وروستي خبرونه
آخرین اخبار
کود خبر: 10562
منبع خبر: آزادی رادیو

حفیظ منصور:

د سولې مرکچي پلاوي ته د پرېکړو صلاحیت نه‌دی ورکړل شوی

8 حمل 1399

د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوي یو شمېر غړي وايي دوی ته د سولې په خبرو کې د پرېکړو صلاحیت نه‌دی ورکړل شوی.


د دغه پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید هر څومره ژر چې کېږي د سولې په اړه د مهمو پرېکړو یو عالي شورا رامنځته کړي.


ښاغلي منصور د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» ازادي راډیو ته وویل: “دغه ټيم اصلاً صلاحیت نه‌لري، د پرېکړو لپاره باید یوه ټول‌شموله شورا د سیاسي رهبرانو په شتون کې رامنځته شي، که ټاکل شوي ټیم له طالبانو سره د اسلامي امارت په اړه پرېکړه کوي مسؤلیت څوک اخلي؟ او که د اساسي قانون د تغییر په اړه فیصله کوي مسؤلیت څوک اخلي؟”


دغه‌شان د دې پلاوي یوې بلې غړې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته د ښاغلي منصور خبرې تأييدوي او وايي چې یاد ټیم ته باید د سولې په خبرو کې د پرېکړو صلاحیت ورکړل شي.


 تېره شپه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب اعلان کړ.


دا پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی یې مشر دی.


۱. معصوم ستانکزی



۲. فاطمه ګېلاني



۳. نادر نادري



۴. عبدالمتین بېک



۵. فوزیه کوفي



۶. ضرار احمد مقبل



۷. عبدالهادي ارغندېوال



۸. محمد رسول طالب



۹. حبیبه سرابي



۱۰. داکتر غیرت بهیر



۱۱. محمد حفیظ منصور



۱۲. غلام فاروق مجروح



۱۳. مولوي عنایت‌الله بلیغ



۱۴. باتور دوستم



۱۵. کلیم‌الله نقیبي



۱۶. محمد ناطقي



۱۷. جنرال ایوب انصاري



۱۸. شهلا فرید



۱۹. شریفه زرمتي



۲۰. خالد نور



۲۱. داکتر امین احمدي


 


په همدې حال کې یو شمېر سیاسیون په اعلان شوي لېست انتقاد کوي او وايي چې فکر نه‌کوي ټاکل شوي کسان له طالبانو سره خبرې پر مخ بوځي.


 د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت‌الله نبیل وايي: “زه فکر نه‌کوم چې موږ دې په دې ټیم سره د هغو طالبانو سره چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د ۴۵ هېوادونو سره جګړه کړې او یا د نړۍ له قوي ډيپلوماتانو سره چې ۱۸ میاشتې مذاکرات کړي د مذاکراتو توان ولري او هغه ارزښتونه چې د افغانستان ولس ته د منلو وړ دي ترې دفاع وکړي.”


د افغان حکومت دغه پخوانی چارواکی وايي، د تېرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو پر سر باید معامله ونه‌شي.


په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او شخړې انسټټیوټ وايي، ټاکل شوی مرکچي پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې ستونزمن مأموریت په مخ کې ولري.


 د دې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: “زما باور دا دی چې دغه مذاکراتي ټیم به د یو سمبول په شکل وي، ځیني افرادو نه بغیر نور یې سمبولیک شکل لري، زه فکر کوم دا به یوه سخته وظیفه او ډېر کورني کار ته اړتیا ولري، زما په نظر دا به د دوی پر وړاندې یو ستونزمن کار وي.”


ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به د راتلونکي اوونۍ تر سې شنبې ورځې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده، په مشروط ډول خوشې کړي.

طالبان 2.jpg

ملګري ملتونه:

طالبان لا هم القاعدې سره اړیکې لري او افغانستان کې پناه ورکوي

13 جوزا 1399
 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي‌ رپوټ کې ویلي‌ چې وسله وال طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکې پالي، او القاعده د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېږي.
سخنگوی طالبان.jpeg

طالبان د خپلو ۳ زره خوشې شویو بندیانو ډله کې له ځینو منکر شول

12 جوزا 1399
 افغان حکومت له بنده د طالب زندانیانو ازادۍ په دوام نن ۲۹۰ نور زندانیان خوشې کړل او وایي په دې سره یې د ۳ زره زندانیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شوه خو طالبان وایي، دومره بندیان یې نه دي ازاد شوي.
طالبان آزادی از زندان.jpg

ملي امنیت شورا:

په ۲ ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي

11 جوزا 1399
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي.
طالبان.jpg

طالبان:

افغانان به خپل نظام پخپله ټاکي؛ بهرنیان دې مداخله نه کوي

10 جوزا 1399
وسله والو طالبانو ویلي، افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د راتلونکي نظام په اړه به خپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې پرېکړه کوي.
عبدالله.jpg

ډاکتر عبدالله عبدالله:

د اختر اوربند د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه ده

10 جوزا 1399
د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند د تاوتریخوالي د کمښت یا اورکم ورځې د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارولی ش…
صالح و عطاء نور.jpeg

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح:

د پښتو په ویاړ ماغوندې پښتو زده کړئ، عطاءنور: پښتو ته باید ټول کار وکړو

9 جوزا 1399
 نن د جوزا ۹مه په ټوله نړۍ کې د پښتو د نړیوالې ورځې په توګه ونمانځل شوه.
امرالله صالح نمبر یک.jpg

  • د کرونا ویروس پراخېدو په اړه د امرالله صالح خبرداری

  • 13 جوزا 1399
      د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان د کرونا ویروس خطر له امله د ناورین حالت ته په نژدې کېدو دی.
    کابل ۲۲.jpg

  • 'بحران ویروس کرونا در کشور میلیون‌ها کودک را متأثر ساخته است'

  • 13 جوزا 1399
    هم زمان با روز جهانی کودکان، نهاد پشتیبانی از کودکان هُشدار می دهد که بحران ویروس کرونا در افغانستان، بیشتر از هفت میلیون کودک را با فقر رو به رو ساخته است.
    طالبان سابق.jpg

  • طالبانو سره بندي سرتېری له لوږې مړ شو

  • 12 جوزا 1399
    نذرالله له اختر يوه اوونۍ  وړاندې د کندوز – خان‌اباد لويه لار لودي سيمه کې د طالبانو له لوري برمته او د اختر په دويمه ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشې کېږي.
    قندهار چوک شهیدان.jpg

  • روند نام‌نویسی برای تذکره الکترونیکی در قندهار آغاز شد

  • 12 جوزا 1399
    مقامات محلی در قندهار می‌گویند که روند نام‌نویسی برای تذکره‌ الکترونیکی به باشنده‌گان این ولایت آغاز شده است و از مردم می‌خواهند که برای تسهیل کارهای‌شان، به این روند بپیوندند.
    حزب اسلامی.jpg

  • حزب اسلامي لومړۍ درجه درې زره بندیان مو لا هم له زندانه نه دي خلاص شوي

  • 12 جوزا 1399
     وروسته له هغه چې حکومت د پلچرخي او بګرام له زندانونو څخه د حزب اسلامي د ۱۶۴ تنه زندانیانو د خلاصون خبر ورکړ، اوس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند  وايي، د بندیانو د خلاصون له پروسې خوښ نه دي.
    رسانه.jpg

  • د خورشید تلوېزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت داعش واخیست

  • 11 جوزا 1399
     داعش ډلې په کابل کې د خورشید خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت منلی دی.
    ترمپ بگرام 1.jpg

    ټرمپ ته پرانیستی لیک

  • افغانستان نه مه وځه، دا شرموونکې ماتې ده

  • 13 جوزا 1399
     د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا یو پخواني غړي جوی لیبرمن او د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال متقاعد جنرال جېک کاین په یو پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستان څخه سرتېري…
    کرونا دفن جسد.jpg

    د ژغورنې نړیواله کمېټه:

  • افغانستان له یو بشري ناورین سره مخ دی

  • 13 جوزا 1399
     د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی چې د کرونا ویروس پېښې پرته له تشخیصه مخ پر زياتېدو دي.
    هرات۱۱.jpg

    کورونا ویروس او

  • هرات زېږنتون کې د انساني ناورين ګواښ

  • 12 جوزا 1399
     د هرات ولايت د زېږنتون مسوولان په دې روغتون کې د انساني ناورين د رامنځته کېدو خبر ورکوي.
    غنی  طالبان و روسیه.jpg

  • له افغانستان سره پراخې او پیاوړې اړیکې غواړو

  • 11 جوزا 1399
     په کابل کې د روسیې نوي سفیر دمیتري ژیرنوف وايي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کوي.
     غنی  .jpg

    ولسمشر د روسیې نوي سفیر ته:

  • د اړیکو نوی باب درسره پرانیستل غواړو

  • 10 جوزا 1399
     ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په ځانګړو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روسیې د نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف باورلیک ومانه.
    سالار ۱.jpg

    لیکوال: سيد الرحمن سالار

  •  ښکېل لوري دې د بنديانو په انتقال کې د کوويد ۱۹ احتمالي خپرېدو ته جدي پام وکړي

  • 9 جوزا 1399
    له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې لړۍ چټکه شوې او له خلکو سره يوځل بيا ددايمې سولې او پخلاينې په اړه هيلې پيدا شوې.

    د نورو خبرونو د لیدو لپاره لاندې نیټه کلیک کړئ / برای دیدن اخبار قبلی تاریخ آن را کلیک کنید

    <
     
    >
    SunMonTueWedThuFriSat
     12

    3

    4

    5

    6

    7

    8

    9

    10

    11

    12

    13

    14

    15

    16

    17

    18

    19

    20

    21

    22

    23

    24

    25

    26

    27

    28

    29

    30

        

    گالری تصاویر

    مشاهده همه

    کورونا په افغانستان کې
    افغانستان و خودکفایی از خرما
    طالب جنګیالي په جومات کې
    انفجار در مقابل پوهنتون مارشال فهیم
    مراسم افتتاح کاسا یکهزار
    زیبایی کابل در زمستان سرد امسال
    زیبایی ولایت کنر/ د کنر ولایت ښکلا

    گالری ویدیو

    مشاهده همه

    اسلام آباد کې د ولسمشر مهمه وینا
    د طالب پلاوی وینا
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری
    زورواکو ته د ولسمشر خبرداری