وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 10699
منبع خبر: آزادی رادیو

ناټو کې د امریکا سفیره:

د افغان حکومت مرکچي پلاوی د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي

14 حمل 1399

یوې لوړپوړې امریکایي چارواکې هیله ښودلې چې د افغانستان د حکومت له‌خوا د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی به وتوانېږي له طالب استازو سره د سولې پر یوې داسې موافقې کار وکړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.


په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې کې بیلي هاتچیسن (Kay Bailey Hutchison) د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۱» په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي.


مېرمن هاتچیسن زیاته کړه: “موږ بین‌الافغاني خبرو ته ډېر نږدې یو او هیله لرو چې دا ډله چې د حکومت له‌خوا ټاکل شوې، هغه ډله چې په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي، وبه‌توانېږي له طالب استازو سره کېني او د سولې یوه داسې موافقه وکړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي، خو موږ د هغو د پایلو په اړه ډېر محتاط یو ځکه موږ د حکومت او نورو سیاسي مشرانو څخه غواړو چې سره یوځای شي او د دې هڅې لپاره یو موټی شي.”


مېرمن هاتچیسن همداراز پر طالبانو هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ژمنه ودرېږي.


یادې امریکایي چارواکې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دا کار باید ودرول شي، څو د دې په خبره افغانان خپل یو داسې حکومت ولري چې د سولې په فضا کې خلکو ته خدمت وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروسته دا یوه بله لوړپوړې امریکایي چارواکې ده چې د افغان حکومت له‌خوا د سولې مرکچي پلاوی ټول‌شموله او د افغانستان د بېلابېلو اړخونو جوړ یې بولي.


د دې ترڅنګ د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرګ او دغه‌راز په افغانستان کې دننه د ولسمشر اشرف غني د اصلي سیاسي سیال عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر لوړپوړو سیاسي مشرانو او مطرحو اړخونو د حکومت د مرکچي پلاوي د جوړښت هرکلی کړی دی.


تازه په کابل کې د پاکستان سفارت هم پر ټویټر لیکلي چې له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي هرکلی کوي او لیکلي یې دي چې پاکستان باور لري دا د حکومت له‌خوا یو مهم ګام دی چې په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته د لومړیتوب ورکولو ژمنه‌یې منعکسوي.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له لوري د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی له امریکا سره د دې ډلې د هوکړې خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا ټیم د ټولو اړخونو استازیتوب نه‌شي کولای.


طالبان وایي حکومت باید په دې لېست کې د نورو اړخونو ترڅنګ یو اړخ وي.


دې ډلې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (د مارچ ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې وویل، “موږ به یوازې له هغې مرکچي ډلې سره خبرو ته کېنو چې زموږ له موافقو سره سمه وي او د ټاکل شویو اصولو پر اساس وي.”


د طالبانو دا ډول څرګندونې داسې تعبیر شوې چې ګواکې دا ډله لا هم د سولې خبرو لپاره چمتو نه‌ده او په یو ډول غواړي د جګړو له لارې وکولای شي د افغانستان اداره په خپل واک کې واخلي.


 په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو پخواني سلاکار مایکل سمپل د ازادي راډیو ګندهارا وېب‌پاڼې سره په مرکه کې پرون ویلي، د طالبانو اعمال ښيي چې دوی د اسلامي امارت د جوړولو له هدفه تېر شوي نه‌دي.


دی همداراز وايي چې د یوه هر اړخیز او ټول‌شموله حکومت په اړه د طالب مشرانو له‌خوا ځیني وخت خوشبینانه بیانونه هېڅکله د دوی رښتیانۍ ستراتېژي نه‌ده.


د بحرانونو نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه تحلیل کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو سره مقاومت ښودلی دی.


خو ښاغلی سمپل وايي، د خبرو له لارې به د افغانستان شخړه هغه وخت حل شي چې طالبان دا درک کړي چې د جګړې له لارې د افغانستان حکومت پرځولی نه‌شي.


ارګ هم د طالبانو د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د سولې خبرو پر وړاندې پلمې کوي.


د افغانستان حکومت د ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي نومونه اعلان کړي چې مشري‌یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی کوی.

ترمپ بگرام 1.jpg

ټرمپ:

ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه باسو

7 جوزا 1399
 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي “هر څومره ژر چې کیږي“ټــول امریکايي ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.
ارگ .jpg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ :

پنځو هېوادونو افغانستان کې دایمي اورکم غوښتی

7 جوزا 1399
 د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جرمني، ناروې، اندونیزیا، اوزبکستان او قطر په افغانستان کې د اختر د درېیو ورځو اوربند هرکلی کړی، خو غوښتنه یې دا ده چې افغانانو ته په دې سختو شرایطو کې د رسېدو پخاطر دې…
سهیل شاهین زنان.jpg

حکومت له دوه زندانونو ۹۰۰ طالبان خوشې کړل، طالبانو د اوربند دوام رد کړ

6 جوزا 1399
 د ملي امنیت شورا تاند ته وايي، نن مازیګر یې د څرخي پله او بګرام له زندانونو څخه سترې ډلې طالبان خوشې کړل، خو د جرمني خبري اژانس بیا د طالبانو د ویاند له قوله راپور ورکړی چې اوربند به ونه غځول شي.
مکتب دختران ۲۲.jpg

