وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11673
منبع خبر: بي بي سي

په اختر کې اوربند:

لومړۍ دوه ورځې کراري وه؛ ځینې خلک ناامنو سیمو ته تللي

5 جوزا 1399

طالبان تانگ.jpg

 د افغانستان په لر او بر کې د اوربند او اختر لومړۍ دوه ورځۍ په ارامۍ تېرې شوې. خو له دې سره حکومت او طالبانو په دوه ولایتونو کې یو پر بل د برید خبره کړې ده.


په شمال کې د مزارـ شبرغان لویې لارې د سیمیزو پاڅونوالو یو قومندان فضل الرحمن وايي دا دوه ورځې یې په ارامه ژوند کړی. ده بي بي سي ته وویل ځینې سرتیري کورونو ته تللي دي خو لکه د نورو خلکو په څېر هیله یې دا ده چې جګړه پای ته ورسېږي.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په پنځه شمالي ولایتونو کې له یوې سیمې پرته نور هیڅ برید نه دی شوی.


د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي وایي تېره شپه لس بجې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او اوربند یې مات کړی.


نوموړی وايي “ امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول اوربند مراعت کړی. خو له بده مرغه زموږ په یوه ساحه کې د دښمن له لوري اوربند مات شوی او طالبانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ کټه خېل سیمه کې برید وکړ”


ښاغلی رضايي وايی نښتې د شپې تر یوولسو بجو دوام درلود خو افغان امینتي ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.


وسله والو طالبانو د بلخ په کټه خیل سیمه کې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې ده چې د اختر پر دویمه ورځ ماسپښین مهال افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان د خواهان ولسوالۍ په سنګان سیمه کې د دې ډلې پر وسله والو “تعرضي” برید کړی.


هغه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو د درې دولتي سرتیرو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو ادعا یې کړې ده.


نوموړي دغه راز ویلي چې طالبانو اوربند مراعات کړی او پر حکومتي موخو یې بریدونه نه دي کړي.


عام خلک په اختر کې نا امنو سیمو ته هم تللي:


د افغانستان ځینو سیمو کې خلکو له اوربنده ګټه اخیستې او اختر کې نا امنو سیمو ته تللي دي


په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړه ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي د اوربند له پیله یې اختر په ارامۍ دی. له همدې فرصت نه په ګټه اخستو ځیې کسان د طالبانو سیمو ته خپلو کلیو او بانډو او یا د ځینو سیمو د سیل لپاره تللي وو.


د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی انعام الله وايي کور او ژوند یې په کابل کې خو اوربند پرمهال دغه ولایت د سیل او میلې لپاره تللی وو.


ده هیله وښودله چې جګړه ختمه او د کلي او ښار خلک په ګډه خوشالۍ ولمانځي.


ځینې خلک د کندهار نا امنۍ ولسوالۍ میوند ته تللي وو. د دې ولایت اوسېدونکی امیر حمزه بي بي سي ته وویل د دې ورځني اوربند پرمهال یې داسې خوښې احساس کړې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې یې نه وه لیدلې.


د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی جمشید وايي د دې اختر په لومړیو دوه ورځو کې د جګړې له شوره غوږونه په ارام دي.


“ له دې وړاندې مو آرام نه در لود، نه مو ماشومانو خوب درلود او نه موږ د کر ځمکې او هر څه جګړو راته وران کړي”


وسله والو طالبانو د روژې په وروستي ماښام د درې ورځنې اوربند اعلان وکړ. د دوی له اعلان څو شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اوربند اعلان وکړ.


د اختر پر لومړۍ ورځ ولسمشر غني د طالبانو اقدام ته په ځواب کې د دوه زره طالب زندانیانو د خوشې کولو اعلان هم وکړ. نړیوالې ټولنې د دې اوربند هر کلی وکړ.

خلیلزاد ۱.jpg

خلیلزاد:

د افغان ښځو حقونه مهم دي، ورڅخه ملاتړ کوو

2 میزان 1399
د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړوند د امریکایي وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل؛ هغه…
عبدالله۳۳.jpg

داکتر عبدالله:

حاصل مذاکرات صلح، دو نظام در درون یک کشور نخواهد بود

1 میزان 1399
عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی افغانستان گفته است که برآیند مذاکرات جاری صلح میان هیات جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان دو نظام در یک کشور نخواهد بود.
ترمپ و طالبان.jpg

ټرمپ:

امریکا د افغان جګړې پر ختمولو کار کوي؛ ډېر ژر به پوځیان وباسو

1 میزان 1399
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموول بوخت دی.‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ ډېر ژر به له افغانستانه خپل…
کابل ۲۲.jpg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ :

چین کابل ښار کې د استوګنې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړوي

1 میزان 1399
 د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او یوه چینايي شرکت ترمنځ په کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون لاسلیک شو.
اشرف غنی.jpg

ولسمشر محمد اشرف غني:

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي

1 میزان 1399
 د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.
اشرف غنی و بیرق.jpg

طالبانو د افغان ولسمشر د مرستیالانو پر څرګندونو نېوکې کړې دي

1 میزان 1399
د طالبانو د واکمنۍ په اړه د ولسمشر غني د دواړو مرستیالانو سرور دانش او امرالله صالح له څرګندونو وروسته دې ډلې ویلي چې د دواړو خبرې د دوی د واکمنۍ پرمهال د نظام پر ضد “ناسم پروپاګند” دی.

  • مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو

  • 3 میزان 1399
     د ولسمشر اشرف غني د تازه حکم پر اساس مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د نوي ویاند په توګه وټاکل شو.

  • نشست‌های گروه‌های تماس دولت و طالبان در دوحه تاکنون نتیجه‌یی در پی نداشته است

  • 3 میزان 1399
    محمد نعیم، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر امروز (پنج‌شنبه3 میزان/مهر) می‌گوید، گروه‌های تماس هیأت‌های دو طرف روز گذشته نیز روی آجندا و مسایل فنی آغاز گفت‌وگوهای بین‌الافغانی صحبت کرده‌اند، اما برخی…

    مقام‌ها:

  • جنگ در منطقۀ ولسوالی دهراوود ارزگان ادامه دارد

  • 3 میزان 1399
    پولیس ولسوالی دهراوود ولایت ارزگان از ادامۀ جنگ در منطقۀ لندیانی این ولسوالی خبر می دهد.

  • سقوط یک چرخبال نیروهای هوایی در ولایت بغلان؛ دو پیلوت جان باختند

  • 3 میزان 1399
    وزارت دفاع در یک خبرنامه عصر امروز (پنج‌شنبه، ۳ میزان) می‌گوید که یک چرخبال نیروهای هوایی در نتیجۀ مشکلات فنی در ولایت بغلان سقوط کرد که در نتیجه، دو پیلوت جان باختند.

  • 'ارزګان کې د افغان ځواکونو ځوابي حمله کې ۱۲ طالبان وژل شوي'

  • 3 میزان 1399
    د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ پولیس د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

    اعلامیه‌ای ریاست جمهوری افغانستان

  • سرمایه‌گذاری ۱۶۰ میلیون دالری روی تولید برق خورشیدی در افغانستان

  • 3 میزان 1399
    ریاست جمهوری افغانستان از امضای قرارداد چهار پروژۀ مشارکت عامه و خصوصی برای تولید برق آفتابی خبر داده است.

  • د کانکور ازموینې پایله؛ بیا هم یوه نجلۍ اول نمبر شوه

  • 3 میزان 1399
    د افغانستان د کانکور ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د کانکور ازموینو پایله اعلان کړه.

  • سعودي وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي

  • 1 میزان 1399
    سعودي عربستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې پروسې چې د تاوتریخوالي کمېدو لامل کیږي ملاتړ کوي.
    غنی در مونیخ.jpg

    خلیلزاد:

  • ډاډمن یم چې افغانان به سوله وکړي

  • 3 میزان 1399
    د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د دواړو خواو له مشرانو سره د خبرو په اساس په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د جمهوري دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ موافقې ته…

    فرمانده عمومی نیروهای حمایت قاطع در افغانستان:

  • حملات طالبان شدت یافته، خشونت‌ها باید کاهش یابد

  • 3 میزان 1399

    وزارت اطلاعات و فرهنگ:

  • جایگاه رسانه‌ها در مذاکرات دوحه روشن نیست

  • 2 میزان 1399

    د روسیې تاس خبري آژانس:

  • د امریکا او طالبانو نېږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی

  • 31 سنبله 1399

    حمله طالبان به مواضع دولت در تخار و کاپیسا:

  • ۱۸ نیروی امنیتی کشته شدند

  • 31 سنبله 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
       1234
    567891011

    12

    131415

    16

    17

    18

    1920

    21

    2223

    24

    25

    262728

    29

    30

    31

     

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری