وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 11233
منبع خبر: آزادی رادیو

سټولټنبرګ:

افغانستان کې زمونږ حضور د سولې او ثبات د هڅو لپاره اړین دی

9 ثور 1399

سرمنشی ناتو.jpg

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د دوی حضور د سولې او ثبات د هڅو لپاره اړین دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله غواړي له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.


د ان بي سي تلویزوني شبکې د راپور پر بنسټ ښاغلي ټرمپ دغه خبره تېره ورځ خپلو سلاکارانو ته کړې ده.


خو د امریکا د ولسمشر له دې څرګندونو ورسته د ناټو سر منشي ينس سټولټنبرګ نن سه شنبه په يو تازه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې راوستلو لپاره د دوي پاتې کېدل اړين دي.


هغه زیاته کړه: “غواړم له تاسې نه په افغانستان کې د خپل خدمت او ژمنې له امله مننه وکړم، ستاسې خدمت هلته ډېر د ارزښت وړ دی، ځکه افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ کوئ، او هغوی نه یوازې د امنیتي ګواښونو او ترهګرۍ په وړاندې بلکې د کويډ ۱۹ ناروغۍ د پایلو په وړاندې هم مبارزه کوي، زمونږ ماموریت په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټينګېدو لپاره د هڅو په بري کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.”


ان بي سي تلویزیوني شبکې د دوو برحاله لوړ پوړو او یوه پخواني امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې خپل پوځي او امنیتي سلاکاران هڅولي څو له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.


دغو امریکايي چارواکو ان بي سي تلویزون ته د خپلو نومونو د نه اخيستلو په شرط ویلي، چې د کرونا ویروس څخه د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په خاطر له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرامپ په تازه هڅو سره، له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې د پرمختګونو په ټپه درېدو اندېښنې هم مل دي.


هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو خوبریالي نه شوو.


طالبانو بیا د امريکا ولسمشر د دې څرګندونو هرکلی کړی.


په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل: “له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه چټکه کړي، دا يو ښه اقدام دی، اوس تاسې ټول ګورئ چې د بنديانو د خوشې کېدو پروسه په بېلابېلو پلمو ځنډول کېږي چې دا د سولې پروسه له خنډ مخ کوي.”


 د ښاغلي شاهين په خبره، د افغانستان سياسي حل د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه عملي کول دي.


خو د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه داوود مایار بیا دغې موضوع ته په دې نظر ګوري: “د افغانستان په سياست کې دغه ګام مثبت دي خو يو شمېر فشارونه به هم په حکومت باندې راشي، بله خبره دا ده چې د امريکايانو وتل له افغانستان څخه هغه څه وه چې د امريکا او طالبانو په موافقت ليک کې ذکر شوي وه زه فکر کوم دا اقدام د سولې لپاره يو فرصت دی.”


 ښاغلی مايار وايي اوس بايد د سولې له هر ډول فرصت څخه ګټه واخيستل شي.


په ورته وخت کې بيا ان بي سي تلويزيون د درېیو امريکايي چارواکو له قوله ویلي چې


پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې ويلي، که غواړي د کرونا ویروس له کبله، له افغانستان نه په دې شمېر سرتېري وباسي، نو پکار ده چې پنتاګون له نورو هېوادونو لکه ايټالیا نه هم خپل سرتېري وباسي.


ايټالیا د نړۍ هغه هېواد دی چې، کرونا ویروس سخت ځپلی.


له دې وړاندې د روانکال د مارچ په ۲۴مه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ چې په نړیوالو ځواکونو کې د کرونا ویروس ۴ مثبت موارد تایید شوي خو د امریکا دفاع وزارت نه ‎دي ویلي چې په دغو ځواکونو کې امریکايي عسکر هم شامل دي او که نه؟


دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثتبې پېښې هره ورځ زیاتېږي.


د عامې روغتیا وزارت له‎خوا ورستۍ اعلان شوې شمېرې ښيي، چې تر اوسه په افغانستان کې له ۱۸۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

اتمر ۲۲.jpg

اتمر:

نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

4 قوس 1399
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

صالح به نور:

دندان‌هایم را زیاد مراقبت می‌کنم

4 قوس 1399
امرالله صالح، معاون اول ریاست جمهوری به انتقاد عطامحمد نور، والی پیشین بلخ از عمل‌کردهایش پاسخ داده است.
ناتو در افغانستان.jpg

د ناټو عمومي منشي:

ناټو: نه پریږدو چې داعش افغانستان خپل تروریستي خلافت کړي

4 قوس 1399
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
سربازان امریکایی.jpg

امریکایي کارپوهان کانګرس ته:

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمول تیروتنه ده

1 قوس 1399
یو شمیر امریکایي کارپوهانو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د ۴۵۰۰ نه د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰ ته کمول، یوه تیروتنه ده.
ولسی جرگه.jpg

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې

1 قوس 1399
د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
اشرف غنی نمبر یک.jpg

افغان ولسمشر:

ملګري ملتونه دې طالبان اوربند ته وهڅوي

30 عقرب 1399
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له صلاحیتونو څخه د فشار په توګه د طالبانو پر وړاندې کار واخلي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ښاغلي غني دغه خبرې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د ام…

  • استقبال خلیلزاد از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت در افغانستان

  • 4 قوس 1399
    نمایندۀ ویژه ایالات متحدۀ امریکا در امور مصالحۀ افغانستان از تعهد پاکستان مبنی بر کاهش خشونت و تلاش برای برقراری آتش‌بس در افغانستان استقبال کرد.

  • ولسمشر غني د ځینو پاکستاني بندیانو د بښلو او خوشي کولو امر کړی

  • 4 قوس 1399
    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د “ښه نیت او له پاکستان سره د نېکو اړیکو د ټینګښت” په موخه د افغانستان له ځینو زندانونو د یوشمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.

  • وزیر امور خارجه امریکا با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان در قطر به صورت جداگانه دیدار کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپئو، وزیر امور خارجه امریکا در جریان سفرش به دوحه، پایتخت قطر با هیأت مذاکره‌کننده دولت و طالبان به صورت جداگانه دیدار کرد.

  • پمپیو با مذاکره کنندگان افغان در دوحه ملاقات کرد

  • 1 قوس 1399
    مایک پمپیو، وزیر خارجهٔ ایالات متحده امروز ۲۱ نومبر (اول قوس) در دوحه با مذاکره کنندگان جمهوری اسلامی افغانستان و گروه طالبان ملاقات کرد.

  • په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

  • 1 قوس 1399
    په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو.

  • "پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

  • 1 قوس 1399
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

  • عرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

  • 30 عقرب 1399
     راپورونه وايي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.

  • کمیسیون حقوق بشر خواستار تحقیقات درباره جنایت جنگی نظامیان خارجی در افغانستان شد

  • 30 عقرب 1399
    کمیسیون مستقل حقوق بشر از امریکا، انگلستان و کشورهایی که در افغانستان نیروی نظامی داشته‌اند، خواست که درباره اتهامات جنایت جنگی و نقض قانون بشردوستانه بین‌المللی که علیه سربازان این کشورها مطرح شده ا…

    د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست:

  • طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

  • 4 قوس 1399

    د ماشومانو د ژغونې بنسټ:

  • له ۲۰۰۵ کال راهیسې افغانستان کې ۲۶ زره ماشومان وژل شوي یا معلول شوي

  • 4 قوس 1399
    د یوه خیریه بنسټ موندنې ښیي چې په تېرو ۱۴ کالو کې افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول پنځه ماشومان وژل شوي‌ او یا هم ژوبل شوي‌ دي.‌

    غنی در دیدار با نماینده ویژه ایران:

  • خطرات تروریسم در منطقه باید واضح تعریف شود

  • 28 عقرب 1399

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat

    1

    2

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11121314

    15

    161718

    19

    2021

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

         

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    په کابل کې د څارنوالانو ترور
    انفجار در مسجد
    کورونا په افغانستان کې
    کورونا او طالبان
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری