
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د ملا عمر ناسکه ورور ملا عبدالمنان هره مياشت د قطر په ريان سيمه کې د ځان او کورنۍ لپاره ۵۰ زره قطري ريال معاش ترلاسه کوي.
نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ملا عبدالمنان هلته لوکس او عصري ژوند لري.
هغه زیاته کړې، چې نوموړی له کراچۍ څخه قطر ته په پاکستاني پاسپورټ تللی دی.
نبیل تر دې وړاندې هم د طالبانو د قطر دفتر پر ځینو مشرانو تور پورې کړی دی چې په پاکستاني پاسپورتونو تللي دي قطر ته او له هغه ځایه په همدې پاسپورتونو سفرونه کوي.