دفتر والی کابل:

تصمیمی درباره گشایش مکاتب و پوهنتون‌ها گرفته نشده است

6 جوزا 1399
 دفتر والی کابل با نشر اطلاعیه‌ای اعلام کرد که طرح بازگشایی مکاتب و پوهنتون‌ها هنوز نهایی نشده است.
ایران مسافران غرق شده افغان.jpg

د ایران دولتي خبري آژانس

ایرانی پلاوی د افغان کډوالو د غرقېدو پېښې د څیړلو لپاره نن کابل ته ځي

6 جوزا 1399
 ټاکل شوې چې نن د ایران یو جیګپوړی پلاوی له دغه هېواد سره پر پوله د هریرود په سیند کې د لسګونو افغان کډوالو د غرقېدو پېښې د څیړلو لپاره کابل ته سفر وکړي.
طالبان آزادی از زندان.jpg

د ملي امنیت شورا:

نن ۹۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي

6 جوزا 1399
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کوچني اختر پر درېیمه ورځ (مې ۲۶مه) د سولې هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره به نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان خوشي شي.
برق  ۲۲.jpg

برېښنا شرکت:

  • د هېواد د تولیدي برېښنا د تولید کچه تر ټولو لوړ حد ته ورسیده

  • 7 جوزا 1399
    د نغلو، سروبي او ماهیپر برېښنا تولیدي فابریکو د تولیدي برېښنا کچه په ساعت کې تر  ۱۵۹،۵ میګاواټو لوړه شوه.
    اشرف غنی  کرزی سیاف.jpg

    ولسمشرۍ ماڼۍ:

  • غني له صالح، دانش او سیاف سره د طالب بندیانو په خوشې کولو او اوربند غځولو غږېدلی

  • 6 جوزا 1399
    ولسمشر غني نن له خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح، سرور دانش او له جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره لیدنو کې د ۲ زره بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
    طالبان تانگ.jpg

  • کمیسیون حقوق بشر افغانستان خواستار تداوم آتش‌بس شد

  • 6 جوزا 1399
    کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان از طرف‌های درگیر در این کشور خواسته است که آتش‌بس سه روزۀ عید را تمدید کنند.
    طالبان مسجد.jpg

  • لوګر کې وسله‌والو طالبانو یو شمېر خلک وهلي او ټپیان کړي

  • 5 جوزا 1399
    د لوګر ولایت په سرخاب کې پرون وسله‌والو طالبانو یو زیات شمېر ولسي خلک وهلي چې له ډلې یې اووه کسان سخت ټپيان شوي.
    بګرام.jpg

  • پر بګرام هوايي اډه د توغندیو برید شوی

  • 5 جوزا 1399
    د بګرام پر هوايي اډې نن له غرمې مخکې د توغندیو برید وشو.
    طالبان تسلیم شدن۱۱.jpg

  • تخار؛ د یوه قوماندان او د مشرانو جرګې د غړي ترمنځ نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي

  • 4 جوزا 1399
     د تخار ولایت په کلفکان ولسوالي کې یوه قومي مشر سلام‌وطندار ته ویلي، په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت د استازي عبدالوهاب عرفان او یوه جهادي قوماندان او جنبش ګوند غړي خیرمحمد تیمور ترمنځ نښته کې ۱۲ کسان و…
    کرونا کابل.jpg

    د کابل والي:

  • کابل کې سر له ننه محدودیتونه کمېږي

  • 7 جوزا 1399
     ټاکل شوې په کابل ښار کې سر له نن چهارشنبې محدودیتونه کم شي.
    کابل ۲۲.jpg

    د کابل والي:

  • دولتي ادارې به سر له سبا په دوو شفتونو کې کارپیل کړي

  • 6 جوزا 1399
    د کابل والي وایي دولتي ادارې به  د نوې  طرحې له مخې چې له اختر مخکې تصویب شوه  سر له سبا کار پيل کړي او اصناف به هم د مهال ویش له مخې کار ته دوام ورکړي.
    طالبان مسجد ۱.jpg

    ملي امنیت شورا:

  • تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی

  • 6 جوزا 1399
     د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د اختر په تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی دی.

    ارګ:

  • که طالبان د سولې لپاره یو ګام واخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی

  • 6 جوزا 1399
     د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي که وسله‌وال طالبان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.
    اندرابی نو.jpg

    اندرابی به طالبان:

  • اگر صلح می‌خواهید صلح می‌کنیم، اگر جنگ می‌خواهید، «دا گز دا میدان»

  • 4 جوزا 1399
    وزارت امور خارجه امریکا از حکومت و طالبان خواسته که برای تسهیل روند صلح، خشونت‌ها را پس از پایان روزهای عید افزایش ندهند.
    محب۲۲.jpg

    محب:

  • له داسې پرېوتي دښمن سره مخ یو چې په هېڅ اصل او ارزښت باور نه لري

  • 4 جوزا 1399
    د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار نن د اختر په لومړۍ ورځ د پولیسو د چټک غبرګون له قطعې څخه لیدنه وکړه.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
         12
    3456789
    1011121314

    15

    16
    17181920212223
    2425262728

    29

    30

    31

          

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    جسد یک افغان که از کرونا فوت شده است
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری