانستان د غنمو قاچاق اندېښمن کړي او دې برخه کې پر بندرونو د حکومت سخت څار غواړي.

    بې وزلۍ سره د مبارزې سازمان:

  • د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونه له سختې لوږې سره مخ دي

  • 21 سرطان 1399

    امریکایي جنرال:

  • روسیې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکولې

  • 21 سرطان 1399
     د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي روسیې په افغانستان کې طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکارې کوله خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښیيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د…

    شورای امنیت ملی:

  • گروه طالبان حدود نیمی از زندانیان حکومت را آزاد کرده است

  • 20 سرطان 1399
     شورای امنیت ملی می‌گوید که گروه طالبان تاکنون حدود نیمی از یک‌هزار اسیر نیروهای امنیتی را که به آن موافقت کرده بود، رها کرده است.

    د سولې ولسي حرکت:

  • د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي

  • 20 سرطان 1399

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست:

  • افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو ثبت کم شوی

  • 20 سرطان 1399

    د امریکا د دفاع وزیر:

  • ایران او روسیه مې تر سخت کنټرول لاندې دي

  • 18 سرطان 1399

    د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند:

  • بغلان کې ۱۵ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

  • 17 سرطان 1399

    عامې روغتیا وزارت:

  • افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوي

  • 16 سرطان 1399

    د هرات والي سید وحید قتالي:

  • د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو لاس ته ورځي

  • 15 سرطان 1399

    په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر:

  • هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۵۴۶ نور ټپیان دي

  • 15 سرطان 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
       1234
    567891011

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

    31

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری